ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Dec 2015 - 16:21
author avatar
26 Dec 2015 - 16:21

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په یوه نا اټکل شوي دریځ کې اعلان کړی،چې هېواد یې د داعش ډلې د ځپلو لپاره له وسله والو طالبانو سره په اړیکه او د خبرو په حال کې دی.

د کابلوف دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې:

– په نړیواله کچه د روسیې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو بهیر د تېرو څو لسیزو په کچه نسبتاً لوړې ترینګلې کچې ته رسیدلى، په ځانګړي ډول د اوکراین د مسئلې پر سر، په اوکراین کې روسیې د کریمیا سرحدي سیمې د ملکیت ادعا او د نیولو لپاره یې عملاً پوځي اقدام وکړ، چې امریکا د لوېدیځو هېوادونو په ملتیا توند غبرګون وښود او پر روسیې یې سخت سیاسي فشارونه او اقتصادي بندیزونه ولګول، پرځینو نورو هېوادونو او نړیوالو مسایلو هم روسیې او امریکا د یو بل پر وړاندې توند دریځونه ونیول.

– دلته اسیا ته داعش ډله او مفکوره یې را ورسېده، روسیې ته نږدې د افغانستان شمالي پولو ته جګړه وغځېده او روسیې په مختلفو بڼو په نړیواله کچه امریکا د داعش ډلې په ملاتړ، پراختیا او د دوی د پولو په ګواښلو پړه وګڼله.

– افغان حکومت هم دغه  وضعیت اندېښمن کړ، نورو هېوادونو ته یې په خپله خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو د غځېدو خبرداری ورکړ او د روسیې په ګډون له نورو سیمه ییزو هېوادونو څخه یې د دغه ګواښ په ځپلو او مهارولو کې د هر اړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.

– د روسیې یوه مهم خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی د داعش ډ‌لې په ملاتړ تورن کړل، خو د افغانستان اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت شورا دا تورونه رد کړل.

– په افغانستان کې په کور دننه یو شمېر سیاسي څېرو هم څه په زغرده او څه کنایوي ډول د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، حکومت او په ځینو مواردو کې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د داعش ډلې په ملاتړ تورن او په دې اړه د سند لرلو ادعا هم وکړه، خو تراوسه یې کوم سند وړاندې نه کړ، یا نکړای شو.

د دې ټولو مسایلو پایله کې داسې ښکاري چې:

– په سیمه کې د ترهګرۍ د ګډ ګواښ د مشترک او موثر ځپلو لپاره د کومې سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدل، چې د افغانستان حکومت او یو شمېر نورو هېوادونو ډېر ټینګار پرې کاوه، له ننګونو سره مخامخ شوی او لا د بې باورۍ روحیه پياوړې شوې ده.

– ظاهراً او سملاسي روسیه او ممکن د پردې شاته امریکا ورسره افغانستان ته د خپلې سیالۍ لړۍ غځوي او په افغانستان کې د خپلو نړیوالو ګټو او هدفونو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.

– د جګړې د یوه اړخ په توګه طالبانو د کندوز له سقوطولو سره روسیه او د سیمې نور هېوادونه د هغوی د ثبات په ګواښلو وېرولي او په دې ډول یې له دوی سره د مرستو لپاره راضي او مجبوره کړي، له بل لوري دا اټکل هم کېدای شي، چې ممکن د کندوز سقوط هم د یوې پټې دسیسې او له طالبانو سره د مرستې د زمینې او پلمې برابرولو لپاره د روسیې له مرستې څخه برخمنه هڅه او عمل و.

د دې لنډ بحث د پایلې په توګه دا څو خبرې لاسته راځي:

– نه یوازې په سیمه ییزه کچه؛ بلکې له لویه سره او په  نړیواله کچه له بده مرغه لوی او د نړیوالې امنیت شورا غړي هېوادونه هم  څه ټول یا یوه برخه لا تراوسه په صراحت سره د دې جرئت او اراده لري، چې د  ګټو د خوندي ساتلو لپاره له هغو ډلو سره د اړیکو او همکاریو خبره او هڅه وکړي، چې د دوی په غړیتوب د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپلو پرله پسې مصوبو او پرېکړه لیکونو کې ترهګر او د بندیزونو وړ ګڼلي او پر ځپلو او نابودولو یې ټینګار کړی.

– نه یوازې کمزوري، وروسته پاتې او جګړه ځپلي؛ بلکې نړیوال هېوادونه او قدرتونه هم د پياوړې او هغه ډول اغېزناکې دیپلوماسۍ له قوته محروم دي، چې په کې د سالمو، سوله ییزو او اغېزناکو سیاستونو له لارې نړیوالې ننګونې او د هېوادونو ترمنځ اړیکې تنظیم، مهار او ستونزې حل کړي.

– د افغانستان دولت په خپله خاوره او سیمه کې د دغو لویو قدرتونو د تقابل د مخنیوي لپاره د خورا هوښیارې او اغېزناکې ديپلوماسۍ په تنظیمولو مکلف دی، دولت دې لومړی د دې ستونزې د مهارولو مخه بنده او بیا روسیې ته له افغانستان سره د ناسمې ماضي د پایلو له یادولو سره دا هېواد قایل کړي، چې د نړیوالو پرېکړه لیکونو په ترڅ کې له پېژندل شوو ترهګرو ډلو سره د مرستو پرځای د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د افغانستان د مشروع دولت په توګه له دوی سره عملي او مخلصانه همکارۍ د یوې باورمندې فضا په  چوکاټ کې تنظیم کړي، همدا شان دې روسیه تشویق او قانع کړي، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره په خپلوستونزو او اختلافونو کې ورګډ نه کړي، که په دې اړه جدي او دقیق کار ونه شي او د بې باورۍ رامنځته شوې فضا اصلاح او پای ته ونه رسوي، دا بې باوري به پراخه او سیمه او نړۍ د نورو نا کنټرولېدونکو او نه جبرانېدونکو ستونزو پر لور بوځي، د دې را ټوکېدونکو ګواښونو پایلې ښکاره ده، چې هیڅ یوه لوري ته به هم ښې نه وي او بې ثباتي به زیان ور واړوي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ارشاد رغاند په ۱۳۷۰ لمریزکال د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښارکې زیږیدلی، په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو محصل دی، له څه باندې اتو کلونو راهیسې یې د هېواد له مختلفو رسنیو سره د خبریال ،پروډیوسر او لیکوال په توګه دنده او همکاري ترسره کړې ده.
٦ چاپ شوي اثارلري، چې ژباړې او لیکنې یې دي. اوس په جلال اباد کې رسنیز او فرهنګي فعالیتونه لري، د جلالکوټ ادبي خوځښت په نوم د یوې فرهنګي ټولنې موسسس او مشر هم دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.