ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره ورځ دافغانستان دملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په یو رسمي سفر متحده عربي امارتو ته لاړ نوموړی به هلته په هغه څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي کومه چې دامریکا متحده ایالاتونو ، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او افغانستان تر منځ دافغان سولې او ثبات په اړه ده، یاده ناسته کې دافغانستان دسولې ثبات، له  ترهګرۍ سره دمبارزې او د یادو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره دعمل پلان نهایي شي داچې یاده ناسته او ګډه همکاري څومره کولي شي له افغانستان سره په اړونده برخو کې مرسته وکړي غواړم دلته یوازې د تروریزم ضد مبارزه باندې د یادو هېوادونو دمثبتو پایلو پر موضوع بحث وکړم  .

داچې اوس په افغانستان کې روانې جګړې ته مذهبي اړخ ورکول کېږي، نو دملي وحدت حکومت له خوا پراخې هڅې وشوې چې د دغې جګړې مذهبي اړخ ولس ته  روښانه کړي چې ایا دا جګړه مذهبي مشروعیت لري او که نه ؟ چې همدې موخې ته درسېدو لپاره لومړی په کور دننه  زرګونوافغان  علماوو دیو پرېکړه لیک په صادرولو سره یاده جګړه حرامه وبلله چې همهالي ورسره دلسګونو اسلامې هېوادونو علماوو هم تېرو ورځو کې دسعودي عربستان په مکې ښار کې له دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته دغه جګړه ناروا وبلله او خپله دحرمینو شریفینو امام یاده جګړه یوه فتنه یاده کړه چې دا په خپل وارسره په افغانستان کې د روانې جګړې د مذهبي صبغې د له منځه وړلو لپاره یو بې سارى اقدام و.

 ددې ترڅنګ دمتحده عربي امارتو او سعودي عربستان هېوادونه په افغان سوله کې لا زیات رول لوبولی شي ځکه یادو هېوادونو په لومړي ځل د طالبانو نظام په رسمیت پېژندلی  وو او له هغوى سره یې دوامداره ملګرتیا او مرستې کولې خو له کله نه چې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې دتروریزم ضد جګړه پيل کړه نو دې هېوادونو هم د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخيست، خو بیا هم په یادو هېوادونو کې له طالبانو سره پراخه خواخوږي موجوده وه، ځکه یو شمېر عرب سوداګرو له طالبانو سره مالي مرستي کولې او له دې لارې یې د طالبانو مالي سرچینې تمویلولې، خو داچې اوس په اماراتو کې دافغانستان دسولې او ثبات لپاره ګډه ناسته رابلل شوې طبعي ده چې د  طالبانو په مالي سرچینو اوچولو کې به مهم رول ولوبوي او دعمل پلان دچارو دپیل کېدو سره سم هیله مندي داده چې وکولى شي دیادو هېوادونو استخبارات دا چاره ترسره کړي او دترهګرو دمالي سرچینو په وچولو کې له افغان حکومت سره مرسته وشي .

دويمه مهمه موضوع د تروریزم د حامیانو او ملاتړ کوونکو پرضد اقدامات دي چې دا  د تروریزم پرضد مبارزه کې تر ټولو اغېزناکه لار ده، ځکه تر څو چې د تروریزم ملاتړ کوونکي موجود وي او دهغوى لپاره خوندي سیمې او روزنځایونه وي، نو ښکاره خبره ده چې دا به ډېره ستونزمنه وي چې د تروریزم پرضد مبارزه دې اغېزناکه وي، نو داچې سعودي عربستان او امارات له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې قوي او ستراتېژیکې اړیکې لري او پاکستان هم طالبانو ته خوندي ځایونه او روزنځایونه برابروي، نو یاد هېوادونه باید  په دغه برخه کې له نړیوالې ټولنې او افغانستان سره همکاري وکړي او پرپاکستان فشارونه زیات کړي، ځکه دیادو هېوادونو  اغېز له هر اړخه پرپاکستان ډېر زیات دى هغه که امنیتي برخه ده، که اقتصادي او که فرهنګي، نو دا به ډېره اغېزناکه وي چې یاد هېوادونه پر پاکستان له خپل اغېز نه کار واخلي او هغوى دې ته وهڅوي، ترڅو په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي او له دې لارې پاکستان طالبان دسولې او مذاکراتو خبرو کې دګډون لپاره وهڅوي .

پایله !

داچې افغانستان له نړیوال او سیمه ييز تروریزم سره په جګړه کې ښکیل دی، نو دا ډېره اړینه ده چې موږ دسیمې او نړۍ هېوادونو ترڅنګ اسلامي هېوادونه هم یادې مبارزې کې دخیل کړو او دهغوى له ټولو امکاناتو په ګټه اخيستلو سره د تروریزم ضد مبارزه بریالۍ او افغانستان ته سوله او ثبات راولو، خو دټولو هڅو همغږي او له هغې څخه په سالمه توګه ګټه پورته کول باید له ډېر دقت سره مله وي، ترڅو دحساسیتونو په مخنیوي سره مو یوازې خپلې ملي ګټې خوندي کړې واوسي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

سید غفوراحمد جاوېد ،دحقوقو او سیاسی علوموله پوهنځي څخه فارغ چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په عامه اړیکو او مطبوعاتو کې کار کوي او له تېرو ۶ کلونو راهیسې دافغانستان او سیمې په وضعیت دافغانستان په رسنیو کې د سیاسي شنونکي په توګه برخه اخلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.