ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا مخکښ غړي او زوړ سیاست پوه ( ربرت بلک ویل)د ۲۰۱۰ میلادي کال په وروستیو کې امریکا ته د افغانستان له کړکیچ څخه د خلاصون په موخه د درې ګامونو پورته کول په ګوته کړي و چې زه یې استنباطي شکل په دې ډول څرګندوم.

لومړى د امریکا روانه جګړه په افغانستان کې ځاني او مالي زیان راوړونکې ده. د امریکایي عسکري قواوو د مړینې په ګډون امریکا باید پاکستان ته له باج ورکولو نه پرته هر کال سل ميلیارده امریکایي ډالر د جګړې لګښت پرې کړي دا په داسې حال کې ده چې ددې جګړې ګټه په اصطلاح د هوا موټی کول ښکاري نو له دې کبله امریکا باید له محاربوي لارې نه په څټ او په حمایوي رول ځان بسیا کړي.

 امریکا دغه کار په ۲۰۱۴ عیسوي کال کې عملي کړی او محدودې لښکرې یې په ګران هېواد افغانستان کې پاتې شوې چې غوونکې بڼه لري ، دا په داسې حال کې ده چې افغان ولس ددوی د شتون له امله نا امنه ورځې شپې سبا کوې او روانه تپل شوې جګړه یوازې د افغانستان ملي ځواکونو ته پاتې ده او په پایله کې يې لسګونه تنکي تنکي ځوانان بې ځایه او د هیڅ لپاره هره ورځ د خپلو وینو جامونه غړپوي.

دويم له مخالفو جګړه مارو قوتونو سره باید په افغانستان کې یو ډول سمسمکی وکړي ترڅو د امریکا اصلي موخو ته چې شرقي نړیوالو قوتونو د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخنیوی، په منځنۍ آسیا کې د امریکا ګټې خوندي کول، د ایران هستوي هڅې تر کنټرول لاندې راوستول او د منځني ختيځ بې ثباته کول دي چې په اسانه او هوسا ډول تر سره او په لاس راوړي.

 امریکا له طالبانو سره د ټیکاو او سمسمکي هڅې ګړندۍ کړي او دا اوس مهال امریکا، چین ، پاکستان او افغانستان د سولې د ټغر څلور اړخه بلل کیږي په داسې حال کې چې پایلې یې د روسيې او ایران نه شتون له امله مشکوکې او ناشونې  برېښي.

درېیم د نظامي، ټولنیز او د ځمکنۍ پیچلتیا له امله امریکا او ملګري یې نه شي کولای د ا فغانستان په پښتون مېشته سیمو کې جګړیز پرمختګ ولري او د جګړې ګتونکي شي دا په داسې حال کې ده چې امریکا نه شي کولی په دې سیمو کې د ټولنیز بدلون اړتیا پوره کړي او  بنسټیز اجتماعي اووښتون او یا هم لږ تر لږه بدلون راولي. نو له دې کبله غوره ده چې امریکا د افغانستان جنوبي سیمې پښتنو، د دوی په اصطلاح (طالبانو) ته پریږدي او خپل محدود ځواکونه د افغانستان شمالي سیمو کې چې احتمالا ډیره نا امنه سیمه به وګڼل شي خوندي وساتي ترڅو د طالبانو د عملیاتي خطراتو په ظاهر کې په اصطلاح مخه ډب وساتي او په باطن کې منځنۍ اسیا بې ثباته او نا کراره کړي.

په افغانستان کې ځینې ډلې د لوی افغانستان په خوږو سندرو ویلو له ډیر پخوا نه بوخت دي، تېره اوونۍ د پاچاخان په پوهنتون کې ځانمرګى برید وشو چې پړه یې د افغانستان په حکومت واچول شوه او د سیمې حالات یې لا پسې کړکیچن کړل، د امریکایي ځواکونو سر قوماندان تبدیل او د افغانستان وضعیت یې ۲۰۱۶ میلادي کال لپاره له ستونزو ډک کال وباله او په خلکو کې یې وېره او وهم خور کړ، پرون د امریکا د سنا مخکښ سناتور د افغانستان ستونزه له کوریا سره تشبېه کړه چې داسې باید نه وای شوي، باچاخاني د پیښور په چارسده کې وخوځېده ، لر او بر افغان یو دی شعارونه پورته شول او د پاچاخان د کړنلارې په خلاف تشدد د پالیسي غوښتنې وشوې، طالبانو د پګواش په ناسته کې د سولې لپاره امریکایي ځواکونو پوره وتل بنسټیز شرط کیښود، په اسلام اباد کې د څلور اړخیزې بلې ناستې اعلان د دوهم ځل لپاره بیا تکرارشو او د سولې د بېړني پرمختګ وړاندیز په جوړېدو یې تاکید وکړ. دا ټولې خبرې اوخوځښتونه د سیمې او په تیره بیا  د افغانستان ملت ته د امن نه، بلکې خطر زنګ ښکاریږي او د وېش دغمیزې بد بوی ترې احساسیږي.

