ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انسان د یوه ټولنیز موجود په توګه حق لري، په هغه ځای کې چې اوسيږي، بېلابېل ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، تاریخي او د خپل هېواد د دولتي ادارو د فعالیتونو په اړه  اطلاعات تر لاسه کړي، تر څو له دې لارې د خپلې سیمې، هېواد او نړۍ په اړه معلومات ولري او له دغو اطلاعاتو سره سم، د ژوند اړتیاوو او ستونزو ته د حل لارې ومومي. اطلاعاتو ته د لاسرسي دغه حق په ملي او نړیواله کچه یو معتبر منل شوی اصل دی.

د لومړۍ نړۍ (پرمختللو هېوادونو) ملتونو دغه حق ته د لاسرسي په برخه کې بې شمېره لاسته راوړنې درلودلې دي. په یوویشتمه پیړۍ کې چې ساینس، ټکنالوجۍ او ټولنیزو رسنیو پریمانه پرمختګونه کړي دي، معلومات ته د لاسرسي د حق په لاره کې مبارزه یې هم اسانه کړې ده. وګړي او ولسونه حق لري چې د خپلې ټولنې او هېواد او حتی د خپل هېواد له بریدونو او کرښو هاخوا هم د نړۍ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه اطلاعات تر لاسه کړي.

د اطلاعاتو تر لاسه کول؛ ملتونه په دې توانوي چې د خپل هیواد او نړۍ په اړه پوهه تر لاسه کړي او د خپلو ټولنو د ستونزو په اړه په وخت اقدام وکړي او لاس په کار شي. معلوماتو ته د وګړو لاسرسی په دولتي او خصوصي ادارو کې د فساد پر وړاندې مبارزه هم پیاوړې کوي. ځکه چې ادارې باید د خپلو کړنو او اجراآتو په اړه ولسونو ته معلومات ورکړي، که یې نه ورکوي، نو دا په دې معنی ده چې په کارونو او چارو کې یې روڼتیا نشته او په یو ډول فساد شتون لري.

له دې پرته؛ حکومتونه او دولتونه د ولسونو په دوو ډیرو باارښته پدیدو او توکو (رأی او مالیه) باندې را منځ ته کیږي او پایښت ته دوام ورکوي، ځکه نو ولسونه حق لري چې د دغو دوو معتبرو شیانو په مقابل کې، د خپلو ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات تر لاسه کړي.  

 اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون:                                                                                                             

دا قانون د ۱۳۹۳ل کال د تلې په میاشت کې د ملي شورا د مجلسینو د ګډ پلاوي د (۱۳۷) ګڼې پرېکړې پر بنسټ په (۶) فصلونو او (۳۲) مادو کې تصویب او د ۱۳۹۳ل کال په وروستیو کې د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني له لوري لاسلیک او توشیح شو. پاتې دې نه وي چې نوموړی قانون د افغانستان د اساسي قانون د (۵۰) مادې په درېیمه فقره کې د درج شوي حکم او د (۶۴) مادې د (۱۶) فقرې د حکم له مخې، وضع شوی دی.

موخې :

له دولتي ادارو څخه اطلاعاتو ته د هيواد د اتباعو د لاسرسي د حق خوندي کول او د هیواد د اساسي قانون د درېیمې مادې په پام کې نیولو سره د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق د نوولسمې مادې رعایتول.

لکه څرنګه مو چې په سريزه کې یاده کړه، حکومتونه او دولتونه د ولسونو د رأیو په وسیله را منځ ته کیږي او د مالیې په ورکړې پایښت او پیاوړتیا مومي. نو له دې کبله دا د ولسونو حق دی چې له خپلو دولتي ادارو څخه د هغو د کړنو، فعالیتونو او اجراآتو په اړه معلومات او حساب وغواړي. تر څو دا اصل له یوه اړخه د ولسونو په پوهاوي کې مرسته وکړي او بل پلو ته د فساد مخنیوی وکړي او روڼتیا را منځ ته شي.

 اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسيون:

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څلورم فصل (۱۶) ماده حکم کوي چې په دې قانون کې د درج شوو موخو د پلي کیدو په منظور، اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسیون د هېواد د دولتي ادارو، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د مدني او حقوقي خپلواکو ټولنو له (۱۳) غړو څخه په مرکز او ولایتونو کې جوړیږي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسيون جوړېدل او فعاليتونه:

د ۱۳۹۴ل کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه کمېسیون را منځ ته شو او رسماْ یې په چارو پیل کړی او د کمېسیون د داخلي ټاکنو په ترڅ کې د کمېسیون ريیس، مرستیال او منشي ټاکل شوي دي. تیرو اتو میاشتو کې یې ټولې غونډې فوق العاده تر سره کړې دي، او د کمېسیون د خپلو رسمي چارو او فعالیتونو د ښه او منظم پر مخ بیولو لپاره د کمېسیون داخلې کړنلارې، تګلارې، لارښودونه او مقررې ترتیب او تنظیم شوي دي.

د قانون له حکم سره سم، ټولو دولتي ادارو کې د اطلاع رسولو دفترونه او مسوول کارکوونکي رسماْ کمېسیون ته ور پیژندل شوي او د اطلاع غوښتنې فورم چې د مالیې وزارت له خوا چاپ شوی، ټولو دولتي ادارو ته استول شوى دى. کمېسیون خپلې رسمي چارې د جمهوریت روغتون تر شاه، د ملي ګالرې په انګړ کې په دوه پوړیزه ودانې کې تر سره کوي.

ټول هېوادل کولای شي چې د دولتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په صورت کې خپل شکایتونه معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون ته وسپاري. کمېسیون شکایتونو ته د ژر رسیدو او حل لپاره، څلور بېلابېلې کاري کمېټې:

۱- (د سیاسي او اقتصادي چارو کمېټه).

 ۲- (د سوداګریزو او مالي چارو کمېټه).

 ۳- (د ټولنیزو او فرهنګي چارو کمېټه).

 ۴- (د عدلي، قضایي او تحصیلي چارو کمېټه) جوړې کړې دي.

کمېسیون ګرانو هېوادوالو ته په رسمي ډول اعلاموي چې په ټولو دولتي ادارو کې د اطلاعاتو رسولو دفترونه جوړ شوي او مسوولو کسانو ته دنده سپارل شوې، تر څو د قانون له حکم سره سم، د اطلاعاتو غوښتونکي شخص ته اړونده غوښتل شوي معلومات برابر کړي.

د اطلاعاتو د نه ورکولو په صورت کې، هېوادوال کولای شي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسیون ته خپل شکایت وړاندې کړي. کمېسیون هر څومره ژر چې کیدای شي، د خپلو هېوادولو شکایتونو ته د رسیدګۍ لپاره اقدام کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 10

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.