په دې ورځو کې ډېرى هغه افغانان چې له ګوندي سیاست سره سروکار لري، د یوې غوره هیلې په توګه د ډموکراتیکو او وطنپالو ګوندونو تر منځ د یووالي اړوند تودې او ژورې څرګندونې کوي . هغوى له خپلو تجربو، په سیاسي مبارزه کې د یووالي د خوشحالونکو بریاوو او زړه ماتونکو ناکامیو په هکله په زړه پورې او کامیابه معلومات وړاندې کوي . له دې ډلې یو شمېر د ګوندونو تر منځ د یووالي د ماتېدو لوى لامل له اصولو او معیارونو څخه د یو ځاى شوو لورو سر غړونه بولي .
هغوى وایي چې د سیاسي هېواد پالو ګوندونو تر منځ پایښت نه لرونکو وحدتونو، د افغانستان وطني غورځنګ ودې او اعتبار ته ستر زیان رسولی دی .
دوى زیاتوي چې په هېواد کې د جنګسالارانو د اوسني غوبل او د افغانستان د هر اړخیزې ودې او پرمختګ پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د بې پروایئ لوى لامل د هېوادني غورځنګ کمزورتیا او مړژواند حالت دی . دغه مرګونې شېبې په وطنوالو ژوند سور تنور کړی او نړیوالو استخباراتي لوبو ته یې د افغان په خاوره کې په لوى لاس د سیالۍ ډګر جوړ کړی دی .
زیات لیکونکي او نظر ورکوونکي د هېواد ډموکراتيکو او وطنپالو ګوندونو ته مشوره ورکوي چې په خپلو کې د ډاډمنو وحدتونو د کولو پر لور مخه کړي . دوى له یادو شوو ګوندونو غواړي چې د معاصرې ډېموکراسۍ په شرایطو کې په داسې ډېموکراتيکو ټاکنو تکیه وکړي چې اساس یې له لاندې څخه پورته د ټولو ګوندي ارګانونو او د مشرتابه د غړو انتخاب وي .
ډېرى مشوره ورکوونکي په دې عقیده دي چې د یو شمېر ګوندونو بدنې هغو ناوړه تېرېدنو او مصلحتونو کمزورې کړې دي چې د ګوندي ژوندانه او ډېموکراسۍ سره هېڅ اړخ نه لګوي . هغوي همدارنګه دې ټکي ته ګوته نیسي چې د ګوندي ټاکنو له صندوق څخه وېره او په ډېرو زړو میتودونو د ډېموکراتيکو ګوندونو فعالیتونو ته لوری ورکول، له یوې خوا ګوندونه کمزوري کوي او له بلې خوا د وحدت او یووالي په بهیر کې د شاملو ګوندونو تر منځ باور ته نه جبیره کېدونکی زیان رسوي .
هغوي یو بل ټکي ته زموږ پاملرنه را اړوي چې د رسنیو او معلوماتي ټکنالوژجي د انکشاف په اوسني عصر کې به ګوندونو ته دا ګرانه وي چې هغه څه د ګوندي غړو د پاملرنې له دایرې بلې خوا ته کړي چې د ګوندي یو شمېر کړیو په زيان وي . په پایله کې هغوى په دې باور دی چې دګوندونو له خوا په ګوندي ژوندانه کې پورتنیو او ورته نورو ټکو ته هر اړخیزه پاملرنه غوره هیله ده .
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن