ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوله د هر فرد د ژوند کولو لپاره ستر نعمت دی او د هرې ټولنې وګړي د خپل هېواد لپاره تل پاتې سوله غواړي، افغان وګړي د سولې په خوند هغه وخت پوه شول چې کله يې سوله له کوره ووتله ، دا د سولې د وتلو نېټه د غويي ۷ مه وه چې د افغانستان د بربادۍ او بد مرغۍ زنګ و ، له هغې ورځې راهیسې بیا افغانان د سولې په امید ناست دي او هره شېبه د دې غوښتوونکي دي چې د هر لمانځه په دعا کي د سولې راوستلو غوښتنه له خپل رب څخه کوي.

 د اوسنۍ نړۍ د پرمختللو ټولنو د پرمختګ یو لامل دا دی چې پرمختللې ټولنې سوله لري، هر دولت لومړی سولې ته اړتیا لري سوله د امنیت بستر دی که سوله نه وي امنیت راوستل امکان نه لري چې له دې ستر نعمت څخه افغانان تقریبأ له نیمې پیړۍ څخه بې برخې دي.

 د غويي ۷ مه د سولې د وتلو او د کورنۍ جګړې راوستلو لامل شوه چې بیا د مختلفو سیاسي نظامونو په دوره کې هر سیاسي نظام د خپل بقا لپاره د سولې د راوستلو هڅې کړې دي چې د خلق دیموکراتیک سیاسي نظام په راتګ شرق او غرب د جګړې  لپاره افغانستان ښه وباله او سړه جګړه د  افغانانو په قربانیو  پيل شوه چې د نړۍ ابر قدرتونو خپل هر نوع جګړیز تکتیکونه او وسلې استعمال کړې او په زر ګونه افغانان يې ووژل ، په زرګونه یې مهاجر کړل او دا خاورینه ټوټه یې د انساني ژوند کولو لپاره ناممکن کړه.

سوله د هر سیاسي نظام په لومړیتوبونو کې وه خو د سړې جګړې په دوران کې د افغانستان سوله د افغانانو تر وس او توان ووتله او یوه  نړیوال قدرت ته يې اړتیا پیدا کړه چې ممکن امریکا او ملګري یې اوسيږي د نورمحمد تره کي ، حفظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله هر یو په خپل اقتدار کې د سولې د راوستلو لپاره تر خپل وسه اند او هڅه کړې ده او هر یوه سوله د  افغانانو په لاس کې ونه بلله په خاص ډول ډاکټر نجیب الله په خپلو زیاترو ويناوو کې ویل چې سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده او پاکستان یې د تروریزم ځاله او د تمویل ستره سرچينه وبلله.

  له دوی وروسته د مجاهدینو حکومت راغی او تر ډیره یې د افغانستان د مظلم ولس په قربانیو هره ورځ سبا کوله چې ډیر دوام یي ونه کړ او د دې هیواد هر کونج د بیلابیلو قوماندانانو او زورواکو لخوا اداره کیده او مجاهدین هم  دافغانستان د جګړې له کابو کولو عاجز شول او د دې جګړې کابو کول یې د امریکا او ابر قدرتونو په توان کي وبلل .

د مجاهدينو د نامنظم او ګډوډ حکومت له امله یوې بلې ډلې چې طالبان نومېدل سر راپورته کړ چې په خپل وخت او زمان کې یې زیاته جګړه د شمالي منطقو له مشرانو سره وکړه چې په سر کې یې احمدشاه مسعود قرار درلود،په دې جګړه کې زیات شمېر بې ګناه افغانان په دواړو خواوو کي ووژل شول چې دواړو لورو یو بل د بهرنیو هېوادونو لاس پوڅي بلل او د افغانانو تر منځ خپل منځي جګړې ختمول یې تر وس وتلل چې بیا د القاعدې ډله هم د طالیبانو په همکارۍ راپیدا شوه او د سیپټمبر له ۱۱ مې وروسته دا نظام له منځه لاړ او د امریکا په مرسته د حامد کرزي په مشرۍ یوه لنډمهاله اداره رامنځ ته شوه چې زموږ ددې لیکنې زیاته تمرکز د سیمپټمبر له ۱۱مې  راوروسته پر سیاسي نظام او د سولې پر پروسې دی .

