لومړی، لکه څنګه چې په لویه کچه افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی؛ په ټيټه کچه د هېواد پنځم لوی ښار کندز هم تقریبا د ټولو قومونو ګډ کور دی. له تخار، بغلان او سمنګان ولایتونو او تاجکستان ته سره ګډه پوله لري. له همدې امله د هېواد د شمال ختیځې سیمې مرکز بلل کېږي. د دغه ولایت ارزښت هم په جغرافیايي موقعیت کې دی چې د کندز په لاندې کولو په آسانۍ نور ولایتونه په ځانګړي توګه تخار، بغلان او سمنګان لاندې کېدای شي. له همدې ده چې وسلهوالو طالبانو پر دغه ولایت بریدونه وکړل. د درېیو شپو لپاره یې پرې کنټرول درلود او د طالبانو تمه دا وه چې له کندز وروسته به بغلان او تخار هم لاندې کړي؛ خو د افغان امنیتي ځواکونو پوځي عملیات د طالبانو خوب په اوبو لاهو کړ.
دا باور مطرح دی چې د کندز د سقوط اصلي لامل پهدغه ولایت کې اتنیکي ستونزې وې. د تېرو دیارلسو کلونو په اوږدو کې د یوه مشخص قوم پر وړاندې ستونزې راولاړې شوې وې، ځورول شوي وو، ان داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د خلکو ملکیتونه، سرونه، زامن او لوڼې لا خوندي نه وي. د مور او مېرې دغه چلند د دې لامل شو چې د هرې ورځې په تېرېدو له حکومت سره د یوه مشخص قوم واټن زیات شي. په مقابل کې طالبان سربازګېرۍ ته په کمین کې ناست و. د اتنیکي ستونزو له امله طالبان پهدې وتوانېدل چې سرباز ګيري وکړي. دغه حالت هغه مهال لا په ډاګه شو چې د کندز ځايي اوسېدونکو له طالبانو سره سیلفي عکسونه واخیستل، ویډيوګانې یې ور خپرې کړې او ان د ټولنې د لوستې طبقې یوه برخه د طالبانو پر تبلیغاتي کمپاینرانو بدل شول.
له اتنیکي اړخه ورهاخوا په یاد ولایت کې د حزبالتحریر او جمعیت اصلاح په څېر د بنسټپاله افراطي ډلو ټپلو پراخ فعالیت هغه څه دي چې فکرا یې خلک طالبانو ته نږدې کړل. په کندز کې د ناثبتو شویو دیني مدرسو موجودیت او پر دغو مدرسو د دولت نه کنټرول هم هغه څه دي چې د طالباني فکر په زېږنده کې یې ونډه درلودلې ده. د خپرو شویو رپوټونو لهمخې د کندز ولایت د ځینو مدرسو تعلیمي نصاب په بشپړه توګه له حاکمیت او حاکم نظام سره په ټکر کې دی.
باور دا دی چې د قومي تعصباتو لهمنځه وړل، خلکو ته د خدماتو رسول، پر دیني مدرسو د حکومت څارنه او د بنسټپاله افراطي ډلو پر وړاندې جدیت هغه څه دي چې په راتلونکې کې د کندز د وضعې ښهوالي او امنیت ټينګښت کې زیاته مرسته کولای شي.
دویم، طالبانو برید وکړ، حکومتي ځواکونه په شا شول، مرستندوی ځواک ورغی او کندز بېرته د حکومت تر حاکمیت لاندې راغی؛ خو د دغې جګړې بیه لوړه وه. ملګرو ملتونو ویلي، ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۶ زره تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. له اقتصادي اړخه هم امنیتي ځواکونو ته زیان اوښتی او هم عامو خلکو ته. د وسلهوالو طالبانو لهخوا د امنیتي ځواکونو وسایط یا له منځه وړل شوي یا هم له ځانه سره وړل شوي دي. همداراز له بانکونو نیولې بیا تر هټيو ډېر څه چور شوي. د ځايي خلکو په وینا، د وسلهوالو طالبانو لهخوا زیات شمېر ملکي کسان او دولتي کارکوونکي وژل شوي دي. له بلې خوا طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د خپرو شویو رپوټونو لهمخې په سلګونه طالبان وژل شوي او لهدې زیات ټپيان دي.
د پورته یاد شوي حالت له امله به وي چې د یو شمېر رسنیو په ځانګړي توګه لوېدیځو رسنیو لهخوا د کندز او موصل حالت ورته وبلل شول. که څه هم تر ډېره بریده پهدغو لیکنو او شننو کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستان سره ورته وبلل شو؛ اما دغو رسنیو دېته پاملرنه نه وه کړې چې د افغانستان او عراق حالات قطعا د پرتلې وړې نهدي؛ بلکې ډېر توپیر هم لري. له یوې خوا طالبان د اسلامي دولت ډلې (داعش) په څېر پیاوړي نهدي او له بلې خوا د عراقي پوځيانو په شان، افغان امنیتي ځواکونه کمزوري نهدي. عراق په بالقوه توګه په درېیو برخو وېشل شوی، سني یې د شیعه پر وړاندې درېدلی او بعثی یې د حکومت؛ خو نه یوازې دا چې په افغانستان کې د تجزیې مسله مطرح نهده؛ بلکې لا هم ملي یووالی پهخپل ځای دی. د افغانانو یوه ستره ستونزه دا ده چې په عادي حالاتو کې سره همغږي نه وي؛ خو د مصیبت په غم کې بیا ټول اوږه په اوږه او څنګ تر څنګ د مصیبت ځپلو لپاره ولاړ وي. د کندز پېښه د ملي یووالي ښه تمثیل و. له پخوانيو جهادیانو نیولې د خلک دیموکراتیک ګوند پخوانیو غړیو او له روڼآندو نیولې تر عادي وګړو؛ ټول په یوه خوله د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ودرېدل او له مېړانې یې ستانه وکړه. د ټولنې یوه کوچنۍ برخه بیا په ناغوښتلي توګه د مخالفینو ترڅنګ ودرېدل.
که د فرصت له زوایې وکتل شي، له ټولو ستونزو سربېره د کندز پېښه د ملي یووالي ټینګښت، ورورولۍ، د افغانانو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي او پر یوه ټغر راټولېدو لپاره ښه زمینه برابره کړه. اوس حکومت پورې اړه لري چې څنګه کولای شي له لاسته راغلي فرصت څخه په استفادې، خلکو ته لوری ورکړی.
درېيم، د کندز والي له دندې ګوښه کړی شو؛ خو یوازې ګوښه کول کفایت نه کوي. پهدې اړه جدي څېړنو ته اړتیا ده. د پنجشنبې په شپه د عملیاتو له پیل سره جوخت ولسمشر ویلي، د کندز له فتحې وروسته به څېړنه کېږي او پړو کسانو ته به سزا ورکول شي. له ولسمشر څخه وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي هم د څېړنو په اړه ټینګار کړی و. څېړنه پایله او پایلې لري. ښه دا ده چې پایلې له ولس سره شریکې کړی شي، پر عواملو خلک پوه شي او هغو کسانو ته چې پهخپلو دندو کې یې غفلت کړی سزا ورکړل شي. تر دېدمه حکومت همدا اراده لري؛ اما دغه اراده باید عملي کړی شي. لهدې پرته د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه ضایع کېدونکې ایسي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن