ميرآقا نصرت صميمي

Article Images

کابل (پژواک، ١٥غويى٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو د پاتې ٤٤٤ محلونو د رايو د څرنګوالي د څېړلو لپاره پر غوښتل شوې مودې دا دى اووه ورځې نورې هم تېرې شوې، خو لا يې هم برخليک نه دى څرګند.چارواکي ددې محلونو د رايو د شمېر په اړه معلومات هم نه وړاندې او نه دا وايي... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ولايتي شوراګانو د ٢٣ ولايتونو د رايو پايلې يې سيستم ته داخلې کړې دي او همداراز يې د څه د پاسه ٦٠٠ محلونو د رايو د بيا شمېرنې پرېکړه کړې ده.د دې کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٣غويى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون چارواکي وايي، سر له سبا به د يوې اونۍ لپاره د ټاکنو په تړاو ور رسېدلي شکايتونه په علني ډول څېړي او په اړه يې فيصله صادروي.ددې کميسيون مشر عبدالستار سعادت وايي چې ددوى څېړنې به د روانې جمعې تر ورځې... پاتې برخه
کابل (پژواک،٩غويى٩٣): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، که د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو ته ورتګ حتمي شي، نو په قانون کې له ټاکل شوې مودې سره سم به يې ترسره کړي.د دې کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخېل وايي، دوى سر له اوسه د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ٧غويى٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د ٤٤٤ محلونو رايې چې لا هم د دوى تر څېړنو لاندې دي، بېلابېلې ستونزې لري، چې له همدې امله په لومړنيو پايلو کې له شاملولو پاتې شوې دي.د ټاکنو کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبر ي اژانس ته وويل،... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢٦ورى٩٣): يو غږيز کلېپ ښيي ، چې د ولسي جرګې غړي، کمال ناصر اصولي هڅه کړې د خوست ولايت د ټاکنو يو کارکوونکى علي ګل لمر نيازى راضي کړي، ترڅو دده د خوښې کانديد په ګټه د وري ١٦ مې په ټاکنو کې درغلۍ ته لاره هواره کړي.پژواک خبري اژانس ته... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٣ورى٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو د قسمي پايلو اعلان تر سبا پورې وځنډاوه. دا په داسې حال کې ده، چې پرون دغه کمېسيون په رسمي توګه رسنيو ته ويلي و ، چې د وري په ٢٣مه، د شنبې په ورځ به قسمي پايلې اعلانوي.د ټاکنو د کمېسيون سرچينو د... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٩ورى٩٣): حقوق پوهان وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د دوو کانديدانو ګډون د قانون له مخې اجباري دى، که ددوى له ډلې يو يې ونه غواړي بيا سيالي وکړي، نو له قانوني پلوه ورته مؤيدې په پام کې نيول شوي دي.که څه هم د ټاکنو د کمېسيون... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٨حمل٩٣): د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې په ٣٠ ولايتونو له ولسواليو حساس توکي او د راى پاڼو صندوقونه او د نتايجو فورمې د ولايتونو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.دده په خبره په ٧٤ ولسواليو کې لا هم حساس توکي او راى پاڼې پاتې دي او د... پاتې برخه
کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديدانو، د خپلو ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې، چې تېره ورځ پاى ته ورسېدې، شا وخوا ٥٤ ميليونه افغانۍ لګولي، چې له دې ډلې يې ٢٤ ميليونه افغانۍ مالي مرستې تر لاسه کړې دي. د ولسمشرۍ د يوولسو کانديدانو تر منځ يادې... پاتې برخه

Pages