ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې پوليسو ته د بشري حقونو د قوانينو روزنه پيل شوه

په باميانو کې پوليسو ته د بشري حقونو د قوانينو روزنه پيل شوه

author avatar
2 Mar 2012 - 16:44
په باميانو کې پوليسو ته د بشري حقونو د قوانينو روزنه پيل شوه
author avatar
2 Mar 2012 - 16:44

 

 باميان (پژواک ١٢ کب ٩٠) د بشري حقونو د قوانينو په اړه د باميانو ولايت د امنيه قوماندانۍ د کارکوونکو يوه مياشتنۍ روزنه، په داسې حال کې پيل شوه چې خلک په ځينو حالاتو کې د پوليسو له چلند څخه سرټکوي.

د دغو کارکوونکو شمېره چې د پوليسو عادي سرتېري اوافسران په کې ګډون لري، نږدې ٨٠ تنو ته رسېږي او له پرون ورځې راهيسې يې د باميانو د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له خوا روزنه پيل شوې ده.

د باميانو د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس عبدالاحد فرزام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې روزنې د ګډونوالو لپاره د ښاريانو حقونو، د بشر حقونو، د پوليسو قانون، له تورنو کسانو سره د چلند بڼه او د هغوى د انساني کرامت  د ساتنې، د ځورولو يا شکنجې په اړه د قوانينو او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د بندېدو په اړه، روزنه ورکول کېږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر خلک په ځينو برخو کې د پوليسو له چلند څخه سرټکوي او د باميانو ښار يو شمېر قصابانو څه موده وړاندې له همدې امله پر اعتصاب لاس پورې کړ.

هغوى دعوه درلوده، چې د پوليسو له خوا تر وهل ټکول کېدو وروسته، په موقتي ډول بنديان شوي هم وو.

خو پوليس دغه دعوه ناسمه ګڼي او وايي، چې پوليس د غوښې د نرخ ټاکنې د کمېسيون د پرېکړې له مخې، د نرخونو د کنټرول لپاره قصابيو ته ورغلي وو؛ خو څوک يې وهلي ټکولي يا بنديان کړي نه دي.

همدارنګه د باميانو يوه دوکاندار غلام علي وويل، هغه غل مو چې زما د دوکان دخل (خزانه) يې غلا کړى و، ونيو او د دخل پيسې مو يې له جيب څخه راووېستلې؛ خو تر هغې وروسته، کله پوليس او کله هم څارنوالي راپسې وه او ويل يې چې ولې يې غل په سوک پر سر وهلى دى.

 نوموړي پژواک ته وويل چې ما نه غوښتل غل پر سر په سوک ووهم؛ خو له دې امله چې غوښتل يې تېښته وکړي، اړ شوم چې هغه په سوک ووهم؛ خو د غله تر نيول کېدو وروسته د پوليسو څېړنې د څلورو پرله پسې ورځو لپاره روانې وې او اړ وم، چې دوکان وتړم او امنيه قوماندانۍ يا څارنوالۍ ته لاړ شم.

 دغه دوکاندار زياته کړه: “له غله سره مې څه کار کړى واى؟ يوه بله مېلمستيا مې هم ورکړې واى، چې زما د دوکان دخل يې غلا کړى.”

 د غلام علي په وينا، که بل ځل وګوري چې يو غل د ده يا د بل چا مال غلا کوي، هېڅ کار به پرې ونه لري؛ ځکه بيا به د پوليسو په لانجه کې پاتې وي.

 خو امنيتي چارواکو ويل چې دوى اړ وو، له دې دوکاندار څخه د ده د دغې کړنې له امله تحقيق وکړي.

 دغه چارواکي وايي، څوک حق نه لري چې يو سرغړوونکى کس ووهي او ويې ډبوي؛ ځکه دا په امنيتي ارګانونو او څارنوالۍ پورې اړونده ده، چې د قانون له مخې له هغه سره څه ډول چلند کوي.

 په دې روزنيزه دوره کې ګډونوال په دې نظر دي، چې دغه روزنې به ورته ګټورې وي او د بشري حقونو دروزنې په برخه کې به چې دوى ته ضروري دي، هڅه وکړي.

 د امنيه قوماندانۍ يوه کارکوونکي محمدکريم چې په دې روزنيزه دوره کې ګډون لري، وويل: “ما د بشري حقونو په اړه روزنه نه وه ترلاسه کړې او دا مهمه ده چې پوى شم د نيول کېدو په وخت کې له تورنو کسانو او عامو وګړو سره څه ډول چلند وکړم.”

 نوموړي زياته کړه چې هڅه کوم، ترڅو د قانون مادې زده کړم او تر کومه بريده چې پوليس له قانون څخه خبر وي، په هماغه اندازه به په مسلکي بڼه کار وکړي.

 د يادونې وړ ده چې د باميانو د ملي امنيت رياست سلو کارکوونکو، د بشري حقونو د کمېسيون له خوا د بشري حقونو په اړه د مسايلو يوه مياشتنۍ روزنه بشپړه کړې ده او تېره اونۍ فارغ شول.  

 د باميانو والي مېرمن ډاکټر حبيبه سرابي د بشري حقونو په اړه د ملي پوليسو او ملي امنيت رياست د کارکوونکو روزنه مهمه وګڼله او هيله يې څرګنده کړه، چې پوليس بايد مسلکي او له قوانينو څخه باخبره وروزل شي.

 هغې له پوليسو وغوښتل، چې په دې روزنيزه دوره کې خپلې زده کړې په شوق سره ترسره کړې او په دې موده کې هڅه وکړي، چې له هغې نه ښه ګټه واخلي.

 

 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.