په افغانستان کې د امریکا د ۱۳ حضور بل نوم د ډالرو زمانه ده؛ په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د حملې له لنډې مودې وروسته، امریکایانو د بیارغونې په نامه بورۍ بورۍ ډالر په نغدي او جنسي ډول افغانستان ته ولېږدول. د جګړه مارو او سیاستوالو له جېبونو ډکولو پرته د ډالرو د لګولو او په اصطلاح رغنیزو پروژو د پلي کولو لپاره د امریکا او نورو هېوادونو ادارو داسې انساني منابعو ته اړتیا لرله چې ګوډه او ماته انګلیسي یې زده وي او څه نا څه یې په کمپیوټر سر خلاصېږي. د دغه کار لپاره تر ټولو ښه هدف ځوانان وو.
بهرنیو موسسو او سفارتونو د ښوونځي فارغان، له ګارډ (ساتونکي) نیولې تر کمپیوټر کار او منېجر (مدیر) څوکیو پورې په بېلابېلو دندو وګومارل او د پام وړ تنخواوې یې ورته وټاکلې چې معمولاً په ډالرو ورکول کېدې. له دې سره ګڼ شمېر ځوانانو په پوهنتون کې د درس ویلو پر ځای څو میاشتې انګلیسي او کمپیوټر کورسونه وویل او د ډالرو ګټلو ته یې مټې بډ وهلې. د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه دومره ډېر شول چې د کوڅې سر او بر کې یې دروازې پرانیستل شوې. ښه ډېر ځوانان په لنډ مهال کې پر ډالرو روږدي شول. دې ته د ډېر کم چا پام کېده چې ډالر به یوه ورځ خلاصېږي.
د ۲۰۱۴ کال په رارسېدو چې د نړیوالو مرستو د کمېدو اوازه شوه، پر ټولو تبه راغله، هر څوک د پښو سپکولو په غم کې شول، چا د امریکا ګرین کارډ اخیستلو ته لارې جوړولې، څوک اروپا کې له علمي او رسمي سفرونو پټېدل او نورو د ډالرو کڅوړې قاچاقبرو ته خلاصولې. په دې ډله کې هغوی ډېر خوش چانسه وو چې له امریکايي، انګلیسي او اروپايي پوځیانو سره یې کار کړی و، د ویزې په ورکولو کې دې ډلې ته ځانګړی پام کېده.
موږ یې په ډالرو او مزو چړچو داسې بوخت کړو چې د وطن جوړولو، بیا رغونې او پرمختګ فکر مو له خیاله الوتی و. یواځې د نن په غم کې مو د پرون ویاړونه او د سبا مسوولیتونه ټول تر پښو لاندې کړل. ځوانان د یوه اوږدمهال پرمختیايي پلان پر ځای په لنډ مهالو پروژه يي سوچونو عادت شول. د نړیوالو مرستو په درېدو نور نه افغانستان مهم و او نه د افغانستان ولس، مهم دا و چې د خپل ځان او کورنۍ لپاره له خوندي راتلونکي څخه د ځان ډاډه کولو لپاره هره مشروعه او نامشروعه هڅه وشي؛ دا کار نو له ډالرو پرته نه کېده او ډالر په افغانستان کې نه وو.
اوس هم اوبه له ورخه نه دې تېرې شوې، د هېواد په ځوانانو کې داسې سټې شته چې هېواد او ټولنې ته ویاړونه ګټلای شي. د داسې ځوانانو قدر وکړئ او د لاسته راوړنو یې درناوی، فرصتونه ورته برابر کړئ چې ولس ته یې ګټه ورسېږي، په تعلیمي، تحصیلي، فرهنګي او د کار په بازار کې باید ټولنه او حکومت داسې کوټلي کارونه وکړي چې له یوې خوا په ځوان کې د هېواد لپاره درد او عاطفه پیاوړې شي او له بل پلوه ولس په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ پر لور روان شي.
دا کار هله کېدای شي چې ځوانان د ژوند لپاره ټاکلې موخې ولري؛ اسلامي او افغاني موخې، په اسلامي هویت او افغاني ارزښتونو ونازېږي او درناوی یې وکړي. بیا به هر وګړی له دغه وطن سره مینه کوي او مینه به یې د هېواد جوړولو ته مجبور کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن