• درى
  • English
  • پښتو

User login

To prevent automated spam submissions leave this field empty.
MENU
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • دولت او سياست
    • امنیت او جرمونه
    • سوداګري او اقتصاد
    • ښوونه او روزنه
    • روغتیا
    • کرنه
    • بیا رغونه
    • کډوال
    • پېښې
    • دین او کلتور
    • ټولنه
    • ښځې
    • نوښت او ټکنالوجي
    • چاپېريال ساتنه
    • لوبې
    • اطلاعات
  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • ګډون
f t g y r

لټون

وروستي خبرونه

  • ننګرهار کې د څه باندې ۷۳ ميليونه افغانيو په لګښت روغتيايي مرکزونه جوړېږي
  • افغانستان د کرکټ په دويمه شل اووريزه لوبه کې ايرلينډ ته ستره ماتې ورکړه
  • څېړنه: څه باندې ۹۰ سلنه مرکه شوي د سولې ټینګښت ته لومړیتوب ورکوي
  • ولسي جرګه د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته له نوو غړو سره کار پیلوي
  • محب: حکومت په ولایت د یو شمېر ولسوالیو د بدلېدو د جوړښت په تغییر تمرکز لري
  • د سرپل ځينې تاریخي ابدې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي
  • "اروزګان کې لسګونه پوليس او نظامي وسايط د نامسوولو کسانو خدمت کې دي"
  • چارواکي: ميدان وردګو کې ١٢ طالبان او ٥ ملکي وګړي وژل شوي
  • پروان کې د ګونګیانو او کڼو اووه کسیزه کورنۍ له اقتصادي ستونزو ځورېږي
  • مزار ښار کې د سمنک مېله جوړه شوه

د پژواک خدمتونه

د ويډيو څانګه

کابل نوی ښار ګلفروشي کوڅه د فبروري ۱۴ د مينانو نړيواله ورځ

نورې ويډيوګانې

د انځورونو څانګه

Previous وقفه وړاندې

نور انځورونه

غږيزه څانګه

  • Pajhwok- Audio Mines Gold Report - Afghanistan mineral and extractive industries news portal.mp3

نور غږونه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

نور غږونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

Media Release
Media Release
د سولې د روانو هڅو په اړه د افغان سمون ټولنې دریځ
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمن د سولې خبرو اترو په ھکله د افغانستان د خلکو د محور
د ولسمشریزو ټاکنو د روان بهیر او د نظام د بدلون د ګونګسو په اړه د افغان سمون ټولنې اعلامیه
نور خبرونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Click Here for more information

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
 
 

خبر شريک کړئ

پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ

د افغانستان لنډه پېژندنه
د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
د ۱۳۹۰ کال پارلمان و پېژنﺉ

د ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواک ژوندليک

افغان نامتو شاعر، عالم او سياست پوه  مرحوم استاد عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى په ١٢٩٨ هجري لمريز کال کې نړۍ ته سترګې وغوړولې.

د پوهي او ذکاوت  نښې د کوچني والي څخه د عبدالرحمن ( استاد پژواک ) په څيرې کې ښکاريدې، نوموړي خپل لومړني زده کړې د خپل پلار څخه چې د خپل وخت مشهور عالم او فقيه وو، او همدارنګه د خپل مشر وروو قاضي حفيظ الله په خپل پلارنۍ ځاى کې  چې د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د باغباني په کلي کې پروت دى، زده کړې او مخکې له دې چې د باغباني کلي ته نږدې د ( مطلع دانش ) ابتدائيه ښوونځي کې شامل شي، د لومړني پوهې او سواد د نعمت څخه برخمن وو.

عبدالرحمن پژواک په دغه ښوونځي کې د دو کلونو زده کړې څخه وروسته دې ته اړ شو چې د خپل پلار او کورنۍ سره د خو ګياڼيو کږې ته ځاى بدل کړي ، ځکه د نوموړي پلار د هغه ځاى د محکمې مسووليت په غاړه واخيست. قاضي عبدالله څه موده وروسته  د کابل مرافعه محکمې ته تبديل شو.

د کابل د ده افغانانو په سيمه کې يو لوى کور واخيست او د خپل کورنۍ سره يې هلته په اوسيدو پيل وکړ. عبدالرحمن پژواک د حبيبې په ليسې کې شامل شو. هلته يې خپل  زده کړې په بريا سره مخ ته وړي او همدارنګه  شعر او ادبياتو ته د ده د تلوسې او استعداد له امله  د حبيبې ليسې په کنفرانسونو کې يې خپل شعرونو او مقالې لوستلې او همدراز د ليسې د فوټبال د لوبدلې د ځلانده ستوري په توګه پيژندل کې دى.

نوموړي د ليسې د دورې څخه په برياليتوب څخه د پاى وروسته  د وخت په يوازېني فاکولتې کې چې د طب په رشتې کې وه، د دوو کلونو لپاره زده کړه وکړه.  په دې وخت د نوموړي پلار چې په ستره محکمې کې يې د تميز د رييس په توګه دنده ترسره کوله، د زړه د دريدو ( قلبي سکته ) له امله مړ شو.

د پلار ناڅاپي مرګ د نوموړي په کورنۍ  او د هغوى د ژوند په څرنګوالي او ارامتيا باندې ناوړه او ژور اغيز وکړ. څرنګه چې د استاد پژواک مشر ورو  په شمال کې د قاضي په توګه د دندې پرمهال ووژل شوى وو، استاد پژواک د کورنۍ د مشر زوى په توګه د پلار د مړيني وروسته د کورنۍ  سرپرستي په غاړه واخيستله.  خپل وړونو ته  د ښه تربيې او د کورنۍ نورو غړو ته د ښه څارنې له امله اړ شو  چې تحصيل پريږدي، په کابل کې يې خپل پلارنۍ کور  وپلورل او د کورنۍ ماشومان او ښځې يې بيرته باغباني ته واستولې.

استاد پژواک د خپل استعداد څخه په ګټې اخيستې سره  عملي کار يې د وخت د مطبوعاتو په خپلواک  رياست کې  لومړى د ژباړن په توګه او وروسته په نورو  د مسووليت څخه ډک دندو کې پيل کړ.

د مطبوعاتو په خپلواک رياست کې د دندو د ترسره کولو پرمهال  په شعر، ادب او اړونده مطبوعاتي چارو کې  د استعداد له امله ، نوموړي د چارو د مسوولينو پام څان ته راوګرځول. نوموړي په لومړيو کې په خپل اثارو کې ( وفا ) او وروسته (ارمانجن ) تخلص درلود ، خو بالاخره  د (پژواک ) د تخلص په ټاکلو سره په په رښتيا سره د بشري کتلې او افغاني ټولنې د لوړو ارمانونو د غږ انعکاس ورکونکى وګرځيد.

په دواړو پشتو او دري ژبو  د استاد عبدالرحمن پژواک شعرونو او نور اثار د هيواد د خپرونو د ښکلا لامل وګرځيد او شاعرانو او اديبانو په مقام کې چې وروسته ټول د ده ملګري او علاقمندان وګرځيدل، ښه او لوړمقام  ترلاسه کړ.

استاد پژواک په ١٩٤٦ ميلادي کال کې په لندن کې  د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتي او کلتوري اتشې په توګه وګمارل شو، د لوموړي ځل لپاره يې د هيواد نه بهر په سفر او مطالعې پيل وکړ، د ديپلوماتيک په برخه کې د کار سره اشنا شو او  په هماغه ځاى کې  يې په انګليسي ژبه د افغانستان او د پشتونستان د ټاتوبي  د پيژندنې په اړه  اثار خپاره کړل.

نوموړي د دغه ماموريت په دوره کې د سکاتلند د ادنبرې په پوهنتون کې د ژورناليزم او نړيوالو اړيکو په رشتې کې خپل تحصيلات مخ ته يوړول.

استاد پژواک د سفارت د مقام سره د نظر د اختلاف له امله د خپلې دندې څخه استفعا وکړه  او د کار او کارګر د نړيوال دفتر د مطبوعاتو په شعبې کې شامل شو. د يو کال خدمت وروسته په  ١٩٤٧کال کې په واشنګتن کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي اتشې په توګه وګمارل شو.

د ( ١٩٤٨ – ١٩٥٠ ) کلونو ترمنځ  د هغه ځاى څخه بيرته د مطبوعاتي او کلتوري اتشې په توګه په لندن کې د افغانستان سفارت ته تبديل شو، خو څه موده وورسته د دغه دندې څخه هم استعفا وکړه او وطن ته راستون شو او يو څه وخت يې د دندې د درلودو نه پرته تير کړ او په ١٩٥٣ کال کې د بهرنيو چارو په وزارت کې وګمارل شو.

