ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خان چهارباغ ولسوالۍ اداري مدير ووژل شو

د خان چهارباغ ولسوالۍ اداري مدير ووژل شو

author avatar
14 Mar 2012 - 17:27
د خان چهارباغ ولسوالۍ اداري مدير ووژل شو
author avatar
14 Mar 2012 - 17:27

ميمنه (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د نامسوولو وسلوالو کسانو په بريد کې د فارياب د خان چهارباغ ولسوالۍ اداري مدير د ياد ولايت په اندخوى ولسوالۍ ووژل شو او ورور يې ټپي شو.

 د اندخوى ولسوال سلطان سنجر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن (د کب ٢٤مه) د يادې ولسوالۍ د مرکز په منډوي کې ترسره شو.

 د نوموړي په وينا، وسلوالو کسانو د خان چهارباغ ولسوالۍ پر اداري مدير خيرالله ډزې وکړې، چې له امله يې نوموړى ووژل شو او ورور يې ټپي شو.

 سنجر زياته کړه، چې بريد کوونکو له پېښې وروسته وتښتېدل او د هغوى د پېژندنې لپاره پلټنې دوام لري.

 د اندخوى د امنيه قوماندانۍ يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې دغه پېښه په اندخوى ولسوالۍ کې د خان چهار باغ ولسوالۍ د محکمې د محرر دوکان ته نږدې رامنځ ته شوې ده.

 د نوموړي په وينا، دغه بريد د خان چهار باغ ولسوالۍ د محرر د له منځه وړلو په موخه شوى دى؛ خو د يادې ولسوالۍ اداري مدير چې په دوکان کې ناست و، ووژل شو او ورور يې ټپي شو.

 نوموړي څرګنده کړه، چې تراوسه د بريد کوونکو هويت په ډاګه شوى نه دى.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم، نامسوولو وسلوالو کسانو د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار کې د افغان- ترک پرروغتون بريد کړى وو، چې په ترڅ کې يې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او د ملي جنبش يو پخوانى قوماندان يې په ډزو وژلى وو.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.