ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لکه څرنګه چې اټکل شوی د کاسا زر  پروژه کې به د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغېزستان هېوادونه وتوانیږې چې د سیمې په کچه د برېښنا د سوداګرۍ مارکېټ برابر کړي، کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان له لارې پاکستان هېواد ته ۱۰۰۰ ميګاواټه برېښنا ولېږدوي، په دې پروژې سره به د سیمې څلور هېوادونه د خپلمنځي ګډو ګټو په اساس سره وتړل شي.

دا پروژه کولی شي په سیمه او نړۍ کې د افغانستان نړیوال حیثیت او باور زیات کړي، یاده پروژه به د مرکزي اسیا له قرغېزستان او تاجکستان هېوادونو څخه چې د برېښنا د تولید خورا ډېر امکانات په واک کې لري او د اوړي په موسم کې ورته چندان اړتیا نه لیدل کیږي د سوېلي اسیا پاکستان او افغانستان په هېوادونو وپلوري.

 د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اټکلیز لګښت  ۱.۲ میلیارده امریکایي ډالره اټکل شوی. اټکلیز اوږدوالی یې ۷۶۵ کیلومتره دى، ۵۶۲ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې تېریږي. د یادې پروژې په چوکاټ کې به په پلخمري ښار کې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا بک ټو بک سټیشن  ورغول شي. په رغولو سره به یې افغانستان وکولی شي له تاجکستان  څخه د هغه شته ۲۲۰ کیلو ولټه لین له لارې برېښنا وپیري چې له تاجکستان   څخه هیواد ته راغلی.

 داټکل له مخې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تدارکاتي کارونه چې همدا اوس ترکار لاندې دي د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې به بشپړ شي. د ۲۰۱۸ میلادي کال په پیل کې به د افغانستان د برخې رغنیزې چارې پیل شي. د دې پروژې د پلي کېدو په موخه دوه هندي کمپنۍ چې په شرایطو برابرې دي دامهال د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له سکرټریټ او افغان حکومت سره د خبرو اترو په درشل کې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به له دوی سره خبرې اترې یوې پایلې ته ورسیږې.

د برېښنا د لېږد دا ستره ملي پروژه کولی شي په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ټېکاو او د افغانستان لپاره د نړیوال باور   زمینه برابره کړي.  پاکستان چې د ګرمۍ په موسم او افغانستان د ژمي په موسم کې د برېښنا له کموالي سره لاس ګریوان وي له دې لار به وکولی شي خپله د اړتیا وړ برېښنا ترلاسه کړي.

 د دې پروژې په پلي کېدو سره به  په سیمه او څلورو هېوادونو کې د غربت مخه ونیول شي. د پلي کېدو په جریان او وروسته له هغه به د زرګونو دندو د پیداکېدو لامل شي، د سیمې اقتصادي چارې به ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو شي او غربت به له منځه يوسي.

په افغانستان کې به یاده پروژه له ۷۰۰  کليو،  ۲۳ ولسوالیو او (۷) اوو ولایتونو له لارې تېره شي، یاده پروژه به ۱۵۲۰۰۰ کورنۍ چې د دې پروژې په ۲/۲ کیلومترۍ کې موقعیت لري، متاثره کورنیو ته به د همدې پروژې پرمټ د ټولنې د ملاتړ د پروګرام ترنامه لاندې، د (۴۰) څلویښت میلیونه ډالرو په لګښت د کلیو او پراختیا وزارت له لوري د خلکو له غوښتنې سره سم ټولګټې پروژې پلې شي، ترڅو هغه سیمې او کورنۍ چې د دې پروژې له پلي کېدو څخه اغېزمنې کیږي ورڅخه ګټه واخلي.

د یادونې ده چې د هېواد دننه د دې پروژې چارې د افغانستان برېښنا شرکت او اوبو او نرژي وزارت له لوري پرمخ وړل کیږي.

