ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې وسلوال او ځانمرګي بريد کوونکي ونيول شول

په کندهار کې وسلوال او ځانمرګي بريد کوونکي ونيول شول

author avatar
18 Oct 2011 - 16:54
په کندهار کې وسلوال او ځانمرګي بريد کوونکي ونيول شول
author avatar
18 Oct 2011 - 16:54

کندهار (پژواک ٢٦ تله ٩٠): د کندهار د ملي امنيت د رياست منسوبينو هغه اوه کسيزه وسلواله ډله او ځانمرګي بريد کوونکي نيولي، چې د ولايتي بيارغونې ډلې او د ملي امنيت د رياست پر ودانيو يې د ځانمرګو او وسلوالو بريدونو هوډ درلود.

 د کندهار ولايت د مقام مطبوعاتي مسوول زلمي ايوبي د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت کارکوونکو د دې ډلې مشر عبدالرحمن، چې په حاجي صاحب مشهور دى، له خپلو ٦ ملګرو، وسلو او چاودېدونکو توکو سره يوځاى نيولى دى.

 هغه زياته کړه، د دې ډلې مشر په کندهار ښار کې د مخالفينو د چريکي بريدونو قوماندان دى او د تېرې روژې په مياشت کې يې د دولتي مامورينو او قومي مشرانو د ترور تر څنګ پر لومړۍ امنيتي حوزه او د پوليسو پر يوه پوسته د دوو موټرو په وسيله ځانمرګي بريدونه ترسره کړي وو.

 د نوموړي په وينا، دې ډلې اوسمهال پلان درلود، چې د کندهار د ملي امنيت پر رياست او د ولايتي بيارغونې ډلې (PRT) پر ودانيو ډله ييز ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

 ايوبي وويل، چې له نيول شويو سره ٤ راکټونه او د هغو ٩ مرمۍ، ١٢ د راکټ پټاکۍ، ١٢ شاجورونه، ١٠٠ کيلو پوتاشيم، ١٠ريموټ کنټرولونه، ٢ کلچې لانده باروت، ١٠ کيلو د ځانمرګو په واسکټونو کې کارېدونکې چرې، ٢٢ لاسي بمونه، ١ کړۍ ماين او ٢٠ متره لين د ملي امنيت منسوبينو ترلاسه کړي دي.

 هغه وايي، چې د نيول شوې ډلې مشر په خپلو جرمونو اعتراف کړى او دا يې منلې، چې پيسې او نور مهمات په پاکستان کې د هغه هېواد د استخباراتي ادارې له خوا ورکړل شوي دي.

 د ملي امنيت د رياست منسوبينو دغه راز دوه نور وسلوال مخالفين، چې په کندهار ښار کې يې د تروريستي بريدونو پلان درلود، له ١٣ پټاکيو او له لسګونو شپې پاڼو سره يو ځاى، چې د حزب اسلامي او طالبانو اړوند وې، نيولي دي.

 د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمى ايوبي وايي، چې په نيول شوو کې هغه کس هم شامل دى، چې په تېره روژه کې يې د ولايتي بيارغونې ټيم د افغان کارکوونکو د موټرو تمځاى ته يې لاسي بمونه غورځولي وو او ميليونونه افغانۍ زيان يې اړولى و.

 د ملي امنيت رياست له دې وړاندې هم په وار وار دې ته ورته ډلې او کسان له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يوځاى نيولي، چې په بېلابېلو پېښو کې يې په لاس درلودو اعتراف کړى دى.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.