ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه مېرمن دخپل خاوند له خوا ووژل شوه

يوه مېرمن دخپل خاوند له خوا ووژل شوه

author avatar
24 Dec 2011 - 17:54
يوه مېرمن دخپل خاوند له خوا ووژل شوه
author avatar
24 Dec 2011 - 17:54

شبرغان(پژواک ٣مرغومى ٩٠): په جوزجان ولايت کې يوه ښځه په داسې حال کې دخپل خاوند له لوري ووژل شوه،چې ددې ولايت  چارواکي د ښځو د وژنو د زياتوالي خبره کوي.

 دجوزجان امنيه قوماند مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ياده پېښه نن(دمرغومي ٣مه) د شبرغان ښار د دوستم په کارته کې رامنځ ته شوه.

 دنوموړي په وينا، ياد خاوند د خپلې مېرمنې له خفه کولو وروسته له سيمې څخه تښتېدلى دى.

  غيرت په دې اړه د څېړنو دپېل  خبر ورکړ.

 ديادې مېرمنې پلار ايناق پژواک اژانس ته وويل،چې لور يې له خاوند سره دخوب خونې ته ولاړه،خوخاوند يې سهار په بېړه له خپلې خونې څخه بهر شو.

 هغه زياته کړه، څو شېبې وروسته مې ،چې زوى کله د خور لېدو ته ورغى ،نوموړې يې د زندۍ کېدو په حالت کې وليده.

 دجوزجان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر ميرويس اميني پژواک ته وويل،چې د زنديتوب نښه ددې مېرمنې د ستونې په برخه کې ترسترګو کېده،خو نورې څېړنې روانې دي.

 دا په داسې حال کې ده،چې د جوزجان،سرپل اوفارياب  ولايتونو لپاره دبشري حقونو چارواکي، په جوزجان ولايت کې د ښځو  د وژنو د زياتېدو خبر ورکوي.

 د جوزجان،فارياب او سرپل ولايتونو لپاره د بشري حقونو د دفتر مشر مغفرت صميمي پژواک اژانس ته وويل چې د روان کال له پيل راهيسې په جوزجان ولايت کې د ښځو نږدې ١٠ د وژنو پېښې رامنځ ته شوې دي.

 نوموړي په داسې حال کې،چې په دې پېښو کې  يې د مېرمنو د قتل  او ځان وژنې پېښې بيان کړ ې  زياته يې کړه،چې تېرکال د ښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي ٢٠ قضيې له دوى سره ثبت شوې دي.

 د سرچينې دمعلوماتو له مخې،د تاوتريخوالو په دې پېښو کې ،جبري ودونه، وهل ټکول،وژنې او دنجونو پلورل شامل دي.

 دوه ورځې مخکې هم د شبرغان په چوب باش کلي کې ،يوه مېرمن د ناڅرګند دليل له امله د خاوند له لوري وژل شوې وه.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.