ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
10 Nov 2018 - 12:05
author avatar
10 Nov 2018 - 12:05

اوبه د الله (ج) له خواهغه لويه،مهمه اوبې مثاله تحفه ده چې د ټولو ژونديو موجوداتو د وجود مهمه برخه جوړوي.او د ژونديو موجوداتو د ژوند د پايښت مهم عنصر دی اوبه نه یوازې دا چې د ژوند یو اړتیا او د ژوندانه مهم عنصـر ګڼل کېږي، بلکې په ودانيزو چاور، سړک جوړونې، برېښنا بندونو، د کرنيزو ځمکو په خړوبولو، صنعتي فابریکو او نورو بشري تاسيساتو کې هم ورڅخه کار اخيستل کېږي. نو نن سبا د اوبو پر سر خبرې ډېرې جدي دي، هم له دې اړخه چې څنګه له دغه کړکيچ سره مبارزه وکړو او هم له دې نظره چې څنګه په ګډه سره په دې برخه کې له اوبو نه سمه ګټه پورته کړو، افغانستان کې د اوبو د کچې کمېدو په تړاو چې په ۲۰۵۰ زيږديز کال کې به دغلته نه د څښاک لپاره اوبه وي او نه به د کرنيزو ځمکو لپاره، خو له هغو نه په سمه توګه ګټه نه پورته کيږي ، موږ به په راتلونکو کلونو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان وو.

افغانستان نږدې پنځه لوى سيندونه لري او په طبيعي ډول د اوبو له تنګسې سره مخ نه دى، خو د شته اوبو ناسم مديريت په دغه هېواد کې د اوبو کړکېچ پېچلى کړى دى.زموږ د هېواد ځينې برخې د وچکالۍ له امله له سخت بشري ناورين سره مخ دي، لکه فارياب، غور ، بادغيس، نيمروز، د   فراه  ولايت ګلستان ولسوالی، پشت رود ولسوالی ، او د هلمند خانشين، مارجه او واشېر ولسوالۍ او د هېواد په نورو برخو کې د خلکو ژوند، د حیواناتو ژوند، کښتونه او هرڅه د نابودۍ له  ګواښ سره مخ دي. د افغانستان د پلازمېنې کابل ځينو برخو کې د ککړتیا له امله اوبه نورې د څښاک وړ نه دي.او یا هم د اوبو له کمښت سره لاس او ګریوان دی، یو بل ګواښ دادی چې اقليمي بدلونونو د دغه هېواد تر ۶۰ سلنې ډېر څاروي د له منځه تلو له خطر سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې نږدې پنځوس سلنه د ځمکې پر سر بهېدونکې اوبه کمې شوې دي او تر ځمکې لاندې اوبو زېرمی هم نږدې اته متره ښکته تللې دي.د اوبو کمښت او دې اقليمي بدلون د افغانستان د کرنې برخه هم سخته ځپلې ده.نو د هېواد هر غړي ته لازمه ده چې د خپل هېواد د تاريخ او جغرافيې په څېر د خپل هېواد طبعي منابع هم وپېژني اود هغې په باره کې جامع او مستند معلومات ولري، داځکه چې طبعي منابع د انسانانو په ژوند کې کليدي نقش لري اوبه يو له دغه منابعو څخه مهمه اوقېمتي منبع ده،نه يوازې داچې يوانسان هره ورځ ۷  او يا هم  ۸  ګيلاسه اوبوته اړتيا  لري، بلکې ټول حيوانات او نباتات بې له اوبو څخه ژوند نه شي کولای،  د اوبو په چاروکې متخصصینو منابعې په درې ډوله وېشل شوې دي ( شکل دواورې ، سطحي منابع او ترځمکې لاندې اوبو منابع ) چی هریو یې په جلا ډول تعریف شوی دی. د اوبو ښه مدیریت او مخنوى دا دی چی حکومت باید تر ټولو مخکې د افغانستان د اوبو بندونه جوړ کړي او ګټې اخيستو ته يې وسپاري،  ترڅو د هېواد وګړي له  دې ناورین څخه خلاصون ومومي لکه: د هرات سلما بند، هلمند کجکي بند، د فراه بخش اباد بند، د کابل شاه توت بند ، شاه عروس بند… او داسې نور دا چې زموږ په هېواد کې د بندونو د جوړولو څومره اړتیاوې او وړتیاوې دي او دغه بندونه زموږ پر اقتصاد څومره اغېزه لري، دا یوه بېله خبره ده. بې له شکه چې په کرنيز  ، برېښنا، طبیعي افاتو مخنیوى او د راتلوونکي وضعیت او د اوبو بحران مخنیوی کوی. بله تر ټولو لويه ننګونه په هېواد کې امنیتي وضعیت دی، چې له امله  یې پانګوال د افغانستان د اوبو په سکتور په تېره بیا د اوبو بندونو په جوړولو کې زرړه نه ښه کوي د تېرو ۱۵ کلونو تجربو هم دا ښودلې چې د اوبو مهارولو، دخولو تویولو ترڅنګ د افغانانو وینه هم تویې کړې او د بندونو جوړېدل هم بالاخره د وینې تویېدو له امله شونې شوي دي. د دې ستونزې مخنیوي ته د حکومت جدی پاملرنه او د داخلي او خارجي مرستو ته اړتیا ده ،خو د دې ترڅنګه زړه سوانده چارواکي او ښه مشري ورته په کار ده.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد محسن صادق د محمد صادق زوی د فراه ولایت د ګلستان ولسوالی اوسېدونکی دی او د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او د کانالیزاسیون شرکت د لوی ریاست د تخنیکي څانګې عمومي ادارې او احصائیوي مدیر دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.