ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترافیکي پېښه کې د ښځواوماشومانوپه ګډون ۱۷ تنه ټپیان شول

په ترافیکي پېښه کې د ښځواوماشومانوپه ګډون ۱۷ تنه ټپیان شول

author avatar
14 Dec 2012 - 16:41
په ترافیکي پېښه کې د ښځواوماشومانوپه ګډون ۱۷ تنه ټپیان شول
author avatar
14 Dec 2012 - 16:41

غزني ښار(پژواک ،۲۴ لیندۍ ۹۱) دکابل- کندهار پر لویه لاره غزني ښار ته څېرمه د روضې په سیمه کې د۳۰۳ ډوله موټردټکرله امله ۱۷ تنه ټپیان شول.

 دغزني دترافیکومدیرمحمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن غرمه مهال د روضې په سیمه کې دوه ۳۰۳ ډوله موټرله یوبل سره وجنګېدل.

 نوموړي دغه ټکرد موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ اود سړک د یخوالي له امله وباله.

بلخوا یوه عیني شاهد محمدجان پژواک ته وویل: ((کله چې دوه ۳۰۳ ډوله موټرله یوبل سره وجنګېدل، نو نور دوه موټرهم راغلل او له دغوموټروسره وجنګېدل.))  

نوموړی وايي، چې نور دوه موټرپر سړک  وښوېيدل او وروسته له دغوموټرو  سره وجنګېدل.

 دغزني د ولایتي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت وايې، چې دوی ته دپېښې له ځایه ۱۷ تنه ټپیان وروړل شوي ، چې په کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

دده په خبره، په ټپیانوکې ددرېیو تنو روغتیايي حالت نازک دى او که يې غزني کې درملنه ونه شي، نو دوی به کابل ته وليږي.

د يادونې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم دکابل -کندهارپر لویه لاره دغزني په اب بند ولسوالۍ کې د۳۰۳ ډوله او ټیلر د ټکر له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي و .

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.