ترينکوټ (پژواک ٢٧ليندۍ ٩٠): په لومړي ځل په اروزګان ولايت کې د دولسم ټولګي له ٣سوو فارغانو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه.
په دغې ازموينه کې د ازموينې د اخيستو پرمهال له ولايتي چارواکو سربېره، د لوړو زده کړو وزارت او په ملي شورا کې د ياد شوي ولايت د خلکو استازو ګډون درلود.
په ولسی جرګه کی د اروزګان استازي عبيد الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې مخکې به د دې ولايت د دولسمو ټولګيو فارغان کندهار ته تلل او هلته به يې د کانکور ازموينه ورکوله.
د ده په وينا، په لاره کې د شته امنيتي ستونزو له امله به ډېرو زده کوونکو زړه نه ښه کاوه، چې کندهار ته د ازموينې لپاره ولاړ شي.
په ياده شوې ازموينه کې يوه زده کوونکي نجيب الله پژواک ته وويل: ((خوشحاله يو چې نن په خپل ولايت کی د کانکور ازموينه ورکوو.))
د ده په وينا، مخکې به د دې ولايت زده کوونکو په کندهار کې د کانکور ازموينه ورکوله او هلته به يې په ورځو ورځو انتظار ورته کاوه.
د يادونې وړ ده، چې تراوسه په اروزګان ولايت کی د لوړو زده کړو لپاره کوم مرکز فعاليت نه لري؛ خو چارواکي وايي چې سږکال به په دې ولايت کې د ښوونې او روزنې يو پوهنتون جوړ شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن