ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Oct 2018 - 11:25
author avatar
22 Oct 2018 - 11:25

په ولسواکو نظامونو کې ټاکنې یو اصل دی او د دغه اصل له مخې حکومتونه او نظامونه جوړېږي خو په افغانستان کې لا تر اوسه پورې یو شمېر خلک د ټاکنو پر اصلي مفهوم نه پوهېږي.

پوهانو ټاکنې په بېلابېلو ډولونو تعريف کړې دي چې تر ټولو اساسي او عمده يې په لاندې ډول دي:

  • ټاکنې هغه عمليه ده چې په وسيله يى خلک منتخبو مقامونولکه ولسمشرۍ، صدارت، پارلمان او داسې نورو ته، د کانديدانو او سياسي ګوندونو له منځه د خپل نظر وړ استازي غوره کوي.
  • په ټولنه کې د عمومي رايو له لارې د يوه منصب او مسووليت اخیستو لپاره د اشخاصو د غوره کولو رسمي بهير دى.
  • ټاکنې اجرااتو (عملياتو) هغه ټولګه ده چې د مشرانو د ټاکلو او د څارونکو تعينولو لپاره د قدرت د څار او مهارولو لپاره کارول کېږي.
  • ټاکنې د سياسي او اداري موسسو او اجرائيوي او تقنيني چارواکو د ټاکلو په وخت کې د خلکو د ارادې اداره کول او تامينول دي.
  • دا هغه حقوقي عمليه ده چې په وسيله يې خلک د خپلو استازو په ټاکلو سره د خپلې ټولنې په سياسي اداره کې برخه اخلي.
  • زما په اند ټاکنې هغه بهیر او پروسه ده چې پر مټ یې یو کس واک ته رسېږي او یو مسوولیت ور له غاړې کېږي.

که څه هم چې پورتني تعريفونه د ژبې له پلوه توپير لري، خو ټول يې په خپل ماهيت کې ګډ جهتونه سره لري چې هغه عبارت دي: په سياسي پرېکړو کې د خلکو د ازادې ارادې څرګندولو له لارې برخه اخيستنه او منتخبو مقامونو او ارګانونو لکه د ولسمشر، لومړي وزير ملي شورا، د ولايتي شورا او د ولسوالۍ او ښاري شوراګانو ته د غړو او داسې نورو ټاکلو ته مشروعيت ورکول دي.

دغه تعريفونه نه يوازې يوه سياسي نظام ته د مشروعيت ورکولو لپاره يو ميکانيزم لري، بلکه ټولنيز او اقتصادي عدالت او يوه مسوول حکومت ته د رسېدو تر ټولو اغېزمنه وسيله هم ده.

ځکه نو په هغو هېوادونو کې چې ولسواک نظامونه لري، ټاکنې د چارواکو او ارګانونو په غوره کولو کې يوه منل سوې لاره ده او هر وخت ور څخه د حاکم هيئت د بدلولو لپاره کار اخیستل کېږي.

کله چې له ولسواکۍ نه خبرې کېږي، ټاکنې او د هغو ډول ډول سيستمونه د خلکو په فکر کې ګرځي، په عامه توګه ولسواکۍ هغه حکومت دی چې په هغه کې سياسي مشران د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې د حکومت کولو مقام ته چې په حقيقت کې د خدمت کولو معنا لري، رسېدلي وي، له ازادو او عادلانه ټاکنو پرته په ټولنه کې د ولسواکۍ پلي کېدل ناشونې ده او دا دواړه يو د بل لازم او ملزوم دي.

ټاکنو هم د نورو ټولنيزو او سياسي پديدو په څېر د تاريخ په اوږدو کې په تدريجي توګه لار وهلې او خپل اوسني مفهوم ته رسېدلي دي چې د امريکا په متحده ايالتونو او نورو هېوادونو کې د پارلمان د استازو او نورو انتخابي چارواکو د ټاکلو لپاره وکارول سوې، زموږ په هېواد کې ازادې او عادلانه ټاکنې د يوازېني اصل په توګه د ولسمشر، د ملي شورا د استازو، د ولايتي او د ولسوالۍ شوراګانو د غړو او ښاروالانو ټاکلو لپاره منل سوې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د اساسي قانون په (٨٣مه) ماده کې راغلي دي (د ټاکنو په قانون کې بايد هغه تدابير ونيول سي چې ټاکنيز نظام، د ټول هېواد د خلکو لپاره عمومي او عادلانه استازيتوب تامين کړي) د اساسي قانون دغه حکم څرګندوي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت ټاکنو او ټاکنيز نظام ته ډېر ارزښت ورکوي او هڅه کوي چې له ټولو اسانتياوو په ګټه اخيستو سره د ټاکنو بهير له کوم سياسي، قومي، ژبنيز، مذهبي او سمتي توپير او همدارنګه له ټولنيز موقف او داسې نورو پرته ترسره سي او خلک په ټولو ملي او محلي پرېکړو کې په فعاله توګه ونډه ولري.

دا چې په افغانستان کې د ټاکنو پروسه او سیستم ډېر نوی هم نه دی، بلکې افغانان تر ډېره بریده له دغه سیستم او پروسې سره اشنا سوي، ولې لکه څنګه چې اړتیا ده هماغه ډول موږ په ټاکنو نه پوهېږو د بېلګې په توګه د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو نوماندانو مو تر ولسمشر لويې او غټې ژمنې ولس ته ورکوي. دا چې د یو شمېر افغانانو د سیاسي شعور سطحه ډېر ټیټه ده نو په دې خاطر په ټاکنه کې ژر تېروتنه کوي، دا چې اوس مهال د پارلماني ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه خورا په کش کې دی او هر نوماند د لویو او پراخو غونډو په جوړولو ولس ته هر ډول وعدې ورکوي او پارلمان ته د تللو خوبونه ویني، ولې کله چې بریالي سي بیا ډېر شناخته خلک هم نه پېژني.

پارلمان په هر هېواد کې تر ټولو مهم او ارزښتمن اورګان دی، باید سالم او د ملي فکر لرونکي کسان ورته بریالي سي، زه د یو ځوان په توګه له خپلو خلکو او مشرانو په ډېر درنښت غوښتنه کوم څو د هېواد مهم ارګان مقننه قوې ته داسې کسان ولېږي څو د افغانستان ویاړ و اوسي، د هېواد د قوانینو په توشیح او تصویب، د حکومت د کړنو سم نظارت او په کابینه کې وړ او لایق اشخاصو ته د وزیر په توګه رایه ورکړي، کمیشنکار ونه اوسي او د خلکو په رایه لوبې ونه کړي، تېر دوه ځلې د پارلمان نوماندان به درته ازمایل سوي وي، هیله ده سمه ټاکنه وکړي او هېواد په ښه راتلونکي کې خپل رول ادا کړي. د ځینو پر تشو ژمنو، پیسو او غونډو غلط نه سي په پارلماني ټاکنو کې په هر ولایت کې لسګونو کسانو ځانونه نوماند کړي له منځه یې وړ او لایقو کسانو ته رایه ورکړي، ستاسو رایه ستاسو راتلونکې ده، ستاسو ښه ټاکنه د یو ښه راتلونکي پر لور د بریا هیلې ژوندۍ کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

حافظ احمد نصرت ژوندون راډیو تلوېزیون سره هلمند کې د خبر په برخه کې کار کوي او ترڅنګ يې وادي هلمند پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.