ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کډوالي که له يو اړخه بدې پايلې او ناخوالې له ځان سره لري، خو ښه خوا يې داده چې يو انسان ته دا وخت په لاس ورکوي چې د نړۍ د نورو خلکو له کلتور، ژبې او ان اديانو سره له نږدې اشنايي پيدا کړي او له دې سربېره د خپلې ژبې، کلتور او ان د خپلو خلکو خپلمنځي توپيرونه د خپلو خلکو په منځ کې او هم د نړۍ له خلکو سره ومومي.

لومړۍ ننګونه: زه په ۲۰۰۶ز کال کې سويډن ته کډوال شوم د سويډن د کډوالۍ د قانون له مخې بايد زه د کډوالو لپاره سويډني ژبه” (SFI) ولولم. کله چې ما د سويډنۍ ژبې ښوونځی پيل کړ نو هملته مې د خپلې ژبې د ليکدود ستونزو ته پام وروګرځېده. کټ مټ لکه زموږ د ژبې په څېر،  يو مهال سويډنۍ ژبه د جرمني او فرانسې  ژبو تر يرغل لاندې وه او دغه دوره پرې تپل شوې وه.

دويمه ننګونه: وخت تېرېده، سويډني ژبه مې پای ته ورسوله نو د وخت اړتيا وه چې بايد کار وکړم نو په سويډن کې مې د مورنۍ ژبې د ښوونکي دنده پيل کړه. چې په همدې مهال له يوې بلې ننګونې سره مخ شوم، هغه دا چې زما زياتره زده‌کوونکي هغه افغان کوچنيان وو چې په سويډن کې زيږيدلي وو. نو زه اړ وم چې هر توری يا لغت دوی ته په سويډنۍ (لاتيني) تورو وليکم تر څو زما زده‌کوونکي يې په اسانه ولوستلای شي.

همدلته مې دې ته پام شو چې موږ بايد د خپلې ژبې په ليکدود باندې غور وکړو، تر څو مو ژبه له مړه کېدو څخه وژغورل شي او کډوال کهول مو دا ژبه په اسانۍ سره زده کړي. دلته باید یادونه وکړم د ژبې د مرګ ويي ما په لومړي ځل په ۲۰۰۵ز کال کې هغه مهال واورېده چې د فرانسې د شرقي ژبو له انسټيټيوټ څخه د جيک (Jack ) په نوم يو زده‌کوونکی د ننګرهار پوهنتون ته د پښتو ژبې د زده‌کړې لپاره راغلی و، نو بيا په همدې ترڅ کې د درانه استاد نجيب منلي په مرسته د ختيځو ژبو د پوهنتون د پښتو ژبې مسوول (نوم يې زما له ياد څخه وتلی دی) ننګرهار ته راغلی و او هلته نوموړي د پښتو ژبې او نورو ژبو په مړينه خبرې وکړې. د دويم ځل لپاره مې دا کلمه هغه مهال واورېده چې ما انګريزي ژبه لوستله او د استراليا د اصلي اوسېدونکو )اوبېريجن( په اړه راته ښوونکي يو علمي ليکنه راکړه.

درېېمه ننګونه: وخت تېرېده او د ويريفايد  (Verified) ادارې سره مې د پښتو د لهجو په پېژندلو کې په دنده پيل وکړ. زما دنده د پښتو ژبې د بېلا بېلو لهجو ترمنځ د توپېرونو راپيدا کول، څېړل او بيا  يې له مخې د يو قوم او يا قبيلې پېژندل وو. نو دلته اړ وم چې خپل راپور د پښتو د اوسنۍ الفبا پر ځای په لاتين الفبا وليکم تر څو اړونده ادارې يې ولوستلی شي.  ما له بېلا بېلو کتابونو څخه ګټه پورته کوله چې د ناروې، امريکا، فرانسې او لندن د ليکوالانو له خوا د پښتو ژبې اړوند ليکل شوي وو.

نو له دې سربېره زه اړ شوم چې د پښتو ژبې د لهجې او ليکدود په اړه د بېلا بېلو پښتنو ليکوالانو ليکنې د ژبې د يو زده‌کوونکي په څېر هم په غور ولولم. نو د بېلابېلو ليکوالانو ليکنې مې ولوستې، لکه:

استاد حبيب‌الله رفيع، استاد نجيب منلي، استاد مجاوراحمد زيار، استاد معصوم هوتک، ميراجان غوربندي، داکټر هدايت الله نعيم، داکټر لطيف ياد، محمد‌سرور وکيلي…..

د امريکا پېژندل شوې مجله Journal of the American oriental society،  د پښتو ژبې په اړه پېژندل شوی کتاب Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects, Volume 1  او نور ډېر زیات کتابونه….

په دغو ټولو ليکنو کې ما يو ګډ ټکی ومونده، هغه دا چې دا ليکدود او الفبا زموږ نه ده او دا الفبا او ليکدود پر موږ باندې په استعماري ډول تپل شوی دی.

د رباط د کتيبو له مخې د پښتو الفبا توري لاتين، اويستايي او يا باختري توري وو چې بيا وروسته د مذهبي ډلګيو له خوا دا توري عربي تورو ته واوښتل چې په دې کار سره نن پښتو ژبه له يو لړ زياتو ننګونو سره مخ ده.

د همدې نظريې له مخې اړ شوم چې د اويستايي ژبې او باختري ژبې په اړه مطالعه وکړم او معلومات تر لاسه کړم، نو د راميار پروېز کرنجيا (Ramiyar Parvez Karanjia) کتابونه مې ولوستل. خو په دغه بله مقاله کې د ځوانې اوېستا پېژندنه (An Introduction to Young Avestan) کې ما دا وموندل چې زموږ پښتو ژبې اويستايي الفبا درلوده.