استاد پژواک د هغه وزارت د بيلا بيلو شعبو په چارو کې دښايستګۍ او لياقت ښوودلو له امله د سياسي عمومي مديريت د مقام  لاسته راوړلو ته بريالى شو.

استاد پژواک د دغه مهم  مقام په لاسته راوړو سره وکولاى شول د غير منسلکو هيوادونو په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګډون وکړي چې کولاى شو  په ١٩٥٥ ميلادي کال کې د اندونيزيا په باندونګ کې د غير منسلک هيوادونو د مشرانو په لومړني کنفرانس چې دى هم د افغاني پلاوي غړى وو، او کنفرانس په ترڅ کې د انسلاک د نشتوالي اساس هلته کيښودل شو او افغانستان هم د هغه د بنسټ  جوړولو د غړي په توګه وپيژندل شو، يادونه وکړ. 

استاد پژواک په ١٩٥٨ کال کې  لومړى د وزير مختار په توګه او وروسته  په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازى او لوى سفير  وټاکل شو او نيويارک ته واستول شو.

نوموړي د څوارلسو کلونو لپاره  د دغه  کرسۍ دندې د ښو  برياليتوبونه سره مخ ته يوړول.  نوموړي په نړيوالو چارو کې کم نظير اهليت او کفايت وښود او په ملګرو ملتونو کې د با اعتمادو او ځلاندو څيرو څخه وپيژندل شو. له همدې امله د افغانستان د لوى سفير په توګه د خپل ماموريت پرمهال، نورې مهمې او زياتې دندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنيت د شورا په تاييد سره  ده ته سپارل شوي وې.

د بيلګې په توګه:

١- د سويلي ويتنام د ستونزې د حل لپاره د ځانګړې کميټې مشر

٢- د ملګرو ملتونو د منشور د بيا څيړلو د کميتې مشر

٣- د ملګرو ملتونود بشري حقونو د کميسيون مشر

٤- د ناميبيا په چارو کې د عمومي اسامبلې د ځانګړې ناستې مشر

همدارنګه استاد پژواک په ١٩٦١ کال کې په بلګراد کې او په ١٩٦٤ کال کې په قاهره کې  د غير منسلکو هيوادونو د مشرانو په دوو مهمو کنفرانسونو کې د افغاني پلاوي د غړي په توګه ګډون کړى دى.

استاد پژواک  د سياسي  برجسته ګۍ پر بنسټ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د نورو غړو هيوادونو د استازو ترمنځ د باور له امله د ( ١٩٦٦- ١٩٦٧ ) کلونو ترمنځ  د دغه سازمان د ٢١ مې عمومي غونډې د مشر په توګه وټاکل شو چې د دغه مقام لاسته راوړل  په نړيوالې ټولنې کې د ده خپل او د هيواد د وياړ وړ وګرځيد.

د عمومي اسامبلې د رياست په دورې کې استاد پژواک  د ځينو بيړنيو غونډو رياست چې د عربو او اسراييلو تر منځ جګړې نړيواله وضعه تربل هر وخته تريخه کړې وه، هم په غاړه درلود.

د امنيت د شورا ټولو غړو او  پرمختللو هيوادونو  استازو ، استاد پژواک د راتلونکي سرمنشي مقام ته تر ټولو ښه کانديد باله او دهغه عملي کيدل  کې د کومې انديښنې نه پرته وړاندوينه کوله.

استاد پژواک په ١٩٧٢ کال کې په لويديځ المان کې د سفير په توګه او د ١٩٧٣ – ١٩٧٦ کلونو ترمنځ کې په دهلي کې د سفير په توګه  او وروسته يې په لندن کې د هيواد د سفير په توګه دنده ترسره کړه.  په دهلي کې د خپل ماموريت پرمهال يې لاندې مهمې دندې ترسره کړي دي:

١- په الجزاير کې د غير منسلکو هيوادونو د مشرانو  په کنفرانس کې د ولسمشر ځانګړى استازى او د افغاني پلاوي مشر ( ١٩٧٣ )

٢- په پاکستان کې د اسلامي هيوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د ولسمشر ځانګړى استازى او  د افغاني پلاوي مشر ( ١٩٧٣ )

٣- په کولمبو کې د غير منسلکو هيوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د افغاني پلاوي غړى ( ١٩٧٧ )

استاد پژواک د غويې د اوومې د خونړي کودتا ( ١٩٧٨ ) سره او دشوروي اتحاد د متجاوز ځواک لخوا د هيواد د اشغال د مقدمې سره په لندن کې د سفارت  د مقام څخه استعفا وکړه ، کابل ته د راتګ سره سم د نور محمد ترکي  د رژيم لخوا په کور کې ترڅارنې لاندې ونيول شو.

