ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حمزه بابا وایي چې کم عقل انسان خبرې کوي نو اورېدونکی شرمېږي، ځینې وختونه یو کس داسې ناوړه چلند وکړي چې د شرم له لاسه ټوله ټولنه پورته کتلی نه شي.

د اداري فساد يو لوى عنصر اخلاقي فساد تشکيلوي لیکن په دې برخه کې د غير اسلامي هېوادونو او زموږ د هېواد ترمنځ چې یو اسلامي هېواد دی خورا لوی توپير شتون لري. زموږ د هېواد  اساسي قانون دويمه ماده کې راغلي دي (دافغانستان  داسلامي جمهوري دولت دین د اسلام سپیڅلی دین ده) او په اسلام کې دهر ډول ناوړه چلند مجازات په ښکاره ښودل شوي دي.

انسان اشرف المخلوقات ده لیکن کله که تاسو فکر کړی وي کله نا کله مو مرتبه لا د ځناورو څخه هم ښکته کېږي، ځکه چې  ځناور یواځې او یواځې د خپل مزاج تابع وي او د شعور په مرسته ژوند کوي، هغه چې هر کله وږی شي د حلال او حرام ترمنځ توپیر نه شي کولای ، همدا راز که چېرته دانسان اخلاقي حس او درک دکمزورۍ دومره کچې ته راښکته شي چې د حلال او حرام توپیر ونه کولای  شي، نو په هغه صورت کې بیا په جسماني  نه ، بلکې په روحاني ډول او ویلی شو باطني ډول د ځناورو ځای نیسي، دهغوی په ډله کې شمېرل کېږي او د چاپیريال د خرابوالي لامل ګرځي چې په هغه صورت کې د ځان ساتنې په موخه له ځان سره نور ملګري هم پیدا کوي.

د ټولنیز ژوند اصل له ایثار او قربانۍ څخه  جوړ  دى کله چې اخلاقي حس یعني رښتینى انساني تحت الشعور په خلکو کې ژوندی وي، نو یو بل سره مېړانه او همدردي روانه وي، لیکن کله چې پورته یاد توکي کمزوري شي ټولنه د ظلم او فساد لورته روانه شي چې له امله یې ټولنه کمزورې او بیا ورو ورو له منځه ځي.

ابن خلدون په خپل مشهور اثر شهره افاق کې لیکي: په نړۍ کې پرمخ تللي هېوادونه  هر وخت د ښو اخلاقو بېلګه وي لیکن د ناوړه چلند هېوادونه او قومونه د زوال لور ته ځي.

اخلاقي فساد زیات لاملونه لري چې یو یې مادیات دي او ډېری خلک له بل هر یو څیز څخه مادیات دخپل ژوند د معیار ټاکلو لپاره ټاکي او په دې پوهیږي چې د ژوند اسانتیاوې دمادیاتو په غوټه کې تړل شوې دي او دا دهر انسان طبيعي هیله ده، لیکن داهم اسانه کار نه ده چې انسان د بشپړ کرامت ترڅنګ دغه اصل ته لاس رسى ومومي، نو ځکه  چی له هرې لارې وي د موندلو هڅه یې کوي، ترڅو یې تر لاسه کړي په هغه صورت کې د اسلام او انساني کرامت په ټولو اړخونو سترګې پټوي حرام دځان لپاره له هره اړخه جایز ګڼي چې په پایله کې  اخلاقي حس او درک له منځه ځي او موږ ویلی شو چې ضمیر یې مړ شوی دی.

بل منفي  فکر د اخلاقي زاویې دتغیر لامل کېدای شي. دیوې ټولنې هغه وګړي چي د بهرنیو اشرافیه او یا لوړ پوړو طبقو کسانو سره په اړیکو کې وي، نو په دغسې کسانو کې د بهرنیو اتباعو فکرونه ، غوښتنې او چلند ځای نیسي او له یو بل سره د سیالۍ له امله یې شمېره ډېرېږي چې له بده مرغه زموږ په هېواد کې یې نن سبا بېلګې ډېرې لیدل کېږي او دا ډېر د خواشینۍ ځای دی.

د منفي افکارو بېلګې ډېرې دي ، کله چې خلک وګوري چارواکي یې په فساد کې اخته دي هغوى بیا په ګناه غسل هم کوي او یا داچې انصاف ورسره ونه شي د قهرجن فکر او غچ اخیستنې له امله پرنورو ظلم کوي او که دحکومت له خوا مقام ترلاسه کړي په هغه صورت کې دعقده پالي شخص په توګه چار چلند کوي ، چې زموږ د پخوانیو حکومتونو ډېر شمېر کسان یې ښې بېلګې دي، ځکه چې هغوی کې هر یو مقام ته رسېدلی د غچ اخیستنې هڅه یې کړې ده.

د هر يو څیز ظاهر ته کتل او له ټولنیز ژوند څخه ځانګړی هدف نه تر لاسه کول د اخلاقي فساد لامل ګرځي. ښکاره ده چې انسان د خپل ژوند د بقا لپاره منډې وهي او هلې ځلې کوي، لیکن کله يې چې د بل دژوند لپاره هلې ځلې وکړې دا یو مثبت هدف دمقصد دی .د زامنو او لوڼو لپاره د یوې مور هلې ځلې یې ښه بېلګه ده.

قومونه او ولسونه دا کار په اسانۍ سره تر سره کولای شي ترڅو انساني او اسلامي تړونونه او ارزښتونه په ځان عملي کړي، خو په دې شرط چې دغه ولسونه خپلواک وي.لیکن د اخلاقي فساد د مخنیوي لپاره د حل لاره څه شی کېدای شي ؟

ترڅو چې موږه هغه ارزښتمنه  لاره پیدا کړې نه وي دغه رامنځته  شوې ستونزه به موږ لکه د سرطان دناروغۍ په څېر ځوروي اوکړوي.  د حل لومړۍ لاره یې فکري پوهه او دویمه یې عملي چلند دی.

موږ ښایي په دې وپوهیږو چې په فکرونو مثبت کارکول د یوې ټولنې، علماوو او دولت کار دی، تر څو هغه الهي احکام چې قران پاک اوسنت نبوي کې شتون لري د خلکو ذهنونو ته ورسوي او وروسته یې عملي اړخ ته په کتو او پوره پاملرنه هلې ځلې ترسره کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 57

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.