ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
2 Jun 2018 - 08:46
author avatar
2 Jun 2018 - 08:46

 د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په اسلام‎اباد کې له خپل پاکستاني سیال ناصرخان جنجوعه سره د هغه سند پر عملي پلان خبرې وکړې چې د سولې او پيوستون په موخه د دواړو هېوادونو د چارواکو د تېرو کتنو او ملاقاتونو په پایله کې طرح او جوړ شوی و. په دې مهمه  لیدنه کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم حضور درلود. د سولې او پيوستون په سند کې له ترورېزم سره مبارزه، امنیتي او سیاسي همکاري، د سولې او پخلاینې بهیر، ګډه اقتصادي پراختیا، د تاوتریخوالي راکمول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې مهم موارد دي.

د افغان حکومت د لوړپوړي امنیتي پلاوي سفر د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په اوسني وخت کې پاکستان په کوردننه له سیاسي بې ثباتۍ سربېره له نړیوالو اقتصادي او سیاسي فشارونو سره مخامخ دی چي له امله يي د پاکستان پولي واحد ارزښت مخ پر ځوړ روان دی. له بلې خوا پاکستان چې یوه زراعتي هېواد دی د تولیدي محصولاتو لپاره يي افغانستان تر ټولو ښه بازار و. په دې برخه کې افغان حکومت د خپلو اقتصاد محوره سیاستونو له مخې ځيني اقدامات وکړل چې د خپلو اړتیاوو لپاره نورې بدیلې لارې پيدا کړي او پر پاکستان اقتصادي اتکا کمه شي.

له دې سره جوخت د پاکستان حکومت تر واکمنۍ لاندې، مېشت پښتانه چې د دې هېواد یوه لوه برخه اوسېدونکي دي، د پاکستان نظام له دوه مخي او ناړه چلند څخه څخه ناخوښۍ دي او په دې هېواد کې يي بې ساري احتجاجونه راوباسل چې ساري يي نه لیدل کيږي. دغو مدني حرکتو د پاکستان نظام وننګاوه او پوځيان يي اړ کړل چې په قبایلو سیمو کې د پښتنو پر وړاندې په خپل چلند کې  بدلون راولي.

له بلې خوا  افغان حکومت او نړیوال متحدین ‎یې له هغې ډلې امریکا، پاکستان په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو مسؤل بولي. پر پاکستان د امریکا دا نیوکې د دې لامل شوې چې اسلام آباد له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د امریکا متحدو ایالتونو له لویو مالي بستو هم بې برخې شي.  دا نړیوال فشارونه د دې سبب شوي چې پاکستان له نړۍ سره په  اقتصادي معادلاتو کې هم ګوښی شي. 

هیله دېره ده چې پاکستان پر خپل نظام دغو فشارونو ته په کتو حد اقل خپلو خلکو ته د قناعت په خاطر داسې عملي اقدامات وکړي چې په هغه کې افغان حکومت هم د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په لار کې خپل شریک او متحد وګڼي.

وړاندې له دې هم په افغانستان او پاکستان کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په لوړه کچه ورته ناستې جوړې شوې خو دا ځل يي توپیر په دې کې دی چې افغان حکومت د یوه سند له مخې چې په هغه کې د دواړو غاړو د عملي اقدامات لپاره حدود او زماني واټن ټاکل شوی، خبرې کېږي. معلومه نه‎ده چې د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران څومره د سولې او پیوستون د عمل پلان په تطبیق سلا شوي خو هېله شته چې د یوه سند له مخې منظمې خبرې او ډيالوګ د دې لپآره زمینه برابره کړي چې ځيني ابهامات او اندېښنې برطرفه او د باور فضا لپاره لار پرانیستل شي.

پاکستان ته د افغان لوړپوړي امنیتي پلاوي سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي د ملي امنیت شورا مشارو محمد حنیف اتمر په تېرو څو میاشتو کې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د عملي همکارۍ د ترلاسه کولو په تړاو، سعودي عربستان چین، امریکا، المان، روسیې او ځینو نورو هېوادونو ته رسمي سفرونه وکړل چې بې له شکه دا سفرونه به پر پاکستان د نړۍ د فشار زیاتېدا په برخه کې بې اغېز نه وي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.