ارواښاد استاد پژواک د وخت د دولت د رييس ببرک کارمل په تينګار سره په يوې ليدنې کې چې د نوموړي سره يې درلود، د هغه د ((جبهه ملى  پدر وطن ))  سره د همکارۍ څخه يې ډډه کړې وه.

په همدې وخت کې وو چې داستاد پژواک ناروغي سخته شوه او دنس وينه بهيدنه ورته پيدا شوه.

ده د معالجو ډاکټرانو له ټينګار او توصيې له امله ډهلي او لندن ته په تللو اړ شو (١٩٨٠) ،استاد پژواک له عمليات اونسبي روغتيا وروسته بيرته کابل ته راغى او دهيوادد ازادۍ او دحقونو دبيا تر لاسه کولو او دهغه دبرخليک دټاکلو په لاره کې له ممکنه او پټو لارو څخه په فعاليت لاس پورې کړ چې ديوشمير دوستانو او ځوانانو په مرسته يې په پټه (( دبشر دحقونو ټولنه )) جوړه کړه .

په خواشينۍ سره چې داستاد پژواک ناروغي بيا هم مخ په خرابيدو شوه او په( ١٩٨٢) کال کې ددرملنې او دکمونستي نظام پرضد دمبارزې لپاره ډهلي ته ولاړ او دډهلي په اشوکا هوټل کې يې ديوې خبرې غونډې په جوړولو سره دشوروي ځواکونو له خوا دهيوادله نيولو سره خپل ضديت څرګند کړاودملګرو ملتونو له سازمان څخه يې سياسي پناه وغوښته .

ارواښاد استاد پژواک له يولړ درملنو وروسته ، دافغانستان دمسلمانو او ازادي غوښتونکو خلکو دبرحقه جهاد څخه دملاتړ دترلاسه کولو او له يوشمير افغاني شخصيتونواو نورو مراجعو سره دخبرو په موخه المان ته ولاړ .

په لويديځ المان کې دپاکستان سفارت دخپل هيواد په لارښوونه ، استاد پژواک ته بلنه ورکړه ترڅوخبرو اترو او دافغانستان قضيې ته حل دلارې دموندلو لپاره دپاکستان حکومت دقدرمن ميلمه په توګه هغه هيواد ته ولاړشي ، استاد پژواک ځنډ ونکړاو پاکستان ته ولاړ .

په پاکستان کې له درې مياشتنۍ استوګنې او خبرواترو وروسته ، يو ځل بيا له افغانانواوملګرو ملتونو سره دمفاهمې لپاره اروپا او امريکا ته ولاړ او بيا پاکستان ته ستون شو(١٩٨٣)او په سياسي فعاليتونواو جهادي رهبرانو، قوماندانانو، قومونو او قبايلو له مشرانو ، پوهانواو ژورنالستانو  سره يې مخامخ اړيکي نورې هم زياتې اود ( دمجاهد ولس په رسنۍ  ) او نورو جرايدو  اودمرکو په ترسره کوو او مقالو په ليکلو سره يې مجاهدين په نظامي او سياسي جبهو کې ديووالي دنشتوالي خرابو او ناوړه پايلو ته ځير کول .

لکه څرنګه چې دپاکستان حکومت داستاد پژواک دغه ګټورې کړنې دخپلو ګټو او طرح شويو پلانونو سره په ټکر کې وليدل ،له يوې مودې وروسته يې دپيښور په حساسه سيمه کې داستاد پژواک استوګنه ونه شوه زغملى اوپه رسمي ډول يې هغه (نا مطلوب شخص )اعلان کړترڅو ژر تر ژره دپاکستان خاوره پريږدي او دوتلو تر وخته يې استاد پژواک په خپل کور کې تر سختې څارنې لاندې ونيوه . هغه په پاى کې دملګرو ملتونو دپناه اخيستونکو ددفتر په منځګړيتوب امريکا ته ولاړ.

ارواښاد استاد پژواک په نيويارک کې دژنيو دسولې مذاکرات چې په هغه کې مجاهدينو ته دګډون حق نه وو ورکړل شوى، دمعقولو دلايلو په وړاندې کولوسره رد کړ اودملګروملتونو دسازمان دپنځه فقره اييز پلان په مقابل کې يې دافغانستان دخلکو دلوړو مصالحو دساتنې له پلوه يوبل عادلانه پلان ترتيب او دملګروملتونو سازمان ته يې وسپارې.

