ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
15 Jan 2018 - 14:24
author avatar
15 Jan 2018 - 14:24

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هیئت سفر افغانستان په داسې حساسو شرایطو کې د افغان حکومت لپاره یوه ښه خبره ده. د امنیت شورا پرېکړې او تصامیم د ملګرو ملتونو سازمان د نورو ارګانونو برعکس الزامي جنبه لري.

په  ۲۰۱۰ م کال کې د م م امنیت شورا غړي افغانستان ته راغلي وه، دا ځل د م م امنیت شورا هیئت سفر   د پخوا په پرتله قوي برېښي هغه دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پوره پنځلس غړي ( پنځه دایمي امریکا، روسیه ، چین ، فرانسه او انګلستان او لس غیر دایمي غړي سویډن، پولنډ ، قزاقستان، بولیویا، ایتوپیا، کویټ ، هالنډ، پیرو، ګینه استوایی او عاج ساحل ) د افغانستان د حالاتو ارزونې لپاره راغلي . د نوموړي هیئت مشري په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر او د امنیت شورا دوره یی ريیس خیریت عمروف ير غاړه لري.

له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته افغان حکومت د م م په کلنۍ ناستو کې د خپلو فعالو لابی ګري سیاستونو چې د ملګرو ملتونو سازمان داخل او بیرون یې په افغانستان کې د جګړې د دوام د علت په اړه نړیوالو سره وکاروله، د دې باعث شوه چې د افغانستان د حالاتو د ارزونې لپاره د م م امنیت شورا خپل لوړ رتبه هیئت افغانستان ته واستوي. دجګړې شدت، د مخدره موادو قاچاق او کرکیلې، طالبانو سره د سولې او مذاکراتو پر مخ خنډونه ، د پاکستان له لوري افغان خاورې باندې مستقیم تجاوز ، پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو کې تروریستانو ته د پناه ځایونو ورکول او نورې مهمې مسلې وې چې د م م امنیت شورا د هیئت او افغان حکومت تر منځ پرې بحث وشو.

په ظاهري بڼه فکر کیږي چې د م م امنیت شورا د هیئت سفر افغانستان ته مهم او حیاتي ارزښت لري، اما دا چې افغان حکومت په نړیواله مستوي په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو پر مېز خپلو اهدافو ته د رسېدو په منظور څومره فعاله برېښي اینده به یې روښانه کړي.

زما له نظره ، اوسمهال پاکستان   د م م د یو غړي په توګه د نوموړي سازمان د منشور څخه له دوه جهته ناقض هېواد تعریفولی شو. اول دا چې د ملګرو ملتونو منشور خپل اهداف لري چې د نړیوال امنیت او سولې ته رسېدل دي. اوس مهال پاکستان په سیمه کې په ځانګړي ډول افغانستان او هند کې د جګړيیزو حلقو څخه ملاتړ کوي چې په ښکاره توګه د ملګرو ملتونو د اهدافو مغایرعمل دی. دویم دا چې د ملګرو ملتونو منشور د هېوادونو تر منځ د مسالمته امیز ژوند اصول تعریف کړي او پاکستان په ښکاره توګه د م م منشور اصولو څخه سرغړونه کوي. نو د دواړو جهتو ( د م م اهداف او اصول) پاکستان یو ناقض دولت دی چې له منشور سره سم د نړیوالو حقوقو په اډانه کې د مجازاتو وړ دی.

 بله مهمه خبره د نړیوالو عمومي حقوقو له اړخه د ښه ګاونډيتوب اصل دی چې له بده مرغه پاکستان خپلو ټولو ګاونډیو سره ( چین پرته ) نوموړی اصل تر پښو لاندې کړی. پاکستان د ډیورنډفرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول پیل کړي چې د نړیوالو حقوقو له منظره د تېري او تجاوز تعریف لري.

په بین المللي حقوقو کې د هېوادونو تر منځ د سرحد ټاکلو لپاره خپل ځانګړي اصول منل شوي چې هېوادونه یې باید پلي کړي. د پاکستان له اړخه د اغزن تار غځول په هېڅ صورت د نړیوالو حقوقو په اصل کې ځای نه لري. د پاکستان له اړخه پورته یادو شوو سرغړونو مقابل کې څلورو صلاحیتونه ۱. توصیه ، ۲ـ اخطاریه، ۳ـ اقتصادي بندیزونه ،۴ـ نظامي مداخله ټول هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې امنیت شورا ته ورکړل شوي. اوسمهال د افغان حکومت له لوري ملګرو ملتونو سازمان کې سازماني ډپلوماسي (Organizational Diplomacy) تر هر څه مهمه خبره ده چې څرنګه کولی شي د پاکستان په اړه خپل نیم مزل تر پایه ورسوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.