عبدالمعيدهاشمى

Article Images

جلال اباد (پژواک ١٣ وږى ٩١): حکومت او وسلوالو طالبانو په ننګرهار ولايت کې خپل بنديان سره تبادله کړل.دغه تبادله نن (د وږي ١٣مه) د دغه ولايت د حصارک په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قومي... پاتې برخه
جلال اباد ( پژواک، ١١ وږى ٩١) : د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وايي، چې د نوي تعليمي کال له پيل مخکې يې ټولو ښوونځيو ته درسي کتابونه وېشلي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.ټاکل شوې ده، چې د روان لمريز کال د وږي په ١٥مه، د هېواد په ګرمسېرو سيمو کې... پاتې برخه
جلال اباد ( پژواک، ١١ وږى ٩١) : د ننګرهار مسوولين وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې ديارلس  انسان تښتوونکي، وژونکي او لارې شکوونکي نيولي دي.ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقوال د وږي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک ٩ وږى ٩١): د ننګرهار ولايت استيناف محکمې د وږي په نهمه يو تن د خپلې خوښينې د وژلو په جرم او د بلې د قتل په اقدام په ډاګيزې محکمه کې پر اعدام محکوم کړ.دغه ډاګيزه محکمه د مدافع وکيل دواړو لوري او نورو ګډونوالو په شتون نن (د وږي ٩مه) د... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک، ٩ وږى ٩١): د ننګرهار ولايت د سولې د شورا د ځايي کمېټې د مشر پر کورنۍ بريد شوى او څلورو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.د سولې د عالي شورا د ننګرهار د ولايتي کمېټې مسوول ملک نظير د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک ٩ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د ملي اردو يوه سرتېري په ملکي جامو کې، چې کور ته په رخصت روان و، د کابل-جلال اباد پر لويه لاره دوه وسلوال طالبان ووژل.د لغمان د والي وياند سرحدي د وږي په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا اته... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک ٨ وږى ٩١): د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې ملايان د وسلوالو طالبانو له وېرې د ملي اردو د وژل شوو سرتېرو جنازې نه کوي.د دغه ولايت د شينوارو يوه قومي مشر ملک عثمان له دولته غوښتنه کوي، چې هغو ملايانو ته دې جزا ورکړي، چې د ملي اردو د وژل... پاتې برخه
جلال اباد-کابل ښار (پژواک ٨ وږى ٩١): د ننګرهار، ميدان وردګ او نورستان ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٦ وسلوالو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.په ختيځ کې د لومړي زون د سرحدي پوليسو رييس ارکان سمونوال محمدايوب حسين خېل د وږي په ٨مه... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک ٨ وږى ٩١): ناپېژانده وسلوالو له جلال اباد ښار څخه د ننګرهار د سکټوري رياست رييس تښتولى دى.د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت سکټوري رييس احمدشاه سادات له تېرې شپې راهيسې... پاتې برخه
جلال اباد (پژواک ٧ وږى ٩١): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې ودانۍ ګټې اخيستې ته وسپارل شوه.د ننګرهار د استيناف محکمې رييس فضل هادي فاضل د وږي په ٧مه د دې ودانۍ د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ودانۍ په ١٥ بيسوې ځمکه... پاتې برخه

Pages