 د حامد کرزي د دورې په رامنځ ته کېدو په لومړي سر کې طالیبان پر کور کښيناسته او ځینې یې ګاونډي هیواد پاکستان ته کډه شول چې د امریکا او ناټو ځواکونو په جګړیزه پالیسي کې دا وه چې باید دا د سترنج لوبه داسې ژر خلاصه نه شي او ډیره بمباري یې د بې ګناه افغان وګړو پر کورونو وکړه او زیات بې ګناه وګړي یې د طالب په نامه زنداني کړل او هغه ډول شنکجې یې ورکړې چې د انسانانو په تاریخ کې پر بشر باندې دومره وحشتناکه ظلم نه و شوی چې دغه بې ګناه وګړي یې د خپل ظلم په کولو دې ته چمتو کړل چې له زندان څخه له تللو وروسته د دوی په مقابل کې جګړې ته تیار شي او له بلې خوا یې د پاکستان نظامي حکومتي ادارې ته د طالبانو په تقویت او مذهبي احساساتو برابرولو کې د رول ادا کولو دنده ورکړه  دا چې د پاکستان حکومتي ادارې د امریکا متحده ایالاتونو د مرستو خوند لیدلى و نو د سړې جګړې پر مهال یې د امریکا په مرستو خپل ځان اټومي طاقت کړ نو هغه و چې طالبان دوباره د جګړې سنګرونو ته مجبور شول .

 د افغانستان د حکومتي ادارې ځینو نظامي قوماندانانو ظلم هم د طالبانو په راپورته کېدو او جګړې ته ور دانګولو کې کومک وکړ چې سوله له منځه لاړه او افغان حکومت په خپلې داخلي جګړې کې ښکېل شو ، خارجي عناصرو ددې جګړې مشرتوب کاوه چې د افغانستان د لنډمهالې ادارې مشر او له ۲۰۰١۴ م کال وروسته د افغانستان دولت ولسمشر حامد کرزي په خپله یوه بیانیه کې وویل چې امریکا د ګوانتانامو له زندان څخه  د طالب سازۍ فابریکه جوړه کړې ده او هر وخت یې د سولې په ارتباط ویل چې سوله د افغانانو په لاس کې نه ده ، سوله لومړی د امریکا او وروسته د پاکستان په لاس کې ده.

 د حامد کرزي په دوره کې نه یوازې دا چې امریکا او پاکستان په دې هیواد کې جګړه پر مخ بیوله، بلکې  ځینو نورو هېوادونو هم لکه ایران د امریکا په مقابل کې ډلې جوړولې او جګړه یې روانه ساتله، هندوستان د پاکستان په نامه جګړه کوله، سعودي عربستان د اسلام پالنې په نامه د امریکا په مقابل کي د طالبانو په مرسته جګړه کوله، چین، روسيې، انګلستان او داسې نورو هیوادونو هم جګړه روانه ساتله چې مخکښ او د جګړې ستر لوبغاړي امریکا او پاکستان وو.

 حامد کرزي د خپل ماموریت په دوران کې  تقریبأ ۲۰ ځله پاکستان ته سفر کړى دی او تل یې ټینګار کاوه چې د پاکستان حکومت د افغانستان د سولې کیلي په لاس کې لري او ښه رول لوبولای شي، د طالبانو مشران هر افغان وګړي ته معلومه ده چې په پاکستان کې استوګن دي او بیا دا هم معلومه شوه ، هغه کس د چاه په خاطر چې په زرګونه افغانان د امریکايي او ناټو تر مرمیو او بمباریو لاندې ووژل شول ، هغه په پاکستان کې ووژل شو، چې هغه اسامه بن لادن و. وروسته دا هم په ډاګه شوه چې د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر هم په پاکستان کې مړ شو، نو اوس ښایي دا سوال ذ هن ته راشي چې پاکستان ولې طالبان تقویه کوي او په افغانستان کې مداخله کوي دا بیا بل بحث دی چې په اخر کې لږ ورباندې غږیږو.

 د حامد کرزي د واکمنۍ په دوران کې  د سولې د راوستلو لپاره د سولې په نامه عالي شورا جوړه شوه چې په لومړي سر کې یې مشر   برهان الدین رباني و او وروسته یې زوی صلاح الدین رباني شو چې دا شورا اکثره له هغو خلکو جوړه شوه چې له طالبانو سره جنګیدلي و ، یا داسې غړي و چې د سولې په مفهوم ، هدف نه پوهیدل او نه يې هم د سولې لپاره کومه سیاسي اراده درلوده ، په ځینو حالاتو کې به حامد کرزي د خپل ځان د خلاصون او ځینو کلیدي اشخاصو لپاره په دې شورا کې یوه بوختیا پیدا کوله او هغوى هم فقط معاش اخیسته نوره کومه سیاسي اراده ورسره نه وه .

 د سولې عالي شورا د یوې پروژې بڼه غوره کړه او کومه مثبته لاس ته راړونه يې نه درلوده له بلې خوا د حکومت په داخل  کې هم داسې کړۍ شته چې سوله نه غواړي او خپله ګټه تر زیاته بریده په دغه ګډوډ جګړیز حالت کې ویني نو د حامد کرزي او د ده د ټیم هڅو کومه مثبته نتیجه ور نه کړه چې د خپلې واکمنۍ په اخر کې يې ځینې سپینې خبرې تر خولې ووتلې او ويې ویل چې امریکا او پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي ، دوی یې په خارجي تروریزم متهم کړل او ويې ویل چې پاکستان تروریزم تمویلوي او د تروریزم د روزنې مرکزونه یې له افغان خاورې د باندې یاد کړل چې بیا د امریکا متحده ایالاتو سره د نظامي تړون پر سر اړیکې يې خړې پړې شوې او افغانستان یو ځل بیا شدیدو جګړو ته داخل شو .

 د اوسنۍ ۲۱ پیړۍ سیاست دا اند سړي ته ورکوي  چې امریکا د پاکستان په مرسته د جګړې او حملو په وجه پر افغان حکومت فشار راوړ چې نظامي امنیتي تړون لاسليک کړي، مګر دا کار پخواني ريیس جمهور و نه کړ، د انتخاباتو پروسه رامنځ ته شوه او یو ناکامه، بدنامه او شرمیدلي انتخابات وشول چې په پایله کې يې د دو مخکښو کاندیدانو هر یو ډاکټر  محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د امریکا په مرسته جوړ جاړى وشو او ډاکتر محمد اشرف غني د افغانستان ريیس جمهور او ډاکتر عبدالله یې د اجرايیه ريیس په توګه اعلان کړل .

د افغانستان اوسني ريیس جمهور هم د خپلې دورې په لومړیتوبونو کې سوله غوره وګڼله او هڅې یې پيل کړې او ويې ویل چې د افغان حکومت لپاره دا دوره د سولې راوستلو لپاره مناسبه ده. هغه خپل لومړی سفر پاکستان ته وکړ او له ډیرو هیلو سره هیواد ته راستون  شو ، مګر د ده له تګ سره سم د طالبانو حملو زور واخیست کله چې د سیاسي رهبرانو په وینا د سولې راوستلو لپاره یو څه نژدې شو نو سمدلاسه د ملامحمد عمر د مرګ اوازه خپره  شوه ، په داسې حال کې چې هغه دوه کاله مخکې په کراچۍ کې مړ شوی و، مګر پاکستان د دې په خاطر چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي نو دا کار یې وکړ چې د طالبانو ترمنځ يې نورې ډلې رامنځ ته کړې.

 د ملامحمد عمر زوی ملا محمد یعقوب ، ملا اختر محمد منصور  او ملا محمد رسول مخکښې طالب ډلې رامنځ ته شوې چې د افغان حکومت لپاره د سولې د راوستلو په موخه له مقابل لوري سره تفاهم ته رسېدل ستونزمن کار شو او هرې ډلې بیا ځانته خاص او بېل شرایط درلودل، نو ویلای شو چې د سولې په ارتباط افغان حکومت د ډاکټر محمد اشرف غني تر قیادت لاندې د طالبانو او اوسني حکومت ترمنځ د سولې د راوستلو لپاره مهمې ناستې شوې دي ، مګر کومه خاصه مثبته نتیجه یې نه ده ور کړې او افغان حکومت کوښښ کوي چې له طالب مشرانو سره یوازې ناستې وکړې، مګر پر هغو باندې د ګاونديو هېوادونو او په خاص ډول د پاکستان او امریکا فشارونه دي چې مستقیمو خبرو ته د کلیدي مشرانو اجازه نه ورکوي نو اوس ټول په دې پوهیږي چې سوله موږ له چاه سره وکړو او د خبرو میز ته له چاه سره حاضر شو، نو زه د خپل اند او اوسني حالاتو په نظر کې نیولو سره دې نتیجې ته رسیږم چې ممکن لاندې څو کرښې د افغانستان د سولې د راوستلو لپاره اړینې وي:

«  د افغانستان په جګړه کې څوک دخیل دي:

د افغانستان جګړه یوه نړیواله جګړه ده چې د نړۍ ځواکمن او ابر قدرتونه د افغانستان په خاوره کې یو دبل د ځپلو لپاره نظامي جګړیز سیاست کوي چې څو نمونې یې د یادولو وړ دي، لومړى د امریکا متحده ایالات د روسيې، ایران، چین او نورو اسیايي هیوادونو لپاره افغانستان دخپلو ګټو او د منطقې د تهدید لپاره استعمالوي چې اکثره دا ډول د امریکا نظامي جګړیز سیاست د C,I,A  استخباراتي شبکې په وسيله تر سره کوي.