  د دې پروژې د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) مسوولیت د کلیو او پراختیا وزارت پرغاړه لري  او یاد پروګرام د چمتو کېدو په درشل کېده، دا پروګرام به د ملی پیوستون په څېر په هغو کلیو او بانډو کې پلی کیږي چې د دې پروژې له پلي کېدو څخه اغېزمن کیږي، د دې پروګرام په چوکاټ کې په پام کې ده چې پلونه، پلچکونه، لارې، د اوبو واړه بندونه، استنادي دیوالونه او د برېښنا وړې پروژې په سیمه کې پلې شي. د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) د هغې ارزونې په پایله کې چمتو او پلې کیږي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه یې د نړیوالو مشورتي کمپنیو پرمټ معلومات راټول او دایې غوره ګڼلې چې باید د دې پروژې ترڅنګ د سیمې خلکوته هم د دې پروژې د پلي کېدو ترڅنګ کار  وشي.

په یادو پروژه کې به تر ډېره بریده هڅه وشي ترڅو هغو کلیو او بانډو ته چې دا پروژه  ترې،  تېریږې ۵۰٪ سلنه د برېښنا د تولید وړې پروژې پلې شي ، د پروژې تر پوښښ لاندې ۷۰٪ سلنه کورنۍ به له ټولنیزو اقتصادي پروژو څخه برخمنې شي.

په یادو سیمو کې به تر ډېره بریده مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکي له هماغو سیمو څخه پر دندو وګومارل شي ترڅو خلکو ته کاري زمینه برابره شي او د دوى د اقتصادي پراختیا په برخه کې به یو کوچنى ګام واخیستل شي، د دې پروژې له اوږدمهاله ګټو څخه په لاسته راتلو سره به په یادو سیمو کې هغه صنعتي او زارعتي شرکتونه چې په اوس وخت کې د برېښنا له نشتون سره مخ دي او خپل کارونه په ډېرو ستونزو او لګښت سره تر سره کوي له برېښنا څخه برخمن شي.

د یادولو ده چې د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) یوازې په هغو سیمو کې پلی کیږي چې په کومو سیمو کې د کاسا زر پروژه پلې کیږي دا پروګرام لکه څنګه چې مخکې هم یادونه يې وشوه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به یاد پروګرام د ولسی تړون (میثاق شهروندي) ترڅنګ پلی کوي.

له  پلان سره به سم د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې  د چارو له پیلېدو وړاندې  په پورتینو ذکر شوو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل او د خلکو د لیوالتیا په جلبولو کې به زیات کار ترسره شي د یادونې ده چې خلکوته به د دې پروژې د ګټو او هغو امکاناتو په هکله چې په سیمه کې به ولګول شي پوره پوهاوی ورکړل شي.

د یادې پروژې په پلي کېدو سره به په سیمه کې سیمه يیزو وګړو ته په زیات شمېر کاري اوږدمهاله او لنډ مهاله کارونه پیدا شي، هغه پیسې چې د دې پروژې څخه په کلني ډول ترلاسه کیږي شاوخوا ۲ میلیونه ډالره به یې د همدې سیمې د بنسټیزو اقتصادي پروژو په پلي کولو ولګول شي.

داچې له کاسا زر پروژې څخه په کلني انډول له ۴۵ څخه تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې ګټه تر لاسه کوي که چېرې د برېښنا لېږد له ۶ میاشتو زیات شي کولی شي دا کلنۍ د لېږد حق تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو پورې ورسیږي.

د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۵ ولسمشر محمد اشرف غني په تاجکستان هېواد کې د کاسا زر پروژې د غړو هېوادونو په ګډه ناسته ګډون وکړ نوموړي هلته وویل چې افغانستان غواړي د کاسا زر پروژې له لارې له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۱۶۰۰۰ میګاواټه برېښنا د مرکزي اسیا له  هېوادونو څخه د سوېلي هېوادونو ته ولېږدوي چې دابه د هېواد کلنى عاید د ګمرکاتو په کچه برابر کړي.    

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 13

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.