ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په يوشمېر ولايتونو لکه ننګرهار، کندز او مزار کې د کوربنديز د رسمي ماتولو پرېکړه که څه هم ځايي ده ولې سکوټه حېرانوونکې نه ده ډېره ښه به داوي چې داسې پرېکړې په کابل کې مرکزي دولت د ټول هيواد په کچه وکړي ځکه چې له يوې خوا د ناروغۍ خپرېدل د افغانستان په شان په يوه هېواد کې، چرته چې د ولايتونو تر منځه ازاد تګ راتګ کېږي د ټول هېواد په کچه دى او له بل لوري دا ډول پرېکړې ښايي د ملي روغتيا د وزارت سره په بشپړه سلا او همغږۍ کې وشي. لويه خبره دا ده چې داسې پرېکړې د سياسي، اقتصادي او مالي حالاتو په رڼا کې کېږي يا په بله ژبه د ماليې په وزارت باندې د پرېوتي اقتصادي زور په رڼا کې کېږي خو د دې پرېکړو د پېټى پورته کولو ته بيا دروغتيا وزارت او روغتيايي ډګر اوږه ورکوي دا پرېکړې که چرته سمې راوخيژي (چې دا اټکل به ډېره له وخته وړاندې خبره وي ) نو کرېډېټ ېې يا د ماليې وزارت اخلي يا د دولت د سر سياسي سړي او يا ځايي ولايتي چارواکي، ولې د دې پرېکړو د پورته کولو ټول زور د روغتيا په وزارت، ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتيايي کارکوونکو پرېوځي.

په دې لړ کې غواړم د دولت د تګلارو جوړونکو او په تيره بيا د روغتيا وزارت ته يو څو لنډ وړانديزونه وکړم:

۱- ښايي د روغتيا وزارت خپل دريځ څرګند کړي چې په يو شمېر ولايتونو کې د لګېدلي کوربنديز ماتول د دوى په سلا کېږي او که نه؟ او که د دوى په سلا کېږي نو دلايل ېې څه دي؟ (لکه د ناروغانو يا د مړو د شمېرو راټيټېدل چې د دوى د کوم اوسني پلي شوي بشپړ کاريز پلان پايله وه او يا دا ګڼل چې د وبا زور مات شو او لومړنۍ څپه ېې خپل پيک او څوکړۍ ته ورسېده).

۲- که دا کار يواځې د اقتصادي دلايلو او ملحوضاتو په رڼا کې کېږي نو بيا دې هم د روغتيا وزارت خپل دريځ څرګند کړي چې په راتلونکي کې دا وزارت د يوې خداى مه کړه ناسمې پرېکړې برخه ونه ګڼل شي!

۳- د کوربنديز د ماتېدلو سره په دولت باندې د بې وزلو کورنيو سره د مرستې پېټى کمېږي له بلې خوا د نارمل ورځني اقتصادي ژوند بيا راستنېدل دولتي عايد بيرته لوړوي نو ښايي چې بې وزلو ته د داسې مرستو له نه ورکړې څخه چې کومه مالي سپما کيږي او يا د ورځني ژوندانه د ګټې وټې سره چې دولت کومې پېسې جوروي نو د هغېو پېسو يوه غوښنه برخه دې د روغتيا وزارت ته د دې لپاره ورکړل شي چې دا پېسې د ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتيايي کارکوونکو په ساتنه، کاليو او د ناروغانو د پاره تر وېنټېلېټرز (ventilators)  پورې د کوېډ19 د درملنې په وکرو، سامانونو او درملوو لګېږي، ورسره ښايي د ډاکټرانو، نرسانو، روغتياپالانو او د روغتونونو د پاکوونکو او کلينرز معاشونو ته د سپمېدلو او لاس ته راغلو پېسو يوه برخه ځانګړى شي او د هغوى تنخواګانې پرې لوړې کړي.

۴- دغه راز ښايي د روغتيا وزارت، خصوصي ډګر د کوېډ19 په درملنه کې ورګډ کړي او د ماليې وزارت اړکړي چې د دې ډګر د هغو روغتونونو ټېکس او يا د نورو اړوندو ادارو د لارې د هغوى د اوبو او برېښنا بلونه کم کړي کوم روغتونونه چې د کوېډ19 ناروغان مني.

۵- ښه به وي که دروغتيا وزارت په افغانستان کې د کوېډ19 د معلومولو او تشخيص ازموينې ﻻ ډېرې کړي په تيره بيا د ډاکټرانو، نرسانو او روغتيايي کارکوونکو لپاره او د دې ډول ازموينو واک دې د ارګ له يوه ځانګړي سلاکار يا له يوه څخه د ډيرو سلاکارانو او چارواکو له لاسو وباسي او د ډاکټرانو او ولس يوې ګډې استاځې ډلې ته دې ورکړى شي تر څو د کويډ 19 ازموينې بې ځايه او يواځې د يو شمېر لوړپوړو چارواکو، د هغوى د کورنيو او ملګرو د پاره تر دې وروسته ونه کارېږي.

۶- د کوېډ 19 د وبا د اوسنۍ څپې نه د زده کړو په رڼا کې دې د دې ناروغۍ د دوېمې احتمالي څپې لپاره، په تېره بيا په هغو سيمو کې پلېنېنګ او بشپړه تابيا وکړي چرته چې کوربنديز په رسمي ډول مات شوى دى.

يادساتئ چې د سپېنېش انفلونزا (Spanish Influenza) دويمه څپه د دې ناروغۍ تر لومړنۍ څپې ډيره مرګونې وه، لومړنۍ څپې ېې پنځه لکه انسانان مړه کړل خو دوېمې څپې ېې پنځه ملېېنه خلک وژلي وو نو ښايي د کوېډ19 د ناروغۍ سره نه سياسي لوبې وشي او نه ولس په دې تېروتنه خوشاله کړو چې بس بلا وه تېره شوه خو برکت ېې نه وو د داسې بلاګانو لوى وبايي برکت د دوى د دويمې څپې په مرګوني شر کې پروت وي نو ولس په بيا بيا وپوهوئ چې د ماسک او تر پوزکې تړل، ټولنيز واټن، په تړمو اوبو او صابون د لاسونو وينځل، د کوټو د کړکيو کله ناکله، خو هره ورځ پرانيستل او په دفترونو، بازارونو، ښوونځيو او حتى جوماتونو کې له ګڼې ګوڼې ځان ساتل ډير ارزښتمن احتياطي تدبيرونه دي.

۷- ولسي پوهاوې په دواړو ملي ژبو کې د ژبو د ملي سلنې سره سم وکړئ ځکه چې دا پوهاوې په لويه کې له ټلوېژنونو واخله تر راډيوګانو او حتى افغان فلمه پورې لګيا دى يواځې په ”دري“ ژبه کې کېږي او دا کار نه په قانوني ډول سم دى نه د انساني حقونو پر بنسټ ېې سم ګڼلى شو او نه داسې چارې د زغملو وړ چارې وي ځکه چې دا ډول زياتې يواځې د ملي ژبې پښتو سره زياتى نه دى بلکه د افغانستان د اکثريت خلکو د ژوند او روغتيا سره زياتى دى او داسي زياتي نه د منلو وړ دي او نه د بخښلو وړ!

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمداغا ډاډمن د ننګرهار د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ استاد دی

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.