ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Jan 2016 - 15:43
author avatar
4 Jan 2016 - 15:43

په دې وروستیو کې چې ظاهراً د افغانستان د مسئـلې او جنګ ختمولو لپاره نړیوالې هڅې ګړندۍ شوې دي؛ داسې اوازې خپرې دي چې یو نوی څلور ضلعي چې امریکا، چین، پاکستان او افغانستان به یې مهم اړخونه وي، رامنځته کېږي، خو مهمه دا وه چې د روسیې په شمول د لویو او کوچنیو قدرتونو په ګډوون یو بانفوذه مخمس جوړ شوی وای او د همدې څلور ضلعې د غونډې د موخې په څېر یې افغانستان ته دایمي امنیت او د سولې راوستل ټاکلی وای.

 که د افغانستان کشالې او په اړوند یې د سولې موضوع ته د مذهب، منطق او ملي ګټو له زاویې وګورو؛ نو هغه ډول چې په کار ده، د هیلې او تمې کوم مثبت څرک ورنه نه لیدل کېږي.

قرانکریم په یو قوم کې بدلون په خپله هماغه قوم پوری تړلی؛ نو له دې امله په افغانستان کې د افغانانو د خوښې سوله په خپله په افغانانو پورې تړلې ده، تر هغې چې په خپله د زړه له تله دې اړتیا ته د اړتیا په سترګه ونه ګوري؛ امکان نه لري چې د نړۍ نور هېوادونو د افغانانو پر دې اړتیا د زړه له صدقه کار وکړي.

د منطق د زاویې په هرې سوله کې دوه شیان اړین وي چې تعریف او معلوم وي. اول غلیم اړخونه او دویم د غلیمو اړخونو تر منځ ستونزه. دا چې تر اوسه د افغانستان معلوم دښمن معلوم و، خو په ښکاره ډول یې د سیاسي ډیپلوماسۍ له مخې نوم نه اخیستل کېده او نه هم ورته د افغان لوړپوړو چارواکو له خوا نومونه او ادرسونه په ډاګه کېدل، خو اکثره افغانان پر دې باور دي چې پر افغانستان د تپل شوې جګړې تر شا د سیمې د هېوادونو، بیا د سرکشي پاکستان او همدارنګه د غربیانو او په سر کې د امریکا لاس دی، نو سوال دا دی چې امریکا او پاکستان د کومو عناصرو په نامه په افغان سوله کې ګډون کوي، د دښمن په نامه که د دوست په نامه؟

که چېرې دوی دواړه د صمیمي خواخو‌ږو په صفت ګډون کوي؛ نو بیا دښمن څوک دی؟

جوته ده چې د سولې دښمنو ډلو ته به ګوته نیول کېږي چې په دې کې به طالبانو، القاعدې، حزب اسلامي او داعش ګروپونو شامل وي چې د همدې دوو هېوادونو له خوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول تموېليږي؛ نو ایا دښمن ګروپونه به له خپلو موخو تېر او انعطاف به وکړي؟ که چېرې یې وکړي؛ نو دغه څو کلنې جګړې حقوقي ارزونه به څنګه وکړي؟ دې جنګ ځپلي ملت ته به څنګه ځواب ورکړي؟

 او له بلې خوا په نوموړي مشترک کمېسيون کې روس د یو مهم اړخ په صفت شامل نه دی؛ نو مربع مجلس به د دې ضمانت وکولی شي چې د دغو ګروپونو نه یو یې د اهدافو د تحقق لپاره له روسانو سره لاس یو کړي او په جګړه لاس پورې کړي، که چېرې دغه ضمانت نه وي؛ نو افغانستان بیا نا امنه دی او د سولې راتګ لکه په اسمان کې هوا چنګالول دي.

 له بلې خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ له یوې پېړۍ راهیسې د ډیورنډ پر کرښه لانجه روانه ده چې د پاکستانیانو صداقت ته له دوو عمده خنډونو نه، چې هغه بل یې له هندوستان سره د افغانستان ډیپلوماتیکې او دوستانه اړیکي دي؛ یو ستر خنډ دی.

ایا دواړه هېوادونه به وکولی شي چې د یو بل شرطونه ومني او خنډونه هوار کړي چې تر ډېره بریده ناشوني ښکارېږي؟

که ځواب منفي وي؛ نو بیا د مربع مجلس پایله جنګي تکتیک کې بدلون وګڼي؛ نه سوله او که نه د یو بلې شرموونکې معاهدې ته انتظار باسي.

نو له دې کبله افغانستان ته به د افغانانو د خوښې سوله په خپله افغانان راولي، بل هېڅ بهرنی منځګړی نه شي کولی چې افغانان د اجبار او اقتدار په  ذریعه تل لپار راضي کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بسم الله بسمل په ۱۳۴۸ لمریز کال کې په لغمان ولایت کې زېږېدلی دی او لومړنۍ زده کړې یې د همدغه ولایت په اول نمبر ښوونخي او ثانوي هغه یې په پېښور کې ترسره کړې دي. بسمل په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د دعوت او جهاد پوهنتون له انجینرۍ څانګې فارغ شوی او په ۱۳۷۹ کال کې یې د اوبو لګولو او د سیندینو د انجینرۍ په څانګه کې ځینې نورې زده کړې د پېښور په پوهنتون کې کړې دي. دغه راز په ۱۳۹۳ کال کې یې د انګلستان د Liverpool په پوهنتون کې د رهبرۍ په برخه کې تخصص کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.