ميمنه ( پژواک ٢١ سلواغه ٩٠ ) : د فارياب ولايت د قرم قل ولسوالۍ دامنيه قوماندانۍ د امنيت مدير له خپل موټر چلوونکي سره د طالبانو په يوه کمين کې ووژل شو.
د قرم قل ولسوال عبدالواحد ناصري نن ( د سلواغې ٢١مه ) پژواک ته وويل چې ددې ولسوالۍ د امنيت مدير لومړى څارن عبدالاحد تېره ورځ هغه مهال ووژل شو، چې ددې ولايت مرکز ته روان و .
هغه زياته کړه چې د امنيت مدير د قرم قل ولسوالۍ د څلورلارې په سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شو او د نښتې په ترڅ کې له خپل موټر چلوونکي سره ووژل شو.
د فارياب د ولايتي شورا غړي ډاکټر ابراهيم تنمس، چې د امنيت د مدير مړى يې د پېښې په سيمه کې ليدلى ، پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې طالبان ډېر فعال دي او زيات تګ راتګ لري.
دهغه په وينا، د امنيت مدير د ډاکټر نجيب د حکومت په دوران کې ديوه جهادي قوماندان مېرمن ځانته نکاح کړې وه ، چې کېداى شي د هغه د خپلوانو لخوا وژل شوى وي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن