ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 Sep 2015 - 18:01
author avatar
1 Sep 2015 - 18:01

پاکستان له جوړېدو بیا تر ننه د خپلې پیدایښتي ناروغۍ له کبله نړیوالو، ګاونډیانو او هر افغان ته وښوول چې  سیاست یې تل له کرکې او دښمنۍ سره همغاړی وو او دی، لا د پاکستاني واکدارانو سر په سر درواغو هر افغان په دې پوه کړ چې  د پاکستان  د دښمنۍ اصلي موخه د ډیورنډ کرښه نه ځینې نورې نا ویلې هم لري.

دخبرې دښه پخلي لپاره یو ځلې د پاکستان له جوړونکي پوښتو چې تا پاکستان دنړۍ د کومې اړتیا لپاره نقشه او جوړکړ؟ دا زوړ استعمارګر به هرو مرو درواغ  ووایي، ځکه د دوی له نظره په سیاست کې درواغ روا وي. خو تاریخ ګواه دی چې دا ملک په (۱۹۴۶) زيږديز کال معنى یو کال د مخه د پاکستان تر رسمي اعلانیدو په انګلستان کې د هغه وخت دبرتانوي واکدار په نوښت  دجنډې او فارسي ملي ترانې، له خوښونې وروسته د نړۍ او د هندوستان د ټولو اوسیدونکو له خوښې اوغوښتنې پرته یوازې د استعماري کرغیړنو پلانونو په سرکې  د افغانستان او هندوستان څخه دغچ اخيستو اوپه اوږد مهاله کې بیا د لوټمار د منګلو د ټنګیدو لپاره، د کاغذ پرمخ  پاکستان، خو په اصل کې  د انګریزي جاسوسانو پټنځای جوړ او په (۱۹۴۷ ) زيږديز کال یې دنیا ته ور وپیژانده. دا  نوی ملک  له تنه دومره ناروغه وو چې په لومړي سر کې  ټولو ملکونو  نړیدلی  باله  خو انګریز  د خپلي اړتیا له کبله دا د فساد کور تر ننه په سیاسي تعویزو او خیراتو ژوندی او د ورانکاریو لپاره یې په نړیواله کچه  تر ځان هم  ظالم او په درواغو ګړندی جوړ  وساته . په بدل کې پاکستاني سیاستوالو نمک حرامي ونه کړه. د انګریز په خوښه یې څو ځلې پر هندوستان حملې وکړې چی په دې ډول یې خپل بادار ته د ښه نوکرۍ ثبوت، ځانته د ماتې پیغور او پاکستاني بې ګناه وروڼو ته د سر او مال لوی زیان واړاوه. لا د دې جنګو له تاوه  پاکستان تقسیم او بنګله دیش جوړ شو. خو بادار د خپلې  کرکې  نه موړ او نه سوړ شو. دا ځلې یې له نړۍ سره د لویې خطا په کولو پاکستاني واکدارو ته وویل :د هندوستان د ورانیدو لپاره کور دننه مذهبي ډلې جوړې او په اسلحې سمبالي کړئ .نوکر تر دې هم  ګام غټ کړ. پرخپلو مذهبی ډلو یې برسیره د نړۍ دګوټ کوټ څخه ترورستان را ټول، چین او افغانستان ته نژدې د پښتنو اوبلوڅو په سیمو کی کوربه کړل. چی نن  په  افغانستان،هند ،چین او ټولې سیمې کې د هغو  ترورستي ډلو د ناورین له کبله کوم چې د پاکستان په بلنه را غونډ شوي، روزل شوي، سمبال او لیږل شوي  اسلامی او غیر اسلامي ملکونه په ویر ناست دي.

 له دې پیژنګلوۍ وروسته که بیا هم وایو چی د پاکستان دښمني زموږ سره د ډیورنډ پر کرښې ده  دا به  هرو مرو د پاکستان په ګټه د خبرو کوږ والی وي. ښه داده چی ووایو: که چیرې افغانستان د ډیورنډ کرښه اوهندوستان د کشمیر مسله نه درلودای، نو نن به موږ بیا هم تر اوسني ګاونډي ښه ګاونډی او نړۍ به تر اوسني چټلستان ښه پاکستان نه درلودای دا هرڅه موږ او نړیوالوته په ډاګه شوي چې پاکستان په کړو وړو کې خپلواک نه دی.                               

