ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان ښار کې د شيدو راټولولو او مېوو ساتلو مرکزونه جوړ شول

په ميدان ښار کې د شيدو راټولولو او مېوو ساتلو مرکزونه جوړ شول

author avatar
20 Dec 2011 - 16:38
په ميدان ښار کې د شيدو راټولولو او مېوو ساتلو مرکزونه جوړ شول
author avatar
20 Dec 2011 - 16:38

ميدان ښار، شبرغان (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د شيدو راټولولو او د مېوو ساتلو دوه مرکزونه د ليندۍ په ٢٩مه، د کرنې د وزير له خوا پرانېستل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرنې وزير محمداصف رحيمي نن له يوه پلاوي سره دې ولايت ته راغلى و.

هغه زياته کړه، چې وزير په ميدان ښار کې د کرنې رياست او د کرنې لېسې د ليدنو ترڅنګ، دوه پروژې هم پرانېستې.

د شاهد په وينا، د شيدو راټولولو مرکز د پنځوس زره امريکايي ډالرو او د مېوو ساتلو  سټور د ١٠٠زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي، چې د ترکيې له خوا ورکړل شوي دي.

نوموړى وايي، چې د شيدو په مرکز کې به له نږدې ولسواليو او د ولايت د مرکز له اړوندو سيمو څخه له مالدارانو د شيدو له راټولولو وروسته تصفيه او ساتل کېږي.

د والي وياند د سټور په اړه وويل، چې په دې کې په يوه وخت کې ٥٠٠ ټنه توکي ساتل کېداى شي.

د کرنې وزير محمداصف رحيمي د دې سټور د پرانېستلو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې دې سره به په سيمه کې د تازه مېوو او نورو توکو ارزښت لوړ شي.

هغه زياته کړه، چې پخوا په دې ولايت کې د يو خروار مڼو بيه اته زره افغانۍ وه؛ خو تېر کال په سټورونو کې د ساتلو له امله يې بيه ١٨زرو افغانيو ته لوړه شوه او دغه کار د کروندګرو اقتصاد هم پياوړى کړ.

د نصر الله په نوم د نرخ ولسوالۍ يوه مالدار پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه ده د خپلو مالونو شيدې کابل ښار ته وړې؛ خو له دې وروسته به يې په ميدان ښار کې ياد شوي مرکز ته سپاري.

د يوه بل خبر له مخې، نن د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې د دوو ښوونځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د دې ولايت د پوهنې رييس عبدالحى يشين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ د شبرغان د تُنُکه په کلي کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې پر دې ودانيو ٢٠٠زره امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د کاناډا له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په يو کال کې بشپړې شي.

يشين وويل چې په دې ودانيو کې اته، اته درسي خونې، څلور څلور اداري خونې او نور ملحقات جوړېږي.

Visits: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.