ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د ټولټاکنو کمېسيون د ځايي دفتر  ودانۍ جوړيږي

په اروزګان کې د ټولټاکنو کمېسيون د ځايي دفتر ودانۍ جوړيږي

author avatar
3 Apr 2012 - 18:26
په اروزګان کې د ټولټاکنو کمېسيون د ځايي دفتر  ودانۍ جوړيږي
author avatar
3 Apr 2012 - 18:26

ترينکوټ ، جلال اباد (پژواک ۱۵ وری ۹۱): په اروزګان ولايت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 د اروزګان مرستيال والي خدای رحيم د وري په ١٥مه، ددې ودانۍ د بنسټ اېښودلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټولټاکنو دفتر د ولسونو ځاى دى او په دې ودانۍ کې به د ولس په ګټه کا رکېږي.

 په دې ولايت کې د ټولټاکنو د ځايي دفتر مسوول عبيد الله عثماني وويل ،چې اوس مهال دوى په يوه کرايي کور کې فعاليت کوي او له ګڼ شمېر ستونزو سره  مخ دي.

د هغه په وينا، ددې ودانۍ په جوړېدو سره به يې د ځاى ستونزه هواره شي .

 عثماني وويل چې پر دې ودانۍ اته ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې دملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې ( يو اېن ډي پي ) لخوا ورکول کېږي او د يوه کال په موده کې به يې چارې بشپړې شي .

 د يوه بل خبر له مخې، په جلا ل اباد ښار کي د دولتي شاهي ويالې رغنيزې چارې پيل او د دوربابا ولسوالۍ د سور ګټ کلينيک ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

 د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل،چې له کابل سينده د جلال اباد ښار زړه ته رابېله شوې وياله ،چې ددغه ښار د سراج العمارت،امير شهيد او کوکب بڼونو ترڅنګ د جلال اباد شاهي ماڼۍ زينتي بوټي هم خړوبوي ، د پخولو چارې يې پيل شوې.

هغه زياته کړه چې ددغې ويالې د يوکيلو متر اوږدوالي چارې د ( يو ان هبيتات ) موسسي له لوري د ٦٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت ترسره کيږي،چي په جوړېددو سره به يې د يادو بڼونو د اوبخور ستونزې  هواري شي.

 د ننګرهار عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل،چې د دوربابا ولسوالۍ د سور ګټ کلينيک ودانۍ چاري له څلورو مياشتو وروسته بشپړې شوې.

شيرزاد وويل،چې د کلينيک دغه ودانۍ د امريکايي بيارغونې ولايتي ډلې په ٦٥ زره او اته سوه امريکايي ډالره بوديجه بشپړه شوه،چې په يوه پوړ کې لس خونې،د برېښنا سيستم او يوه پايه جنراتور لري.

 هغه زياته کړه ، چې د ودانۍ ترڅنګ ددوه سوه متره په اوږدوالي او د دوه نيم متره په لوړ والي ،د يوه ديوال چارې هم بشپړې شوې.

د دوربابا ولسوالۍ يوتن قومي مشر ملک صبور خان پژواک ته وويل،چې په سورګټ سيمه کې لس زره کورنۍ اوسيږي،چې په وينا يې په کلينيک کې يې د مسلکي ډاګټرانو له نه شتون سره سره د کافي درملو د نه درلودو ستونزه لري.

نوموړي له دولت او مرستندويه ټولنو غوښتنه وکړه،چې دغه کلينيک ته دې د درملو ونډه ور زياته کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.