اوس چی خبره سپینه ده نو له دې پنجاپي جعلي وروره د خلاصون اسانه او بې شره لار څه ده ؟ زما له نظره په اوسنيو شرایطو کې چې زموږ ملک د نړۍ له ټولو هیوادونو سره نیکې اړیکې او پخې تجارتي لارې لري ، پاکستاني  وړو،غټو،  خوږو، ترخو  سپینو او رنګه  ټولو شیانو ته د (نو ) ځواب ویل لا په کلکه  د ملت او دولت له اړخه د دې ملي غوښتنې ملتیا او په عمل کې د ملک او هیواد والو د ژغورنې لپاره  پاکستانی هر څه له بندره زموږ تر لرې کیږدي په کلکه  بندول او  دا د جنګي  ملک زهر لرونکی هر څه  بې له ځنډه  د موندلو پر وخت ځای پر ځای د دولت او ملت له خوا سیزل به هرومرو دا ترنګلي حال ته بدلون ورکړي. ځکه  پاکستان هغه ملک دی چی هرڅه له نړیوالو معیارونو پرته جوړوي. خو بې له افغانستانه په بل ملک کې پاکستاني خوراکي او نور ډیر جوړ شوي شیان رانوونکي هیڅکله نه لري، ټول زاړه دي که وراسته له کیفیت ضرر رسونکي دي او که یو مخ وژونکي  دا هر څه هره ورځ لږ تر لږه په دوه زره لارۍ موټرو کې  څه دپاسه لس زره  قلمه له خالو تر کالو، له اوړو تر چوشکي او پوکاڼو پاکستاني مالونه  بې له معیاري کنټروله  زموږ پاکې خاورې ته داخلیږي، خرڅیږي ،مطلب دا چې زموږ دمارکیټ او زموږ د پیسو له برکته په پاکستان کې په زرهاو کارخانې چلیږي او په ميلیونونو کارګر ژوند کوي.

د پاکستان نظامي او ملکي واکداران په دې ښه پوهیږي که چیرې افغانستان ارام او جوړیدو ته مجال پیدا کړي په ډیر لږ وخت کی به  هرو مرو  پاکستان د خپل ژوندي پاتې کیدو مارکیټ له لاسه ورکړي. د دې ویرې له څنګه  بل لوی غم پنجاب ته  دافغانستان  سیاسي ثبات دی چی اغیزه یې دکرښې هغه خواته لس ځلې ډیریږي،  نو ځکه د طالبانو او ترورستانو له لیږلو سره سره په افغانستان کې دځینو وړو پرمختګونو لیدل هم ورته ګران دي او زموږ په لږ سمیدو کې خپل د مرګ نښې ګوري . نو ځکه اوس د پنجاب خواران د وچې مجبورۍ خپله توپو ته ناست دي زموږ خاوره ولي خو موږ په ورته چلند د خپلو مسلمانو وړونو له کبله چې د کرښې هغې خواته پراته دي لاس پورې کولای نه سو.  نو  په داسې حالاتو کې چی پاکستاني سیاستوال هره ورځ  په خپلو راکټونو او توپونو زموږ کورونه چپه کوي ، په ترورستانو مو وژني مکتبونه مو سوځي ،مسجدونه مو ورانوي په دومره لویه دښمنۍ  کې څه تضمین شته چې دا پیدایښتي استعماري آفت به په لوی لاس په خپلو صادراتي خوراکي ،روغتیایي او تعمیراتي توکو کې زموږ د حتمي مرګ او یا د دایمي معیوبیت زهر ونه شندي .اویا به یې تر اوسه زر جنایته نه وي کړي .کله چی بلا یا دښمن داسې نږدې لاس په ماشه  وینو  نو د دې وطن هر بچی چې څومره  د دښمن د پستۍ  او دهغه د بې کیفیته شیانو په هکله پوهیږي  په شرعي لحاظ  دنده لری چی د خپل ملت دپوهاوي لپاره ، په تبلیغ اوعمل کی نه ستړي کیدونکي تلاښ و کړي  څو په ټول افغانستان کی دا ملی جهاد مانا د پاکستانيو توکو د نه اخيستو غوښتنه بریالۍ او ورځ تر بلې قوي شي خو له اوسه هیر نه کړئ څه چې اخلئ او له هر ځایه چی يې اخلئ، که پاکستاني نه اخلئ بیشکه تاسو خپله دیني او افغاني دنده تر سره کړې خو بیا هم ارام و نه کړئ هرې خور او  ورور ته ووایاست چی ستا په څیر خپل ته خپل او دښمن ته  دښمن ووایي.         

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد صادق په ۱۳۳۲ لمريز کال کې د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې زېږېدلی، د لېسې له فراغت وروسته د کابل د سید جمالدین افغان له عالي دارالمعلمینه فارغ شوی او دغه راز په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شوى دى. صادق د کورنیو چارو په وزارت کې تر ٢٩ کاله دندې سرته رسولو وروسته له ٦ کلونو راپه دېخوا په ستره محکمه کې دنده سرته رسوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.