شبرغان (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د ايساف په يوه هوايي بريد کې د دوو قوماندانانو په ګډون څلور طالبان وژل شوي دي.
د جوزجان د ملي امنيت يوې سرچينې نن (د مرغومي ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې مولوي قادر او مولوي مجيد له خپلو دوو کسانو سره تېره شپه د ايساف په هوايي بريد کې و وژل شول.
سرچينې زياته کړه، مولوي قادر د ليلې دښتې اوسېدونکى او د طالبانو له وتلو قوماندانانو څخه و، نوموړي په څرګنده د پاکستان د اى.اېس.اى په سپارښتنه ورانکاره کړنې ترسره کولې.
د قوش تپې ولسوال امين الله پژواک ته و ويل، چې د ايساف ځواکونو له خوا دغه هوايي بريد د يادې ولسوالۍ په ليلې دښته کې ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى، خو ګومان کېږي، چې په کې ٦ طالبان له منځه تللي وي.
د قوش تپې يوه اوسېدونکي عبدالقيوم پژواک ته و ويل: ((د ايساف بريد هغه مهال ترسره شو، چې طالبانو د چهل تپې په سيمه کې د يوه سيمه ييز قوماندان، شېرعلي پر پوسته بريد کړى وو.
نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن