ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Feb 2019 - 09:10
author avatar
4 Feb 2019 - 09:10

د افغان سولې په تړاو تر بل هر وخت په تېرو پنځو میاشتو کې خوشبینۍ زیاتې شوې دې. د دې خوشبینیو یو ستر لامل دا دی چې   ښکاري دا ځل د امریکا متحده ایالات په ځانګړې توګه جمهور ريیس ډونالډ ټرامپ په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو ستر نظامي‌ ماموریت پای ته رسولو کې جدي دی. د دې کار لپاره د تېر ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکل.  خلیلزاد ته د بهرنیو چارو وزیر او ولسمشر ټرمپ ځینې جدي لارښوونې کړې دي چې په افغانستان کې د جکړې د اصلي‌ لوريو تر منځ د سولې لپاره زمینه سازي‌ وکړي‌، د اختلافاتو اصلي‌ ټکي په ګوته کړي او ورته د حل لاره پیدا او د دواړو لورو په کچه د سولې او مذاکراتو لپاره یوه عمومي‌ اجماع رامنځته کړي.

که څه هم هر ځل د ژمي‌ په موسم کې د سولې خبرې او د مذاکراتو بحثونه ګرمېږي‌ او د جګړې په موسم کې طالب وسله وال بېرته جګړې ته ستنیږې، مګر دا ځل د افغان ولس باور هم ځکه زیات دی چې‌ یو خو لکه پورته چې مې وویل د امریکا متحده ایالات دا ځل د خپلو ګټو په خاطر او د خپل پلان له مخې په دغه کار کې جدي‌ دي،‌ له بلې خوا پر پاکستان هم د امریکا او خپل ولس فشارونه زیات دي چې په دې پروسه کې مرسته وکړي او طالبان د مذاکراتو مېز ته حاضر کړي.‌

وروسته له هغه چې زلمي خلیلزاد نوی ماموریت پیل کړ، تر اوسه پورې‌ یې سیمې ته څلور مهم سفرونه کړي دي چې په دې سفرونو کې افغانستان، هند، پاکستان،‌ متحده عربي امارات، سعودي عربستان، چین، ازبکستان او ځینې نور هېوادونه او سازمانونو ته تللی او د سولې په اړه یې بحثونه کړي دي.‌

په اصل موضوع تمرکز کوو چې بحث اوږدېږي. دوه اوونۍ مخکې زلمی خلیلزاد د قط‌ر تر شپږ ورځیني‌ سفر مخکې چین، افغانستان او پاکستان ته هم راغلی و. په پاکستان کې یې له پاکستاني‌ چارواکو (لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي) سره وکتل. پاکستان له خلیلزاد څخه سره ژمنه کړې وه چې په پاکستان کې به ملا هیبت الله ورته حاضروي،‌ تر څو خلیلزاد ورسره وګوري او د افغان سولې په اړه بحث ورسره وکړي.‌ پاکستان په درېیو ورځو کې ملا هیبت الله ورته حاضر نه کړای شو. زلمی خلیلزاد له پاکستانه ناراضه او مجبور شو چې قطر کې له باقي‌ طالب مشرانو سره چې تر هغه وخته پورې یې مشر ملا عباس ستانکزی و وګوري.‌ یعني‌ زلمی خلیلزاد د طالبانو په اصلي‌ ادرس او مشرانو پسي‌ ګرځېده او پاکستان ورته هغه خلک چې په جنګیالو او جګړې واک لري، او نسبتاً د پاکستان له سیاستونو سره مخالفت لري نه شوای حاضرولای.

کله چې زلمی خلیلزاد قطر ته لاړ هلته یې له قط‌ر مېشتو طالب مشرانو سره خبرې پیل کړې.‌ عمران خان چې د خلیلزاد په خفګان پوه شوی و،‌ له شا قطر ته پسې‌ ولاړ او هلته یې خلیلزاد ته وویل چې دوى به تر ټولو قوي‌ طالب مشر ملا عبدالغني‌ برادر ورته حاضر کړي او له طالبانو وغوښتل شول چې د مذاکراتو او سیاسي‌ خبرو لپاره باید داسې‌ یو څوک د سیاسي دفتر مشر وټاکي‌ چې د تصمیم نیولو صلاحیت ولري.‌ هماغه و چې طالبانو ملا برادر  د قطر دفتر د مشر په توګه وټاکه.

ملا برادر تر اوسه د قطر دفتر ته نه دی رسېدلی،‌پاکستان لا هم د مذاکراتو په برخه کې صادق نه دى، دوى د هیبت الله د حاضرولو ژمنه کړې وه، پوره یې نه کړه،‌ قطر ته د برادر په رسولو کې هم ستونزې جوړوي.‌ زلمي‌ خلیلزاد هم په همدې هیله چې برادر قط‌ر ته رسېږي‌، هلته شپږ ورځې تېرې کړې او هلته له شته طالب مشرانو سره یې مذاکراتو ته دوام ورکړ.‌ له طالبانو سره د امریکا د متحده ایالاتومذاکرات دوه برخې لرې، یوه برخه یې د امریکا اوطالبانو تر منځ ده تر څو هغه اختلافات او مسلې چې د امریکا او طالبانو تر منځ دي حل پیدا کړي،‌ او کله چې دا موضوعات له متحده ایالاتو سره حل شول بیا باید له افغان دولت سره د مذاکراتو لړۍ پیل شي.

یوه ستونزه د قطر دفتر په شته طالب مشرانو کې داده چې یو خو هلته ګومارل شوی مشر شېر محمد عباس ستانکزی د ټولو طالب مشرانو د قناعت وړ نه دی او په اړه یې خپله طالبان اختلافات لري،  په دې برخه کې حتا د ملا عباس ستانکزي‌ په اړه خپله طالب مشرانو هم اختلاف درلود او امریکا هم له پاکستان څخه غوښتي و چې هغه کسان د مذاکراتو میز ته حاضر کړي چې خبرې ورسره ګټه ولري. ملا عباس بیا بیا بین الافغاني مذاکرات هم ردوي او دا هغه څه دي چې نه یې زموږ دولت غواړي نه هم امریکا او په پايله کې د سولې ټوله پروسه له ستونزو سره مخ کوي.‌ بله ستونزه دا وه چې عباس ستانکزی کندهاری نه دی او د طالبانو په لیکو کې نفوذ ‌ او صلاحیت هم نه لري. ویل کیږي چې د ملا برادر  د ټاکلو یو دلیل دا هم دی چې هغه کندهاری دی او د طالبانو په استازيتوب د تصمیم نیولو پوره صلاحیت لري.‌

د مذاکراتو په جریان کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو پر پړاو سربېره یو مهم بحث چې د مذاکراتو په جریان کې پرې بحث شوی دا هم دي چې له افغان دولت سره د مذاکراتو میکانیزم باید څنګه وي، څه ډول باید د دواړو لورو تر منځ د باور فضا او د مذاکراتو زمینه برابره شي،‌ څوک یې باید تسهیل کړي‌، څوک باید موافقتونه وڅاري‌ او څوک یې باید عملي‌ کړي؟

 دلته یوه ډېره حساسه نکته شته او هغه داده چې طالبان استدلال کوي چې دوی زرګونه جنګیالي‌ لري‌ چې دا ۱۷ کاله د امریکایي او افغان ملي امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې چې دوى یې جهاد بولي وجنګېدل، که څه هم د دوى دا داعیه او د جهاد دعوه د ملي او بین المللي علماوو په واسطه باطله بلل شوې ، خو دوى بیا هم دوام ورکړی. نو که اوس په یو ځل طالبان ددې موجوده حکومت رهبري ومني، خبرو ته ورسره کېني، د افغانستان د حکومت تر چتر لاندې ټاکنې کوي او هغه هم په راتلونکو پنځو تر شپږو میاشتو کې، نو دا خبره ممکنه نه ده، ځکه بیا خو د دوى‌ د مبارزې‌ داعیه چې د دوى‌‌ په وینا،  جهاد و او د شرعي‌ نظام راوستل و نفې‌ کیږي‌ او هغه حکومت چې طالب نا مشروع باله  مشروعیت پیدا کوي.‌ که طالب ته د مذاکراتو په جریان کې د سیال او یوه طرف په سترګه کتل کیږي،‌ نو باید له هغوى‌ سره سوله د هغوى‌ د تسلیمۍ‌ په معنا نه وي. دا هم نه ده چې زموږ حکومت دې ورته تسلیم شي ، خو مهمه داده چې دا د سولې فرصت باید څومره په مهارت سره وکارول شي‌ او د سولې اتلوالي د هېواد په نوم کړو.

په دې اساس د خلیلزاد او امریکایانو د مذاکراتو یو بحث دا موضوع هم تېره شوې. د معلوماتو له مخي، طالبانو مشخصاً د موقت حکومت غوښتنه نه ده کړې،‌ بلکې ویل کیږي د داسې یوې ادارې غوښتنه یې کړې چې کم له کمه یې مشران دواړو طرفونو یعني حکومت او طالبانو ته د منلو وړ وي تر څو د مذاکراتو،‌ توافقاتو،‌ د توافقاتو د عملي‌ کولو او څارلو پروسه مدیریت کړي‌ او په عیني‌ وخت کې هغه اساسي شرطونه چې د حکومت او طالبانو تر منځ راځي لکه مثلاً‌ د اساسي‌ قانون تعدیل یا د لویې جرګې را بلل او نور باید د همدې ادارې له خوا په دې معینه موده کې پر مخ یوړل شي. دا اداره باید د سراسري او رڼو ټاکنو لپاره زمینه هم برابره کړي،‌ تر څو دواړه اړخونه مطمین شي چې ټاکنې ټول شموله، رڼې او د شویو توافقاتو او مذاکراتو له مخې تر سره کیږي‌ او هیڅ کوم اړخ یې د مدیریت هڅه نه کوي او نه هم پرې‌ اغېز لري. دا کار په حقیقت کې د پایدارې او اوږدمهالې سولې تضمین هم کوي.

ولسمشر غني‌ ټینګار کوي چې طالبان دې مستقیم له حکومت سره په مذاکراتو کې دخیل شي،‌ ولسمشر په دې خبره هم ټینګار کوي چې تاسو مذاکرات له موږ سره وکړئ‌ او که په هر څه توافق کوو له موږ سره یې وکړئ‌ درېیمګړى او یو داسې بل حکومت ته اړتيا نشته چې د دواړو طرفونو په خوښه وي. ولسمشر دا هم وایي چې که ټاکنې ځنډوو نو د همدې حکومت موده دې اوږده شي‌ او همدا زموږ د ټاکنو د کمېسیون تر رهبري‌ او ساختار لاندې  دې ټاکنې راسره وکړي.

تېره اوونۍ ولسمشر د لویې جرګې په خیمه کې را بلل شویو ځوانانو ته په خپله وینا کې وویل : ” که زه مشروعیت نه لرم، نو ستاسو د مشروعیت سرچینه هم معلومه نه ده. ولې له انتخاباتو نه ډاریږئ؟ سرطان کې انتخابات دي. له دې نه ډاریږئ‌ چې ما سره په انتخاباتو کې رقابت نه شئ‌ کولای، خو دا ګز دا میدان.”

 ولسمشر دلته واضح وایي چې راشه زما په موجوده حکومت، موجوده کمېسیون او د موجوده حکومت تر رهبرۍ لاندې ټاکنې راسره وکړه. یعني‌ زما د حکومت مشروعیت هم ومنه.‌ (البته باید دلته یادونه وشي‌ چې د طالب په نزد حکومت مشروعیت نه لري او د هغوى‌ په نزد مبارزه د شرعي نظام لپاره وه)

اوس نو که چېرته د طالب تعریف له درېیمګړې ادارې یا موقت حکومت څخه دا وي چې بنسټونه دې له منځه لاړ شي،‌ ملي‌امنیتې ځواکونه دې منحل شي، موجود نظام دې ټول له منځه لاړ شي او هر څه دې بېرته له سره پیل شي‌،‌ بیا دا مسله د افغانستان دملت او حکومت لپاره سرې کرښې دي او ملت او حکومت دواړه ګډ مسولیت لري‌ چې لومړی خو طالب ته په دې‌ قناعت ورکړي‌ چې دا ستره تاریخي‌ اشتباه او حماقت دی او که طالب له خپلې دغې غوښتنې نه تېرېږي باید پر وړاندې یې مبارزه دوام پیدا کړي.‌ ځکه نظام او بنسټونه په ځانګړي ډول زموږ او تاسو نظامي تأسیسات او ځواکونه باید سرې کرښې وي.

اما که غوښتنه فقط‌ دا وي‌ چې د حکومت رهبري‌ دې بدله شي‌، د حکومت مشران دې ایسته شي تر څو طالب ته د سیال په سترګه کتل شوي‌ وي،‌ د سولې په پروسه د ټول ملت او طالبانو خصوصاً‌ هغو طالبانو چې جګړه کوي باور پیدا شي‌‌ نو بیا باید د سولې لپاره چې یو ستر ملي‌ ارمان او د ولس تر ټولو ستره غوښتنه او لومړیتوب دی زموږ د حکومت اوسني‌ مشران انعطاف او ګذشت وکړي.‌ دولتي‌ امکانات، واکونه او اقتدار ملي‌ امانت دی او نه باید چې د اشخاصو له خوا انحصار کړل شي، بلکې د ملت د ګټو او لومړ‌یتوبونو لپاره بېرته ملت ته وسپارل شي.‌ مګر دا وضاحت تر اوسه د حکومت له خوا مشخصاً‌ د ولسمشر له خوا نه دی  شوی!! ولسمشر فقط دایوه خبره کوي او ملت پرې ترهوي‌ او وېروي‌ چې موږ نه غواړو بېرته ۹۰ کلونو ته لاړ شو او نه غواړو د داوود خان او ډاکټر نجیب الله ترخې تجربې تکرار کړو، په داسې‌ حال کې چې اوسنی وضعیت د داوود خان او ډاکټر نجیب له وختونو سره ډېر توپیر لري.‌ هغه وخت امریکا او ملګري یې له مجاهدینو سره و. ملت هم تر ۸۰ فیصده زیات د مجاهدینو همفکره و. د ډاکټر نجیب الله حکومت یواځي و. اوس زموږ ملت د ۹۰ کلونو ملت نه دی او نه هم زموږ حکومت یواځې دی. د عباس په یوه خبره چې اردو منحل کوو ټول ملت ورته ودرېد او خپله امریکا هم نه غواړي‌ هغه څه تکرار کړي‌ چې د دوى د۱۷ کلونوخوارۍ‌ ورسره خاورې شي.

ولسمشر دې واضح ملت او نړیوالو ته ووایي چې تاسو زموږ د سولې او نظام د ساتلو ضمانت وکړئ‌،‌ زه سمدستي‌ قدرت پرېږدم او حاضر یم په بله هره اداره کې چې رامنځته کیږي‌ د یوه غړي‌ په توګه کار وکړم.‌ مګر دا وضاحت تر اوسه نه دی  شوی.