ارواښاد استاد پژواک ، له يو لړ فعاليتونواو او درملنې وروسته دمسافرت د ويزې په ترلاسه کولو سره يوځل بيا د١٩٩١کال په لومړيو کې دافغانستان په اړه په يوسيمينار کې دګډون لپاره پاکستان ته ولاړ.

استاد پژواک ، دافغانستان دخلکو دبرحق اوملي جهاد له پيل څخه په دې اند وو چې افغاني مبارز شخصيتونه اورهبران داسانتياو له برابريدو سره سم ، دهيواد دننه دخپلو جهادي اوسياسي فعاليتونو دپرمخ بيولو لپاره يو واحد مرکز وټاکي اوپه هغه کې  ميشت شي.

ددغه ټينګار او هڅې اصلي موخه دا وه چې دجهاد له برياليتوب او دکمونستي نظام له ړنګيدو دمخه ، مجاهدين وکړاى شي واحد سياسي او اداري  تشکيلات جوړ کړي تر څو وروسته دبيلابيلو تنظيمونو ترمنځ سياسي خلا او دټکر زمينه برابره نشي چې پايلې به يې خلکو او هيواد ته ډيرې دردونکې وي . 

دپورتنې مفکورې او نورو ارمانونو دپلې کيدولپاره ارواښاد استاد پژواک اروپا ، امريکااو پاکستان ته له پر له پسې مسافرتونواو دافغانستان دخلکو دزړور او ازادي غوښتونکي  جهاد دبيلابيلو سړو او تودو پړاوونو له مطالعې وروسته ، پريکړه وکړه چې د(١٩٩١)کال په لومړيو کې پاکستان ته سفر وکړي او په پيښور کې چې هيڅ کله يې هغه دبيګانه قلمرو په توګه نه پيژانده، ميشت شي.

  داستاد پژواک داستوګنې ځاى يوځل بيا د مجاهدينو، پوهانو،کورنيواو بهرنيو خبرنګارانو اودهيواد د يو زيات شمير خلکو دليدنو او کتنو ځاى شو.

د ګاونډيو او نوروبهرنيو هيوادونوله چل نه ډکې لاس وهنې ، دافغان برابرو او وروڼو توکمونو تر منځ د تفرقې رامنځته کول او دکورنيو خواشينونکو جګړو دوام چې دزرګونو هيوادوالو دظالمانه وژنو او دکابل دتاريخي ښار  او دهيواد دنورو برخو دويجاړيدو لامل کيده ، استاد پژواک يې له روحي او جسمي پلوه ځوروې چې ده خپله  دغه کرکه او ځورونه دخپل له وياړه ډک ژوند تر وروستيو شيبو پورې په  مرکو ،ليدنو، شعرونواو ليکنو کې څرګند کړى دى .

کله به چې استاد پژواک  په سفر او يا حضر کې کوم شعر او يا اثر وليکې، دهغه ځانګړې خصلت له مخې چې درلوده يې هغه به يې خپل کوم دوست او دکورنۍ غړي ته وسپاره . نو له دې امله داستاد پژواک کوم منظوم او يا منثور اثرونه چې تراوسه په انفرادي او ياټوليز ډول چاپ شوي دي دهغه ددوستانو او يا دکورنۍ دغړو دهڅې او هاند له امله دي . په خواشينۍ سره چې دژوند ترپايه  هغه ان دخپلو اثارو په راټولولو هم اقدام ونکړ.

دارواښاداستاد پژواک اثار له هغه څخه ډير زيات دي چې تر اوسه چاپ شوي دي او په انګليسي ، فرانسوي ، عربي او روسي ژبو يې يو شمير اثار ژباړل شوي او خپاره شوي دي .

ارواښاد استاد پژواک ډير لوړ  او ددرناوي وړشخصيت درلود په قول کې يې وفا په دوستي کې ټينګ او دحقيقتونو په ويلو کې دلهجې روښانتيا او بې نظيره جرئت درلود.

استاد پژواک زړه راښکونکې څيره درلوده او له طنز او ټوکو څخه ډک مجلس به يې کاوه ، د خپل نفس په لوړتيا او لوړ همتي  کې ديو کلک غره په شان وه، دژوند په  چارو کې يې هيڅ ډول تعصب او تکلف نه درلود. هيواد او هيوادوال پرې ډير ګران وه او درناوى يې ورته کاوه . دهيواد سترو مصالحو ته يې په هرڅه لومړيتوب ورکاوه، مادياتو ته يې تمايل نه درلود، او ان تر دې چې خپل ځان ته يې کومه سرپناه هم جوړه نکړه او ويې نه منله چې ورته يې جوړه کړي . 

