ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې وسلوال طالبان ووژل شول

درې وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
10 Apr 2012 - 19:38
درې وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
10 Apr 2012 - 19:38

ميمنه (پژواک ٢٢ورى٩١): د فارياب ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې ٣ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې د ايساف له خوا د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي، په پېښه کې دوه تنه نيول شوي هم دي، چې د مولوي عزت الله په نوم د طالبانو سيمه ييز قوماندان هم په کې شامل دى.

سرچينه کاږي، چې مولوي عزت الله تېره اونۍ په فارياب کې په هغه ځانمرګي بريد کې په لاس لرلو تورن دى، چې له امله يې د درېيو بهرنيو سرتېرو په ګډون ١٦ تنه وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان شوي وو.

د پشتونکوټ ولسوال عبدالقدير پژوا ک سره په خبرو کې د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ زياته کړه، چې په دغه بريد کې ٣ وسلوال وژل شوي او درې نور د ايساف ځواکونو له خوا نيول شوي دي.

د يادولو ده چې دوه ورځې مخکې په ياده ولسوالۍ کې د ايساف له خوا درې وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور يې له ځان سره بوولي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.