ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
28 Jan 2018 - 17:59
author avatar
28 Jan 2018 - 17:59

د امریکا ولسمشر ټرمپ له هغه ورسته چی قدرت تر لاسه کړ او د وخت په تېرېدو سره د عربي هېوادونو د لیدنې ورسته مخ افغانستان ته واړاوه او ويې ويل چې له دې وروسته به امريکا افغان تګلاره پر مهالوېش نه وي ولاړه او د سرتېرو د شمېر په تړاو به پرېکړې امنيتي حالاتو ته په کتو کېږي.

ټرمپ زياته کړه، په بېړه د ځواکونو ايستنې هغه تېروتنه په افغانستان کې نه تکراروي چې په عراق کې شوې وه. که څه هم دغه څرګندونې د یو شمېر هېوادونو ملاتړ سره مخ شول، ولې د ټرمپ وروستۍ څرګندوني د پاکستان په اړه چې امريکا نور په دغه هېواد کې د ترهګرو پټنځي نه شي زغملى او دا حالت بايد سملاسي بدلون ومومي او پاکستان باید د امریکا د ګټو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي، ان چې د امریکا له خوا کلنۍ مالی مرسته هم وځنډول شوه، دغه کار د چین، پاکستان او یو شمېر هېوادونو له خوا وغندل شو او دغه کار یې د نړیوالې ترهګریزې مبارزې پر وړاندې نا سم وباله.

دغه تګلاره د افغانستان حکومت او مشرانو سره پرته له همغږۍ جوړه شوه ، ولې افغان حکومت دغه کار وستایلو او ځینو مشرانو وویل چې امریکا باید ډېر پخوا پر پاکستان باندې فشار راوړى وای تر څو پاکستان په افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلې، ولې پاکستان چې د سیمې یو شمېر هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري او د قدرت پیاوړتیا سربیره په افغانستان کې د ډلو او ټپلو له لارې نفوس هم لري خپله تګلاره کې بدلون راوست، او سم د لاسې یې د افغانستان د اقتصادي پراختیا پلانونو شنډولو ته مخه وکړه او یا هم هلته یې داسې ستونزې جوړې کړې تر څو د افغانستان اقتصادي لارې چارې وتړي، په شمال ولایتونو په یو پلمه او په پلمه، کابل، فراه او هلمند ولایتونو کې د بریدونو د زیاتېدو، د خپل هېواد لارې د افغانستان سوداګرو پر مخ تړل، مالیات لوړول او ډېر داسې نور.

له دې سربېره يې په افغانستان کې خپل جنګي تکتیک هم بدل کړ، لکه په بهرنیو او خاصو ځایونو د بریدونو ډېروالى، په مرسته کوونکو ادارو بریدونه، تر څو د خلکو او د امنیتي ادارو ترمنځ واټن زیات کړي،  د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې د بریدونو په ډاګه کول تر څو افغانان پر امنیتي ځواکونو او رسنیو بې باوره شي، په خپله خاوره کې د افغان ګډوالو په اړه جدې پرېکړه تر څو نړیوال باندې فشار واچوي او له دغې لارې خپلې مرستې لا پیسې ډېرې او هغه مرستې ډېرې کړي کوم چې امریکا د ترهګرو پر واړندې هر کال پاکستان ورکولې.

 له دغو ټولو اقداماتو سره امریکا خپله تګلاره بدله نه کړه او ويې ویل چې پاکستان باید خپلې کړنې بدلې کړي . که نه نورو ستونزو سره به مخ شي.

د دغو تګلارو اصلي قرباني د افغانستان خلک شول یعنې افغانستان د بهرنیانو د سیاست قرباني دى او تېرې اوونۍ کې د هیواد په کچه پنځه لوى بریدونه وشول چې د سلګونو خلکو ژوند يې واخیست او دغه لړۍ روانه ده.

افغانستان ته په کار ده چې د پاکستان دغې تګلارې ته ښه پام وکړي او د یو ښه لوبغاړي په ډول باید مقابله وکړي، له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې ښه کړې، په امنیتي چارو کې بدلون، د سولې حقیقي پروسه باید پلې کړي، کار اهل کار ته سپارل، له خلکو سره نږدېتوب، له مخالفو ډلو سره هغه چلند کول کوم چې دوى يې له افغانانو سره کوي.

د هغو رسنیو مخه نیول چې بهرنیو ګټو ته کار کوي، بدبختانه افغان حکومت تر اوسه پورې خپل ډېر وخت په کورنیو موضوعاتو باندې لګوي چې دا کار یو شمېر بهرنیو څارګرو ادارو ته  وخت ورکوي چې خپلې کړنې په اسانه ډول په افغانستان کې عملي کړي.  که چېرې حکومت خپلې تګلارې ته بدلون ورنه کړي، نو باید ووایو چې همداسې بې ګناه افغانان به د پردیو بریدونو قرباني شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.