 د طالب مشرانو تر منځ د رهبرۍ د کچې اختلافات او د ملا عباس ستانکزي‌ وروستۍ څرګندونې ښيي چې ملا عباس ستانکزی د قطر دفتر له مشرتابه څخه عزل شوی، په دې سره عباس ستانکزي هم وغوښتل چې په دغه پروسه کې په متنازعو موضوعاتو او هغو خبرو چې باید له سره بحث پرې ونه شي او که رامنځته کیږي هم باید له افغان دولت او طرف سره پرې خبرې وشي، تبصرې وکړې لکه د نظام اصلاح، د اساسي قانون تغیر، ځینې نور حقوقي او سیاسي مسایل. عباس چې د نظامي بنسټونو په اړه بې مسوولیته څرګندونې وکړې د ولس له کلک غبرګون سره  مخ شو. یو ښه کار دا وشو چې طالبان هم پوه شول چې بي مسوولیته او د ملت د ارادې خلاف کړنې او غوښتنې اوس منفورې او مردودې دي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین مجبوره شو په دویمه ورځ د هغه د اصلاح لپاره له اسوشیټیډ پریس او ځینو نورو رسنیو سره خبرې وکړي او د عباس خبرې رد کړي. ملا عباس ستانکزی د طالب چارواکو تر منځ منلې څېره ځکه نه ده چې په هغه د مالي فساد تورونه هم شته. دا چې د افغانستان سوله تر دوستانو دښمنان زیات لري، نو باید له  ملي مسایلو سره د چلند په برخه کې خورا حساس او مدبرانه چلند وشي. دا جګړه ۱۷ کاله نور هم دوام پیدا کولای شي که چېرته د سولې دا چانس مو له لاسه ورکړ.

له بله پلوه ملا برادر په پاکستان کې دی او پاکستان قطر ته د ملا برادر په لېږد کې ځینې ستونزې جوړوي، خو تر یوې اندازې هیله بښونکی خبر دادی چې ملا برادر په سیاسي او نظامي لحاظ د طالبانو په لیکو کې تر ټولو ځواکمن او با نفوذه کس دی او کولای شي په غوره توګه د مذاکراتو لړۍ مخکې یوسي. ملا برادر شاید دا هم وکولای شي چې ملا هیبت الله چې د طالبانو د ډلې اوسنی مشر دی له امریکا او افغان دولت سره مذاکراتو ته حاضر کړي چې دا کار کولای شي د مذاکراتو پروسه نوره هم تسهیل او ګړندۍ کړي.

د افغانستان سوله ښايي په تېرو ۱۷ کلونو کې تر بل هر وخت حقیقت ته نږدې شوې وي او د ولس زړه ته هم ښايي لوېدلې وې چې سوله ممکنه ده.  خو پر وړاندې یې تر بل هر وخته  ننګونې او ستونزې هم زیاتې شوې دي. له یوه اړخه د طالبانو په لیکو کې په سیاسي او نظامي رهبرۍ کې اختلافات دي، له بله پلوه د سیمې له ځینو هېوادونو سره د ځینو طالب مشرانو او ډلګیو اړیکې، اما په دې طرف (افغان دولت) کې بیا په داخل کې د یوې واحدې اجماع نه شتون هغه څه دي چې د سولې پر وړاندې یې سترې ننګونې   بللی شو. ولسمشر سوله په راتلونکو پنځو کلونو کې دده د حکومت تر مشرۍ لاندې غواړي او نه غواړي چې د سولې لپاره خپله یوه بله ممکنه دوره له لاسه ورکړي، او په همدې دلیل یې په جنیوا کنفرانس کې د سولې لپاره په خپل روډ ماپ کې هم همدا خبره وکړه چې دی غواړي سوله په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړه کړي او ولسمشر اوس هم په همدې خبره ټینګ ولاړ دی. اما ایا له امریکا او نړیوالو سره پنځه کاله نور وخت او د جګړې لګښتونه شته؟ تر ټولو مهمه، ایا ملت پنځه کاله نور باید ددې جګړې قرباني ورکړي او بیا د سولې څښتنان شي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې تر اوسه یې ملت او اکثریت عوامو په اړه واضح پیغام نه دی اخیستى.

د افغانستان د حیثیت، نظام، اساساتو او بنسټونو ساتل او د افغانستان د خلکو د عزت خوندي کول زموږ ټولو ګډه فریضه او مسوولیت دی، خو د سولې پر وړاندې چې د ملت تر ټولو ستره اړتيا او لومړیتوب دی زموږ مسولیت دادی چې باید د سولې ادبیات مو اصلاح شي، باید د سولې فرصتونه په ننګونو بدل نه کړو او باید چې شخصي او واړه موضوعات زموږ ستر اهداف را څخه ورک نه کړي.

 

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.