سپورټ ښځې، انجونې او د صحنې نه ایستل شوې خلکو ته دا فرصت برابروي ترڅو خپل وضعیت او حقونو کې ښه والې راولي. د نړئ په ټولو برخو کې موږ لیدلئ چې څنګه شهرت ، ویاړ او بریالي لوبغاړو ته درناوئ، جنسیتې نا برابرئ له منځه وړي دی او د بشري حقونو د پراختیا لامل ګرځيدلې دي.
په افغانستان کې ښځې اجازه لري ترڅو سپورټ وکړي خو د سپورټ په ډګر کې د دوې د منلو په لاره کې له مخکې نه قضاوت او تبعیض په واضح توګه لیدل کیږي. په ډیرو مواردو کې شته رسم او دودونه د ښځو لپاره د سپورټ او له فزیکې له لحاظه فعالیت کولو حق نه مني. همدارنګه، په دې دلیل چې د فزیکې له لحاظه فعال اوسیدل په افغانستان کې ډیر اهمیت نلري، انجونې هم هیڅکله هڅه نکوي ترڅو خپل مهارتونه لوړ او د سپورټ له لارې خپل روغتیا ته پاملړنه وکړي. دا یوه تریخ حقیقت دي چې یو شمیر ډیر افغان ښځې د خپل شغل د توجیه کولو لپاره ګواښونو سره مخامخ کیږي.
ا ته ګته ورسوي، له لاسه ورکوي. محدود خوځیدنه ، زدکړې او کار موندلې ته نه لاسرسئ د دې لامل ګرځي ترڅو ښځې او انجونې د ارزښت او کرامت حس له لاسه ورکړي.
د دغو ټولو خنډونو سره سره مونږ یو شمیر افغان انجونې او ښځې سره لیدلي چې د سپورټ په ډګر کې خپل هیلې په حقیقت بدلوي. هغه لوبغاړې چې د یو پیاوړې عزم سره د بریالیتوب په لور روان دي. هغوې د یو مثال په توګه ټولو افغان ښځې او نارینوو لپاره کار کوي.
د اګست په میاشت کې 25 کلن زینب حسیني د درې نورو ښځو سره یوځای د پغمان له درې څخه تر کابله پورې غیر رسمې ځغاستې ترسره کړ. د اکتوبر په میاشت کې هغه یواځینئ افغان ښځه وه چې په بامیان کې د ځغاستې په مسابقه
کې ګدون وکړ. هغې لپاره سپورت هغه وسیله ده ترڅو ترې نه په ګته اخیستلو سره ښځې شته دودونو ته تغییر ورکړي او ټولنې سره ورګډ شي. دغې ښځې په دې دلیل چې نورو ښځو ته فرصت او زمینه برابروي ترڅو د هغوې د پښو په پل کې ګام کیږدي، ټولنې لپاره با ارزښټه سمبول ګنل کیږي.
موږ همدارنګه د افغان ښځې ستورې لرو چې د افغانانو لپاره ویاړ وربخښي. لکه تهمینه کوهستاني د المپیک لوبغاړې چې د 201
2 کال په المپیک کې ورسره تر ټولو نه زیات مصاحبې شوي دي. همدارنګه صدف رحیمی افغان سوک وهونکې چې یو شمیر دیر افغان انجونې هڅولې دي ترڅو د سوک وهنې دست کښی په لاس کې کړي.
یو شمیر زیات څیړنې د سپورټ، عالی تحصیلات او کار موندلې ترمنځ مستقیم اړیکه ثابته کړې ده. تمرین کول انجونې سره مرسته کوي ترڅو په مسلکې ژوند کې خپل د نفس عزت او پر ځان باندې اعتماد پیاوړې او خپل مدنې فعالیتونه ډیر کړي. نو پر دې بنسټ سپورټ کولائ شي د ساعتیري او روغتیاېې ګتو ترڅنګ په ټولنیز او اقتصادي پیاوړتیا کې رول ولوبوي. سپورټ باید په هره ټولنیز پروګرام کې شامل شي. همدارنګه باید ډاد ترلاسه شي چي انجوني د افغانستان په ټولو ښونځیو کې سپورټ کوي.
نو موږ له ټولو افغان میړونو، پلارونو او ورونو او همدارنګه د افغان دولت څخه غواړو چې ښځې او انجونې څخه د سپورټ له لارې په ټولنه کې ملاتړ وکړی.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن