ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو درې تنه د جاسوسۍ په تور ووژل

طالبانو درې تنه د جاسوسۍ په تور ووژل

author avatar
1 Apr 2012 - 18:04
طالبانو درې تنه د جاسوسۍ په تور ووژل
author avatar
1 Apr 2012 - 18:04

ميمنه (پژواک ١٣ ورى ٩١): وسلوالو طالبانو په فارياب ولايت کې دولت ته د جاسوسۍ په تور د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژلي، يو يې ټپي کړى او دوه نور يې له ځان سره بيولي دي.

د پښتونکوټ ولسوالۍ د غار تپې سيمې اوسېدونکي امير محمد، چې د طالبانو له خوا ټپي شوى او مېرمن يې وژل شوې ده، نن (د وري ١٣مه) پژواک خبري اژانس  ته وويل: “تېره ورځ له غرمې وروسته دوه طالبان زموږ کور ته راغلل، زما مېرمن يې دولت ته د جاسوسۍ په تور ووژله او ما چې د هغوى مخه نيوله، زه يې ټپي کړم.”

هغه زياته کړه، چې طالبانو د هغوى ګاڼې او نغدې پيسې هم له ځان سره وړې دي.

همدارنګه نوموړي وويل، طالبانو تېره ورځ يو ځوان چې د قران حافظ و، د هغوى په کلي کې له دولت سره د همکارۍ په تور وواژه او دوه نور يې له ځان سره يوړل.

امير محمد، چې په پښه ټپي دى او اوسمهال د ميمنې په روغتون کې بستر دى، ډاکټران يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي.

همدارنګه د فارياب د ولايتي شورا رييس رحمت الله ترکستاني، د پښتونکوټ ولسوالۍ په غارتپه سيمه کې د دوو ملکي کسانو د وژل کېدو او يوه بل د ټپي کېدو پخلى وکړ او پژواک خبري اژانس  ته يې وويل: “همدا نن (د وري ١٣مه) طالبان د دې ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې يو بل تن هم له دولت سره د همکارۍ په تور وواژه.”

نوموړي دولت د طالبانو د داسې کړنو پر وړاندې په بې پروايۍ تورن کړ او ويې ويل، چې که چېرې مسوولين همداسې بې پروا پاتې شي، نورې پېښې به هم رامنځ ته شي.

له بلې خوا د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې پېښو کره راپور نه لري؛ خو د خلکو له خوا خبر شوى، چې طالبانو تېره ورځ په غارتپه سيمه کې يو ځوان له موټره کوز کړى او وژلى يې دى، همدارنګه يې يوه ښځه يې وژلې او د هغې کور يې لوټ کړى دى.

د فراه ولايت امنيتي چارواکو په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل، چې په دې اړه معلومات نه لري.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.