ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
31 Jan 2016 - 14:44
author avatar
31 Jan 2016 - 14:44

په دې وروستیو کې اروپا ته د کډوالو ورمات بهیر خورا چټک شوی. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د وروستیو شمېرو له مخې یواځې په تېر کال کې تر یو میلیون ډیر کډوال توانیدلي چې په مدیترانې سمندر کې د اوبو له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي، خو په زرګونو یې بیا په دې اوږد سفر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 د کډوالو لویه برخه د سوریې، عراق، افغانستان، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره تړاو لري. د کډوالو دې ستر بهیر د اروپایي هېوادونو په خپل منځ کې هم ناندرۍ رازېږولي او اورپایي ټولنه لا تر دې دمه په دې کې پاتې راغلې چې دې ستونزې ته پر یوه ګډه حل لاره سره سلا شي. روان سخت ژمي او خرابې هوا ډیر ځله د لسګونو کډوالو ژوند اخيستى خو لا یې هم د کډوالو د بهیر مخه نه ده ډب کړې.

اوس هم هره ورځ په زرګونو ځوانان، مېرمنې او ماشومان یواځې له ترکیې څخه د یونان ټاپوګانو ته رسیږي. ترکیه – یونان- مقدونیه- سربیا- کرواسیا – اطریش – او جرمني د کډوالو د روان بهیر تر ټولو عمده لیکه ده.

انځور: اروپا ته د کډوالو عمده لار
یونان د کډوالو د سفر په لومړۍ لیکه کې پروت هیواد دی چې ورڅخه هره ورځ په زرګونو وګړي نورو اروپایي هېوادونو په تېره بیا المان او سویډن ته د تلو په موخه تېریږي. ددې هیواد د لسبوس ټاپو لومړی تمځای دی چې د ټولو کډوالو کابو ۶۰ سلنه له همدې لارې ځانونه نورو اروپایي هېوادونو ته رسوي چیرته چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال له پیل تر دې دمه ( د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ تر ۳۰ نېټې ۵۳۳۵۴۳ تنه رارسېدلي دي.

اروپا ته د کډوالو په روان بهیر کې لوی شمېر افغانان هم شامل دي. د سوریا یانو او عراقیانو په پرتله که څه هم د دوی سفر اوږد او له خورا ډیرو ستونزو سره مل دی خو له دې سره سره یې شمېر ورځ تر بلې ډیریږي. تیر کال افغانان د شمېر له پلوه درېیم ځای درلود خو په هیواد کې خرابېدونکي امنیتي او اقتصادي وضعیت او ورځ تر بلې د دوی ډیرېدونکي شمېر ته په پام سره داسې ښکاري چې ډیر ژر به د کډوالو   د نوملړ په لومړي سر کې ځای ونیسي.

د ایجن سمندر کې له خونړي سفر سربیره افغانان اړدی چې د بیرحمه قاچاقبرو په لاس د افغانستان-پاکستان، پاکستان-ایرن او ایران-ترکیې له ستختو پولو هم تېر شي. په یادو پولو کې دوی له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کیږي چې د ځینو کیسې خو یې ان د باور وړ نه دي، د قاچاقبرو له لوري د لوټ، غلا، وهل ټکول، یرغمل ساتل، پر ښځو او کوچنیانو جنسي تیري…. نیولې بیا د یادو هېوادونو د پوله ساتونکو ځواکونو له لوري بندي کول، پر ډزو ویشتل، پر سپیو داړل…

انځور: د لسبوس ټاپو د موریا په کمپ کې د سرپنا ځایونو کې د میشتو وګړو د شمېر انځور – سرچینه: کمپ کې یوتن افغان کارکوونکى.   هغوی چې بیا د دې ټولو ستونزو تر زغملو او د ایجن له خونړي سمندر چې هره ورځ په کې ګڼ شمیر خپل ژوند له لاسه ورکوي راتیر شي او د یونان لسبوس ته راورسیږي نو فکر کوي چې اوس ښايي د ارامۍ ساه واخلي. د یونان حکومت ټول هغه کډوال چې یونان ته رارسیږي د نوم لیکنې په مختلفو مرکزونو کې ثبتوي، که چیرې کډوال د پولسیو د نوم لیکنې له مرکز څخه د ثبت پاڼه ترلاسه نه کړي نو اجازه نه لري چې په کښتۍ، الوتکه او ان په ټکسي کې سفر وکړي، په هوټل کې میشت شي او مخ پر وړاندې لاړ شي او ښایی چې د پولیسو له لوري ونیول شي. د نوم لیکنې په یادو مرکزونو کې کډوال له څو ساعتونو نیولې- تر څو ورځو پورې پاتې کیږي. که څه هم په دې مرکزونو کې د ژوندانه شرایط په خپله ډیر د پوښتنې وړ دي په ځانګړې توګه د سرپنا په برخه کې، خو په ټولیزه توګه له افغانانو سره د توپیري چلند سربیره د ثبت دغو مرکزنو ته په رارسیدو ځینې افغانان بیا له نورو او بل ډول ستونزو سره مخ شي چې له امله یې افغانان ډیر ربړیږی.

افغانان چې ډیری یې ایران میشتي افغان کډوال او په تیره بیا هزاره توکمي وکړي دي. دې تناسب اوس د بهرنیانو او په ځانګړي ډول د اروپایانو له انده د افغانانو د هویت په انځورولو ډیره اغیزه کړې او په اسانه باور نه کوي چې هغوي دې هم افغانان وي د چا له څیرې او جغرافیه چې د یاد توکم د وګړو په څیر نه وي. آن تر دې د نوم لیکنې مامورینو ته هم باید بلا ډیر اسناد/شواهد وړاندې کړي څو د افغان په نوم دې ثبت کړي ځکه چې د خبرو لهجه په تیره چې پښتو وایي او د مخ جغرافیه دې د یاد توکم وګړو ته ورته نه ده. په یونان کې د کډوالو د نوم لیکنې په یو کمپ کې همکاران او د رضاکارو ډلو غړي دې ته هک شي چې واوري چې دا لږکي دي او یواځې د افغانستان له څو محدودو ولایاتونو سره تړاو لري، افغانستان لوی هیواد دی چې ډیری وګړي یې داسې نه ښکاري کوم چې دلته لیدل کیږي. دا خو بیا بیخي نه مني چې د هغوى په پرتله چې په رښتينې توګه یې ژوند د ناامنۍ له امله ګواښل کیږي یا یې په سیمو کې جنګ روان دی او د طالب او داعش تر واک لاندې دي ان له هیواده د راوتلو توان هم نه لري او په مقابل کې یې دا نور دي چې له امن ایران او د افغانستان له تر ټولو ډیرو امنو سیمو (بامیان، دایکنډی، او لویو ښارونو لکه مزار…) څخه دلته راځي او ژوند ته د ورپیښ ګواښ له امله اروپا ته پنا راوړي.

هغه افغانان چې د افغان په هویت ثبت نه شي جرمني او سویډن ته د سفر په ادامه کې بیا له ډیرو ستونزو سره مخ کیږي ځکه چې د مقدونیې په پوله کې له افغانانو، سوریانو او عراقیانو پرته نورو ته د تېرېدو اجازه نه ورکول کیږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ګل رحمان د کابل ولایت اوسیدونکی دی، د پیښور د کډوالو په پنډخالی کې يې زدکړې کړي دي. نوموړی له تیرو ۱۰ کلونو راهیسې په کابل کې له مرستندویه ټولنو سره دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.