استاد پژواک دخپل هيواد اوبې کوره  هيوادوالو له درد برسيره ،له دوامداره ناروغۍ څخه هم رنځيده او په وروستيو کې يې هغه ډير ناتوانه کړى وو. دهغه په روح او روان يوه 

بله ستره ضربه دهغه دګرانې ميرمنې دزړه سکته او مړينه وه چې د١٣٧٤کال دوري په دريمه يعنې داستاد له مړينې څخه پوره دوه نيمې مياشتې وړاندې په پيښور کې رامنځته شوه، استاد پژواک دجسمي ضعف سره سره دخپلې ميرمنې دمرګ له ليدلو څخه خپله انديښنه په لاندنې في البديهه رباعي کې داسې څرګنده کړه چې دهغه وروستۍ خوږې شعري کلمي ګڼل  کيږي .

اى همسر با وفا رفيق جاويد

رفتى زجهان تيره، ترس و اميد

داغت نتوان زدود از لاله ، دل

تا ماه بود در آسمان و تا بد خورشيد

استاد پژواک ، د١٣٧٤هجري لمريز کال په ١٨مه دپنجشنبې په سهار ، د١٩٩٥زيږديز کال دجون دمياشتې  ٨مه نيټه چې داسلامي نړۍ له وير اوماتم يعنې دعاشورا له ورځې سره سمون خوري، دشپږ اويا کلنۍ په عمر له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې . _ انا لله و انا اليه راجعون)

دنوموړي جنازه دغبرګولي په نولسمه دجمعې په ورځ دهغه له وصيت سره سم دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ دباغباني په کلي کې  دهغوې په پلارنۍ هديره کې دبيشماره جهادي قوماندانانو،دختيځو ولايتونو د شورا داستازو، عالمانو، شاعرانواو نورو منسوبينو او مينه والو په حضور کې خاورو ته وسپارل شوه .

داستاد عبدالرحمن پژواک دمړينې خبرپه ډيرلږ وخت دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دخلکو غوږونوته ورسول شو او دهغه دافغاني او غير افغاني دوستانو تر منځ يې ډيره زياته اغيزه وکړه .

په نيويارک کې دملګرو ملتونو په سازمان کې ديوې غونډې په ترڅ کې چې په هغه کې سرمنشي اوغړو هيوادونو ټولو استازو ګډون درلود، دارواښاد استاد پژواک دمړينې له امله خواشيني څرګنده شوه او دهغه دستر شخصيت په درناوي اوپه نوموړي  سازمان کې دهغه دسترو خدمتونو له امله او له هغه سازمان څخه دهمدردي پيغام هم صادر شو.

د پژواک د بنسټ ويب پاڼه: www.pazhwakfoundation.com

يادونه :

پژواک خبري اژانس  که څه هم دارواښاد استاد عبدالرحمن پژواک له کورنۍ سره کومه اړيکه نلري ، خو دغه اژانس ټولو افغانانو په ځانګړې توګه وتلو اونامتو افغانانو ته درناوى  لري .

دهغه ځانګړي ارادت له مخې چې دغه اژانس يې استاد پژواک ته لري ، دهغه لنډ ژوند ليک او دسياسي او علمي فعاليتونو اړخونه يې خپاره کړي دي .

پژواک په پښتو اودري لغت کې دانعکاس په نامه دى . دغه اژانس ته ددغه نوم دټاکلو لامل ، دخلکو دغږد انعکاس  اصل ته زموږ دژمنې ښکارندوى  او داستاد عبدالرحمن پژواک ملي ، علمي ، سياسي او ادبي شخصيت ستر مقام ته درناوى دى .

د ( الماس ناشکن ) د کتاب څخه اقتباس او تلخيص

دانش کړوخېل

د پژواک خبري اژانس رييس او دامتياز خاوند

  • 16698 reads

اعلانونه

Advertisement

About Us  |  Contact  |  Subscribe  |  Terms of Use  |  Google+

  • درباره ما
  • تماس-با-ما
  • اشتراک
  • شرايط استفاده از خدمات
  • زموږ په اړه
  • اړيکه
  • ګډون
  • خدمتونو-شرايط