نو پايله دا شوه چې زموږ په ژبه لکه زموږ د کلتور او دود په څېر هم يرغل شوی دی. په دې اړه يو لړ زياتې پوښتنې شته چې بايد ځواب ورته وموندل شي.

ځينو ملګرو د پښتو د ليکدود مسله راپورته کړه دوی کې زياتره هغه ملګري دي چې ما ورسره دا ستونزه په شفاهي ډول شريکه کړې وه. زما په ګډون د ليکدود د نظريې ملاتړي د ځينو مذهبي سخت دريځو له خوا په سلګونو نومونو ياد شول. ان دا چې راته د ناموس بدرد وويل شول. يو شمېر نورو بيا دا اندېښنه راپورته کړه چې که دا کار وشي نو موږ به له يو لړ نورو ستونزو سره مخ شو. لکه پخوا مې چې ويلي اوس هم وايم.

د سومالي رسمي ژبې عربي او سومالي وه، د اسلام د ورتللو څخه وروسته د سومالي دفتري ژبه عربي او سومالي ژبه د کليو بانډو ژبه وه، سومالی ژبه به د عربي په الفبا ليکل کېدله. خو په ۱۹۶۰ز لسيزه کې د ژبې مسله راپورته شوه. د سومالي ژبې يو څېړونکي په دې اړه ليکلي دي: ((هغوى استدلال کاوه چې عربي يو ليکنيزه ژبه ده چې سومالي ولس يې په سلهاووکلونو استعمالوي او همدراز قران هم په عربي تورو دی.  يا لاتين هغه څه دي چې د ځينو خلکو په واسطه چې د اروپا ، انګلستان او ايټاليا سره اړيکې لري رامنځ ته شوي دي.) نو په دغه جنجالي مسله کې د سومالي ژبې لپاره د هغو کسانو لخوا چې د دغه بدلون طرفدار وو اتلس ډول ليکدود وړاندې شو، هماغه و چې ژبپوه شيري جامع احمد او د هغه ځينو ملګرو د سومالي ژبې الفبا د لاتين الفبا په ډول وړاندې کړل او نوموړي ژبپوه په دې خپلې وړاندې شوې الفبا باندې کتابونه هم وليکل. دې کار د مذهبي کسانو قهر راوپاراوه  او په سوماليا کې ناندرۍ او جنجال پيل شو. مذهبي کسانو د لاتين کلمه په لادين بدله کړه او ولس يې داسې راوپاراوه چې لاتين يانې لادين (کافر) په دې اړه ايې ايم ليويس ( I. M. Lewis) او داوېد ډ. لايتين (David D. Laitin) په دې اړه داسې ليکلي دي ( يو کوچنى حرکت د عربي ژبې د يو توري پر وړاندې کفر شمېرل کېده. په حقيقت کې په هغه چا باندې توره ورځ وه چې چا به چې د لاتين الفبا ملاتړ کاوه، ځکه د مذهبي کسانو له خوا لاتين په لادين ژباړل کېده. لادين يو عربي کلمه ده چې لا په مانا د نشته او دين په مانا د مذهب يا بې دينه، خو شيري او د هغه ملګري خپل استدلال ته عملي اړخ ورکړ او وار د مخه يې کتابونه په لاتين الفبا باندې په بل ځای کې چاپ کړل او هم يې د لاتين الفبا لرونکي ماشينونه سومالې ته راوړل… )  خو په همدغه تبليغ سره دا خبره ارام نه شوه همغه وو چې له دومره ستونزو سره په ۱۹۷۳ز کال کې د سومالې د عالي شورا مجلس چې مشري يې د تورنجنرال محمد سياد بري پر غاړه وه په رسمي ډول د شيري جامع احمد لاتين الفبا د سومالي ژبې لپاره ومنله او هم سومالي ژبه د سومالي رسمي ژبه شوه.  جامع احمد د الازهر له پوهنتون څخه فارغ  شوی دی.

دا مهال سومالي ژبه د جامع شيري له برکته په چټګ ډول پرمختګ کوي او ان دا چې زياتره سويډنيانو هم زده کړې ده.

له کومې ورځې څخه چې ما او بيا زما ملګرو دا نظر راپورته کړی نو موږ ته منفي او مثبت دواړه نظرونه راکول شوي دي خو يو شمېر خلکو بيا زموږ کار ته کفر ويلی او ګڼلې يې ده چې موږ په دې کار سره غواړو د قران ژبه د خلکو له منځ څخه وباسو. ځينو بيا دومره سپک الفاظ ما او زما ملګرو ته کارولي چې زه يې دلته د ويلو اړتيا نه وينم، خو سره له دغو ټولو خبرو زه مخالفينو ته حق ورکوم چې څه ووايي او په دې کار او غبرګون سره يې زه نه ملامتوم. ځکه دوی په داسې يو چاپېريال کې رالوی شوي چې هلته وژنې او ترټنې ورته د ثواب په نيت ورزده شوې دي او طبعي ده چې دوی په دې کار سره غواړي ثواب وګټي،خو موږ به خپله هڅه جاري ساتو او کوښښ به کوو چې خپله ژبه او خپل کلتور ان خپل ولس له هر ډول ښکېلاک څخه وژغورو.

په بله ليکنه کې به زه هغه الفبا تورې وړاندې کړم چې ما د بېلا بېلو کتابونو له مطالعې وروسته وړ بللي او هم به د اوسنۍ  الفبا (د ځينو په اند عربي الفبا) په ستونزو هم د خپلو تجربو له مخې وغږېږم.

Visits: 82

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.