ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
8 Apr 2018 - 14:09
author avatar
8 Apr 2018 - 14:09

افغانستان د تاريخ په اوږدو کې دنړیوالو دګټو او سیاسي اهدافو ښکار شوى نړیوالو تل هڅه کړې چې دا ددنګو غرونو،شنو درو او اتلو مېړنو وطن د جګړو ډګر کړي.

کلونه کېږي افغانان وژل کېږي کله په یو نوم او کله په بل نوم ترورکیږي، بېلابېلې ټاپې پرې وهل کېږي ښکلي ځوانان مو په ځوانۍ،ماشومان مو په ماشومتوب د مور او پلار له مینې بې برخې پاتې کیږي حتا ښځې،سپین ږیري او د وطن میندې مو بورې کېږي.

اخیر ولې؟ او تر کله به وژل کېږو ددې معصومو او بې چاره افغانان ګناه څه ده؟ اې! دنړۍ قدرت لرونکو خلکو تاسې له موږ څه غواړئ زموږ په وژلو تاسو ته څه په لاس درځي.

په مدرسو،جوماتونو،ښوونځیو،د خوښۍ مراسیمو،فاتحو او هدیرو کې لا افغانان په کراره پاتې نه دي، دافغان وژنې دا پروسه ډېره اوږد شوه او کلونه وخت یې ونیو که وپوښتل شي چې ولې؟ نو د زياترو ځواب به دا وي چې دې کې دبهرنیانو لاس دی او هغوى افغانان خپلو کې په بېلابېلو نومونو ښکېل او افغانستان یې دخپلو لوبو ډګر ګرځولی دی.

په دې کې شک نشته چې نړیواله ټولنه او د نړۍ یو شمېر هېوادونه له افغانستان سره په اړیکو کې له مختلفو شیوو کار اخلي او له خپل دوه مخي سیاست څخه استفاده کوي، دا یو څرګند حقیقت دی چې په سیاسي لحاظ افغانستان د نړیوالو په لومه کې دی له امریکا تر برېتانیا، روسیې هند،چين،پاکستان او ایران ټول له افغانستان سره د اړیکو لرلو ترڅنګ ګڼ شمېر سیاسي اهداف لري.

 په سیاست کې دا څه ډېره روښانه او ساده دي که ديپلوماټیکو مسایلو ته راشو هر هېواد په متبوع هېواد کې استازي لري، سفارت خانه لري او سفیر یې دهېواد ملي ګټو او ارزښتونو ساتنه کوي، خو له دې سره یو لړ مسایل شته چې یاد استازي یې باید ترسره کړي او خپل هېواد د ملي منافعو د ساتلو په موخه یې له خپلو مسوولینو سره شریک کړي.

زه ډېر د ډیپلوماسۍ اړخ ته نه ځم ولې دا منم چې هېواد مو د نړیوالو مافیا ښکار دی له چين څخه نیولې      رپاکستاني،هندي،ایران،امریکا،روسیې انګریز پورې د افغانستان په روان وضیعت کې ښکېل دي او افغانستان یې دخپلوسیاسي لوبو ډګر ګرځولى دی او د افغان وژنې ګڼي پروژی یې په بیلابیلو نومونو راپیل کړې دي، هغوئ د پروژې دګټلو او بایللو پروا نه لري ځکه که د دوى پروژه ناکامیږي یواځې مالي زیان ویني ولې په لویه کچه قریاني افغانان ورکوي دلته افغانان د سر او مال زیان ویني او دا قرباني له کلونو راهيسې پیل او لا هم دوام مومي د طالب،داعش،حقاني شبکې او نورو ‌ډلو ټپلو که د اوسني حکومت په چوکاټ کې دي او که له هغوى سره په مخالفت کې دي زیان یې یواځې افغان ولس ته رسیږي.

په دې وروستیو پېښو کې ټولو ته په ډاګه شوه چې یواځې قرباني افغانان ورکوي او هېواد مو د نړیوالې مافیا په لومو کې راګير دی او همدا مافیا ده چې افغانستان یې په بېلابېلو قومونو او ګوندونو وېشلی او افغانان ددې پرځاى چې دسولې،یوالي او افغانستان رغولو لپاره ګډ کار وکړي په خپل منځي ستونزو کې يې راګیر کړي دي چې دې مسایلو دافغانستان او افغانانو ملا ماته کړې او دې لړۍ کلونه وخت ونیو.

د دې ټولو ستونز دختمېدو او له جنګ جګړو خلاص د باثباته افغانستان خوبونه هله رښتیا کېدلى شي چې په خپلو کې سره یو شو او په یوه

دسترخوان سره کښېنو،وینه تویونه بس کړو او د هر پردي پر وړاندې په یوه دریځ کې واوسو.

 یو کیږو ګني ورکيږو

دافغانانو دداخلي منازعاتو دحل او نړیوالې مافیا له لومو څخه دخلاصون یواځنۍ لار دافغانانو یووالى،اتفاق او خپلو کې سوله کول دي او ددې کار په ترسره کولوباید ټولې نړۍ ته دا څرګنده کړو چې موږ جګړه نه غواړو جنګ خوښوونکي نه یوو، روانه جګړه بهرنۍ ده او پر افغانانو ټپل شوې ده.

د یوه باامنه او په ځان بسيا افغانستان په هیله

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

حافظ احمد نصرت ژوندون راډیو تلوېزیون سره هلمند کې د خبر په برخه کې کار کوي او ترڅنګ يې وادي هلمند پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.