پاکستان له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې د رسمیت، د اقتصادي بازار د لاس ته راوړنې په خاطر، له هند سره د افغانستان اړیکې د قطع کولو په خاطر او له غرب سره د ملګرتیا په خاطر د افغانستان حکومت سره  د خپل خارجي دولتي تروریزم د سیاست په مټ جګړه کوي  او ځینې ګروپونه تقویه کوي لکه داعش او طالبان او ددې هیواد سیاسي نظام ګډوډ غواړي چې د دا ډول کړنو ډیره برخه د I,S,I  استخباراتي شبکه سرته رسوي.

هند د خپل اقتصادي بازار په خاطر، له پاکستان سره د منطقوي رقابت په خاطر او د سیمې د سیاست کولو په خاطر په غیر مستقیم ډول جګړه کوي او ځینې ډلې تقویه کوي او خپلو موخو ته ځان رسوي.

ایران د خپل منطقي سیاست، پراختیایي مفکورې، امریکا او ناټو ځپلو، اقتصادي بازار موندلو او دخپل ځان د ساتنې په خاطر په دې هېواد کې جګړه کوي او په غیر مستقیم ډول د طالبانو ځینې ګروپونه او د نورو نامعلومو ډلو په وسيله حملې او وژنې کوي.

روسیه هم په ځینو حالاتو کې امریکا متحده ایالاتو او ناټو د ځپلو لپاره او د خپل منطقوي سیاست په خاطر خپل دولتي خارجي تروریزم او نظامي جګړیز سیاست څخه ګټه اخلي او په دې هیواد کي مداخله کوي.

انګلستان، چین او ځینې نور هېوادونه هم د خپلو ګټو په خاطر مداخلې کوي.

خو د نړۍ د هېوادونو د نظامي جګړیز سیاست چې په افغانستان کې يې لري ستر لوبغاړي پاکستان او امریکا هیوادونه دي.

 

« افغان حکومت له چاه سره سوله وکړي؟

افغان حکومت د سولې راوستلو لپاره باید لومړی له امریکا متحده ایالاتو او دوهم له پاکستان سره مذاکرې وکړي او د دوی ځینو غوښتنو او شرایطو منل د خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره غاړه کیږدي.

د افغان حکومت د دایمي سولې لپاره لاندې هڅو ته اړتیا لري:

۱ . د خپل هیواد د سرحدونو ټینګول .

۲.  ترهر څه لومړی افغان حکومت یوې کلي  مطالعې ته اړتیا لري چې پوه  شي  پاکستان او امریکا د څه لپاره او ولې افغانستان ناکراره او بي ثباته غواړي د دوی اهداف باید په ګوته شي او د دې هیواد د تیرو سیاسي نظامونو حکومتداري تجربه او سیاست هم په نظر کې ونیسي.

۳.  د سولې لپاره یوه بشپړه او د عملي کېدو وړ استراتیژي رامنځ ته کړي.

۴ .  د دې استراتیژي د تطبیق لپاره یو ښه ټیم چې اوس موږ ورته د بهرنیو چارو وزارت وایو رامنځ ته کړي.

۵ . د امریکا او پاکستان شرایطو او موخو درک کول او د خپلو قوي ډیپلوماټیکو مامورینو په مټ جوړجاړي د خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره تفاهم ته رسېدل.

۶ . ګاونډيو او د سیمې هیوادونو ته افغانستان د راکړې ورکړې د يوه ګټور مرکز په توګه غوره کول.

۷ .  له داخلي جګړیزو ډلو سره پلاني، تکتیکي او استخباراتي جګړه کول او د دې جګړې لپاره د خپلې قوي ديپلوماسۍ په وسيله د  نړیوالو همکاري را جلبول.

۸ . افغانستان یوه مذهبي او سنتي ټولنه ده نو تر ډيره باید دغو دوو مهمو ارزښتنو په نظر کې نیولو سره حکومتداري وشي.

۹ . د یوه سم او مناسب ډیموکراتیک سیاسي نظام رامنځ ته کول او ددې هېواد وګړي په سوله ييز ډول د واک ګدۍ ته رسول او په دې برخه کې ورته د لاروچارو برابرول.

د افغانستان د حکومتدارۍ او سولې راستلو لپاره زیات څه ته اړتیا شته چې ما فقط څو مهمو کرښو ته اشاره وکړه تر څو کلي نقطو ته اشاره وشي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 6

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.