ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې دخپل تاریخ په یو حساس پړاو کې وو، ځکه له یوې خو ا د افغانستان په تاریخ کې واک له یو ولسمشر څخه بل ته په سوله يیز ډول لېږدول کیده او له بل لوري افغانانو په اقتصادي او امنیتي برخو کې مسوولیتونه  له نړیوالو څخه تر لاسه کړل، خو تر ټولو مهمه برخه یې هغه امنیتي برخه وه، ځکه له افغانستان څخه ۱۵۰ زره نړیوال ځواکونه چې په پرمختللونظامي  تجهیزاتو سمبال و، ووتل کوم چې دافغانستان امنیتي وضعیت یې له ګواښ سره مخ کړ.

په همدې مهال افغانانو سره دا سوالونه زیات شول  چې ولې امنیت خراب شو ؟ افغان حکومت ددې د ښه والي لپاره څه وکړل ؟ او څه کوي ؟ دا هغه سوالونه دي چې غواړم په لاندې مقاله کې یې وڅېړم .

ولې امنیت خراب شو ؟

له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې دترویرزم پرضد جګړه د نړیوالو د شاوخوا ۱۵۰ زره  ځواکونو  له خوا پرمخ وړل کېده او دا ځواکونه په ټوله کې دنړۍ په پرمختللو وسلو سمبال وو، د دې ترڅنګ ددغو ځواکونو په شتون کې دافغانستان اقتصاد هم په همدوى پورې تړل شوی وو.

خو کله چې دا ځواکونه ووتل امنیتي واک زموږ افغان امنیتي ځواکونو ته په داسي حالت کې ولېږدول شو چې نه سم تجهیز شوي وو ، نه یې سمه روزنه لیدلې وه او نه هم ترټولو مهمه برخه یې چې هغه هوایي ځواک دی درلود، ترڅنګ یې پراخ اداري فساد، نه همغږي، د سیاسیونو مداخلې، دحکومت درهبرانو له خوا د روحې نه ورکول او  له قانون څخه سرغړونه  نورې هغه ستونزې وې چې د امنیت په خوندیتوب کې خنډ ګرځېدلې وې .

په ورته وخت کې له نړیوالو سره زموږ داړیکو خړ پړ والى له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ پورې یو بل لوی علت وو چې له امله یې دهغوى دبشپړ نه ملاتړ په شتون کې زموږ امنیتي وضعیت خراب شو او افغانان له دوه قوي ازموینو سره مخ شول، یوه دافغانستان د سیاسي جغرافې ساتل او بله هم نړیوالو ته ددې ښودنه چې موږ کولى شو د خپل هېواد ساتنه وکړو چې دا هغه لاملونه و چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب او په افغانانو کې د بی باورۍ فضا رامنځ ته شوله .

افغان حکومت ددې ښه والي لپاره څه وکړل ؟ او څه کوي ؟

داچې خراب امنیتي وضعیت دوه ځلې دکندوز ولایت دسقوط لامل شو او په افغانانو کې وېره خپره شوه خو د ملي وحدت حکومت په دې وتوانید ترڅو په لاندې برخو کې د جګړې دمدیريت لپاره کار وکړي، داجګړه په سم شکل سره مدیريت کړي او ترڅنګ یې هغه باور چې په افغان امنیتي ځواکونو باندي شتون نه درلود دافغانانو او نړیوالو له خوا بېرته تر لاسه کړي او هغه ستونزې چې ددې مسایلو پر وړاندې خنډ وې لکه اداري فساد، د همغږۍ نه درلودل او دتجهیزاتو نه شتون هغه څه و چې حکومت یې باید دحل لپاره چټک ګامونه پورته کړي چې په دې برخه کې دملي وحدت حکومت وتوانید ترڅو یوازې دکورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو په قرار دادونو کې د 11،7 ميلیارده افغانیو په ارزښت سپما وکړي،ترڅنګ یې دافغان امنیتي ځواکونو دتجهیز لپاره دامریکا متحده ایالاتونواوهندوستان څخه په لسګونو A-29 ،C-130، PC12، MD-530 او UH-60 Black Hawk  الوتکې،له هندوستان څخه  MI24او چیټال چورلکې ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د ملي وحدت حکومت دمکافاتواومجازاتوپه برخه کې په لومړي ځل دقول اردوګانو قوماندانان، دوزارتونو معینان او دمختلفو کټګوريو افسران چې په اداري فساد کې یې لاس درلود محکمه اود قانون منګولو ته وسپارل ،همدارنګه یې دجنګ دمدیريت لپاره دهمغږۍ په موخه  اعلی سر قومانداني رامنځ ته کړه ترڅو د درې واړه امنیتي سکتورونو ترمنځ همغږي پيدا او دجګړي مدیريت اغېز زیات شي .

ددې ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونو ته د روحې ورکولو لړۍ هم پيل شوه چې خپله ولسمشر په اخترونو کې قول اردوګانو ته سفر وکړ، دافغان شهیدوجنرالانو تابوتونو ته یې اوږه ورکړه ، دشهیدو سرتېرو کورنیو سره یې غمرازي وکړه ، روغتونونو ته دهغوى د پوښتنې لپاره لاړو او دشهداوو ورثوو ته یې دسرپناه دوېشلو لړۍ هم پیل کړه .

بل یې د افغان امنیتي ځواکونو د لا ښه تجهیز او سمبالښت په موخه ۴ کلن انکشافي پلان جوړ او ترڅنګ یې دامریکا متحده ایالاتونو اعلان وکړ چې دوى به په افغان هوایې ځواکونو باندې تر ۷ ميلیارده ډالرو پانګونه وکړي ترڅو داځواک ښه تجهیز او تمویل شي.

پایله !

نو په پورته ذکر شوو لاسته راوړنو سره ویلي شو چې افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل ترڅو له یوې خوا دافغانستان سیاسي جغرافیه وساتي او له بل پلوه دنړیوالو باور تر لاسه کړي، خو د ملي وحدت حکومت باید په امنیتي ځواکونو کې د فساد ضد مبارزه، دهمغمږۍ رامنځ ته کول، د ځواک مسلکي کول او ترڅنګ یې د مکافاتو او مجازاتو سیستم لا پياوړى کړي ترڅو دا ځواک په راتلونکې کې  له هېواد څخه د دفاع په هره برخه کې بشپړ توان ولري  .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.