ښایی دا جغرافیایي وېش پاکستان، افغانستان، ایران او مرکزي اسیا ډیره متاثره کړې او سیمه د بلوچستان، جنوبي افغانستان شمالي افغانستان، اسماعیلستان، خراسان، کردستان او داسې نورو نومونو وویشل شي. ځینې لوستونکي ښایي راروان په اصطلاح سیمه يیز جغرافیایي وېش مثبت و نیکمرغي یې وبولي لیکن زما په باور بریا همیش په اتفاق کې رښتینې کیږي نه په نفاق کې، ستراقتصادي،  نظامي اوسیاسي قوتونه د تاریخ په اوږدو کې سترو جغرافیو کې رښتیني شوي دي چې بریتاني امپراطوري یې یوه ښه بېلګه بولم.

له بلې خوا د سیاسي ستر هویت په موخه په شلمه پیړۍ کې روسانو، ایدولوژیک انقلاب پیل کړ او د شوروي جمهوریتونو اتحادیه یې جوړه کړه (چې اوس مهال مشترک المنافع هیوادونو اتحادیه ده)، اروپا یوه ستره سیاسي اتحادیه اعلان کړه او خپله ستره اقتصادي څېره یې وښودله، امریکا متحده ایالات تر اوسه ساتلي دي، استرلیا خپل ایالاتونه په نه بېلیدونکي ډول سریښ کړي، اعرابو د ځان د بقا لپاره ارب لیګ جوړ کړی ده.

له دې نه معلومیږي چې شخصي، ملي، او سیاسي هویتي بقا او ژوند، په اجماع او یووالي کې نغښتي دي او بې اتفاقي یې د زوال غښتلی عامل دی ، نو څنګه به د افغانستان وېش هیوادوالو ته نیکمرغي راولي؟

په ذهن کې دا احتمالي سوال هم پیدا کیږي چې : ولې داسې ننګونې همیش د افغان ولس او خاورې ته مخامخ دي؟

زما  په باور دې خاورې او ولس له څو لسیزو راپه دیخوا خپل مخکښ وارث ورک کړی او ولس یې په کاذبو او غلوونکو رهبرانو او کار پوهانو رښتینی باور کوي حال دا چې د یو ښه لارښود ورکه او نه شتون  د ملت د و ګړو تر منځ ملي سریښ له منځه وړى له همدې امله ملت د ملي مسایلو پر وړاندې له څو لسیزو را په دې خوا لکه د اوس په شان په بې اتفاقۍ اوبې تفاوتۍ چلند کوي.

د ملي وحدت حکومت واکداران خپله بقا د اغیارو په رضایت کې ګوري  او د خپلو ملي ګټو نه د پردیو ګټو ته ډیر ژمن دي. ورځ تر بلې خپلې کاذبې څیرې لا پسې رسوا کوي او د نامشروعیت کندې ته ځان نږدې کوي . هغه څوک چې ددې هیواد له هوا نه یې ډیر وخت تنفس نوی کړی، خاپوړې یې نوې کړي، کورنۍ او اولادونه یې په دې خاوره کې ژوند او تعلیم نه کوي، په خپله تعلیم اویا ټولنیز مهارت ونه لري، په دې خاوره  کې پر اوسیدو و شرمیګيږي،  دد خاورې تابعیت یې اصلی تابعیت نه وي نو په کوم دلیل او قوت به ددې خاورې ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته ژمن پاتې شي.

نو په پای کې ددې هیواد د یوه وړوکي وګړي په صفت په افغان ولس غږ کوم چې ویښ واوسي او حالات د خپل هیواد په ګټه وڅرخوي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بسم الله بسمل په ۱۳۴۸ لمریز کال کې په لغمان ولایت کې زېږېدلی دی او لومړنۍ زده کړې یې د همدغه ولایت په اول نمبر ښوونخي او ثانوي هغه یې په پېښور کې ترسره کړې دي. بسمل په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د دعوت او جهاد پوهنتون له انجینرۍ څانګې فارغ شوی او په ۱۳۷۹ کال کې یې د اوبو لګولو او د سیندینو د انجینرۍ په څانګه کې ځینې نورې زده کړې د پېښور په پوهنتون کې کړې دي. دغه راز په ۱۳۹۳ کال کې یې د انګلستان د Liverpool په پوهنتون کې د رهبرۍ په برخه کې تخصص کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.