ميرآقا نصرت صميمي

Article Images

کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٢): ولسمشر حامدکرزى هيله څرګندوي، چې د راتلونکي کال ټاکنې به د امنيتي ارګانونو د راپور له مخې، په ټول هېواد کې تر سره شي. ولسمشر کرزي، چې نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، له حکومتي چارواکو وغوښتل، چې په... پاتې برخه
کابل (پژواک،٢سلواغه،٩٢): د کانديدانو ترمنځ د تفاهم جرګه، چې هڅه کوي د ولسمشرۍ د کانديدانو شمېر کم کړي، خو تر درې نيمو مياشتو هڅو وروسته لا هم په دې نه ده توانېدلې، چې ان دغه کانديدان سره په يوه ټغر کېنوي.دا ١٤ کسيزه جرګه د پخواني جهادي مشر او د شخړو... پاتې برخه
کابل (پژواک٣٠مرغومى٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي ، چې د رايې ورکولو ٣٢٣ نوي مرکزونه چې لېست يې له امنيتي ارګانونو سره شريک شوى دى، د هېواد په امنو سيمو کې دي.   دوى وايي ، چې د هر ولايت د رايې ورکونې د مرکزونو شمېر ته په کتو... پاتې برخه
کابل (پژواک٣٠ مرغومى٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد هدايت امين ارسلا وايي، چې يواځې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو له لارې په افغانستان کې امنيت نه شي ټينګېداى، بلکې ښې حکومتوالۍ، د قانون حاکميت او د عدالت اړتيا هم ليدل کېږي.ارسلا زياتوي، که په... پاتې برخه
چاريکار (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): دولتي پلاوى، چې د پروان ولايت په سياه ګرد کې يې د امريکايي ځواکونو بريد څېړلى وايي، چې دغه بريد له افغان حکومتي چارواکو سره له کومې همغږۍ پرته تر سره شوى دى.د دغه بريد په پايله کې، چې تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ د سياه... پاتې برخه
کابل (پژواک١٧مرغومى٩٢): ځينې کتونکي وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو د پنځو کانديدانو په تړاو لويې څارنوالۍ ته د استول شويو شکايتونو څېړنه به د راتلونکي کال د ټاکنو تر ترسره کېدو پورې کومې پايلې ته ونه رسېږي.دوى وايي، د راتلونکي کال تر ټاکنو پورې چې تر... پاتې برخه
کابل (پژواک ٣ مرغومى٩٢): د ولسمشرۍ کانديد، استاد عبدالرب رسول سياف وايي؛ چې د سولې خبرې له طالبانو او د دولت له نورو مخالفينو سره نه، بلکې د جګړې له اصلي اړخ سره پکار دي.سياف وايي، په هېواد کې د امنيت د تامين لپاره بايد دوست او دښمن تعريف شي.دده په... پاتې برخه
کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): هندي چارواکو د افغان حکومت غوښتنې ته چمتووالى ښودلى او ويلي يې دي، چې اوسمهال به افغان پوځ ته يواځې غير وژونکي پوځي وسايل لکه هليکوپټر، پوځي نقليه وسايل او جيپونه وسپاري.دوى دغه راز ويلي، چې د افغانستان د پوځي پرسونل زده... پاتې برخه
کابل (پژواک٢٤ليندۍ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ټاکنو د روڼوالي لپاره د تېرو ټاکنو ١١زره کارکوونکي، چې په درغليو کې په لاس لرلو تورن وو، دا ځل پر دندو نه دي ګومارل شوي.د دې کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي وايي، دوى په ټاکنو کې د... پاتې برخه
کابل (پژواک٢٤ليندى٩٢): د ولسمشرۍ کانديد، محمد اشرف غني احمدزى وايي، که بريالى شي، نو قانون به په ټينګه پلى کوي او په هرو شپږو مياشتو کې به خلکو ته د قانون د پلي کېدو راپور ورکوي.دى وايي، چې ١٥ زره تنه ځوانان، سپين ږيري او علما به پر دندو وګوماري،... پاتې برخه

Pages