ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هند څخه د کرکټ لوبې په وده کې د مرستې غوښتنه وشوه

author avatar
5 Mar 2012 - 17:52
author avatar
5 Mar 2012 - 17:52

کابل (پژواک ١٥ کب ٩٠): د افغانستان کرکټ بورډ له هندوستان څخه وغوښتل چې د کرکټ لوبې په وده او پرمختګ کې ورسره مرسته وکړي.

 دغه غوښتنه د افغانستان کرکټ بورډ د پلاوي له خوا شوې، چې نن د کب په ١٥مه يې په کابل کې د هندوستان له سفير ګوتم موخو پدايا (Gautam Mukhopadhya) سره وليدل.

 په دې ليدنه کې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرايوي رييس نسيم الله دانش، د پرمختيايي چارو مسوول ډاکټر نورمحمد مراد او د لوبغاړو د ظرفيتونو د لوړولو د څانګې مسوول بشير ستانکزي برخه درلوده.

 د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شهزاده مسعود د هندوستان سفير ته د افغانستان د کرکټ تاريخ، د وروستيو لاسته راوړنو، برياوو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

 مسعود د هندوستان له سفير څخه وغوښتل، لکه څنګه چې د افغانستان په نورو برخو او سکتورونو کې يې مرستې کړې دي، د لوبو په برخه او په ځانګړې توګه د کرکټ په برخه کې زياتې مرستې وکړي.

 د کرکټ بورډ اجرايوي رييس نسيم الله دانش، د هندوستان سفير ته د افغانستان د بېلا بېلو لوبډلو او په هېواد کې دننه د شويو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې ډېرى مهال افغان لوبغاړي په هندوستان کې تمرينات او روزنې ترلاسه کوي.

 هغه زياته کړه، چې هندوستان په کرکټ کې يو مخکښ هېواد دی او د کرکټ پياوړې لوبډله لري، نو له دې امله د افغانستان کرکټ په اوسنيو شرايطو کې د هند مرستې ته خورا اړتيا لري او دا مرستې د افغانستان د کرکټ په ودې او پرمختګ کې مثبت رول لوبولى شي.

 دانش د هندوستان له سفير څخه دغه راز وغوښتل، څو د دغه هېواد له کرکټ بورډ سره ورته د اړيکو نيولو او همداراز د هندوستان له لوبډلو سره افغان لوبغاړو ته د لوبو په برابرولو کې او په افغانستان کې دننه د بنسټيزو پروژو پلي کولو کې مرسته وکړي.

 د هندوستان سفير ګوتم پدايا د افغانستان د وروستيو برياوو او لاسته راوړنو په اړه، د افغانستان کرکټ بورډ مسوولينو ته مبارکي وويله او د افغان لوبغاړو برياوې يې وستايلې.

 هغه زياته کړه چې هېواد يې لېواله دى، څو له افغان کرکټ بورد سره پراخې اړيکې ولري او په هر ډګر کې ورسره مرسته وکړي.

 سفير وويل، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې له هندوستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ، نو په دغه تړون کې د سپورت څانګې ته وده او پرمختګ ورکول هم شامل وو.

 په کابل کې د هندوستان سفير ژمنه وکړه، چې له ډيلي سره به په ليکنه بڼه اړيکې ونيسي او د افغان پلاوي غوښتنې به ورسره شريکې کړي.

 نوموړي زياته کړه چې هېواد يې لېواله دی، څو په کندهار او خوست ولايتونو کې د کرکټ لپاره لوبغالي جوړ کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.