ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ولايتي سياليو کې ننګرهار او کابل لوبې وګټلې

د کرکټ ولايتي سياليو کې ننګرهار او کابل لوبې وګټلې

author avatar
15 Apr 2012 - 17:38
د کرکټ ولايتي سياليو کې ننګرهار او کابل لوبې وګټلې
author avatar
15 Apr 2012 - 17:38

جلال اباد، کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د کرکټ  د ولايتي سياليو په لړ کې ننګرهار، بلخ او د کابل ولايت لوبډلې تخار ته ماتې ورکړه.

د کوچيانو د لوبډلې په ګډون د ٢٠ ولايتونو د لوبډلو د کرکټ ولايتي سيالۍ، اوس مهال په ننګرهار او کابل کې روانې دي.

نن د ننګرهار ولايت په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ننګرهار او بلخ ولايتونو ترمنځ د کرکټ يوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه.

د ننګرهار د سياليو يوه سمبالوونکي عبيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ٤٧ اورونو کې يې ٢١٣ مندې جوړې کړې او ننګرهار ته يې د ٢١٤ منډو هدف وټاکه.

هغه زياته کړه چې د ننګرهار له لوري فريد ملک او احمد شاه درې درې، نسيم قصاب دوه، باطن شاه او کامران يو يو لوبغاړى وسوځول.

د عبيد په وينا، د ننګرهار لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په درې څلوېښتم اور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

دى وايي، چې د ننګرهار له لوري لعل شاه ډېره ښه لوبه وکړه او سل منډې يې جوړې کړې، دغه راز احمدشاه هم پنځوس منـډې جوړې کړې.

لعل شاه د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه راز نن دويمه لوبه د کابل ښار د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د کابل او تخار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د کابل په بريا پاى ته ورسېده.

د کابل لوبډلې روزونکي حاجي عزيزالله پژواک اژانس ته وويل، چې د کابل لوبډلې په ٤٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٩ منډې جوړې کړې.

د هغه په وينا، ميرويس ځاځي ٤٠ او محمد ٣٤ منډې جوړې کړې او تخار له لوري يحيى د کابل درې لوبغاړي وسوځول.

نوموړى وايي، چې د تخار لوبډله په ٢٨ اورونو کې په ١١٠ منډو وسوځېدله او لوبه د کابل په بريا پاى ته ورسېده.

د کابل له لوري محمود او قادر څلور څلور لوبغاړي وسوځول.

محمود د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.