شبرغان (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): د وسله والو طالبانو اووه تنه چې ويل کېږي درې يې لوړپوړي کسان دي، د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د درزاب ولسوال امين الله نن (د مرغومي ٢٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي کسان تېره شپه د افغان او ايساف ځواکونو د تېرې شپې د عملياتو په ترڅ کې، د مورچه غار په سيمه (د جوزجان د درزاب ولسوالۍ او د فارياب ولايت ګرزيوان ترمنځ سرحد) کې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، هغوى ته د رارسېدلو راپورونو له مخې، په وژل شويو کسانو کې د طالبانو درې جګپوړي کسان هم شامل دي؛ خو تراوسه په رسمې ډول تاييد شوي نه دي.
د جوزجان د ملي امنيت يوې سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د دې ولايت په درزاب ولسوالۍ کې يې د اوو طالبانو د وژلو خبر تاييد کړ.
سرچينې زياته کړه چې په زيات احتمال سره، په وژل شوو کسانو کې په جوزجان ولايت کې د وسله والو طالبانو پوځي مسوول ملا نعمت الله، د قوش تپه ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال حزب الله او مولوى لطف الله له څلورو ساتونکو سره شامل دي.
د ملي امنيت د دې مسوول د معلوماتو له مخې، د مولوي نعمت الله په وژل کېدو سره په جوزجان کې د وسله والو طالبانو ځواک په پوره توګه له منځه ځي.
نوموړي زياته کړه چې اټکل کېږي، څو د دې کسانو مړي ډېر ژر د ولايت مرکز ته ولېږدول شي.
د مورچه غار سيمې يوه اوسېدونکي عبدالحسن پژواک ته وويل: ((دا عمليات نږدې ماښام پيل او شاوخوا دوه ساعته يې دوام وکړ.))
هغه زياته کړه، چې مولوي نعمت الله په دې ولسوالۍ کې د خلکو په وژنه کې ښکېل و او د هغو کسانو چې په دولت کې يې دنده درلوده او يا يې له هغوى سره همکاري نه کوله، د وژلو حکم ورکاوه.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تراوسه د درزاب ولسوالۍ د تېرې شپې د عملياتو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې هغوى په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د جوزجان ولايت په قوش تپه ولسوالۍ کې د ايساف د هوايي بريد له امله، د دوو قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي وو.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن