ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Sep 2019 - 14:51
author avatar
22 Sep 2019 - 14:51

مقدمه:

د ۲۰۱۹ز د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې په یوه داسې حالت کې ترسره کېږي چې د امریکاد متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لس میاشتني اوږده پړاوونه د یوه هوکړه لیک په بڼه سره راټول شوي وو. دغه هوکړه ليک چې په پام کې وه د قطر د حکومت له لورې اعلان شوی وای، تر مخ به یې طالبانو هغه په کمپ ډيوډ کې لاسلیکولای، د امریکايي ځواکونو د وتلو مقدماتي چارې به پيل کيدلې او په ۲۳ سپتمبر به طالبان له افغان حکومت او نورو سیاسي جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو تر چتر لاندې خبرو اترو ته کيناستلای او د هېواد د راتلونکي نظام په اړه به یې له کورنیو سیاسي اړخونو سره بحثونه او توافقات ترسره کولای. په پام کې وه چې دغه ټاکنې په فروري ۲۰۱۹ کې ترسره شوي وای خو د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د پروسې د پيل له امله دوه ځله د امریکا د حکومت په غوښتنه وځنډول شوې. که څه هم افغان حکومت دواړه واره د ځنډ علت د تخنيکي ستونزو شتون یاد کړ، خو د اوضاع د څارونکو په وینا د امریکا حکومت غوښتل چې له افغان ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي او ټاکنې باید په داسې حال کې ترسره شي چې طالبان د یوه غښتلي سیاسي جهت په بڼه د هیواد سياسي بهير ته ور ننوتلي وي. ښکاره ده چې د سولې له راتګه وروسته به ټاکنو بشپړ ولسي او حقوقي مشروعیت ترلاسه کړی وای، ځکه چې تر اوسه په ترسره شویو ټاکنيزو بهيرونو کې له یوې خوا طالبان د یوه غښتلي سياسي جهت په بڼه د باندې پاتې شوي دي او له بله پلوه د طالبانو تر بالفعله واک یا بالقوه نفوذ لاندې سيمو کې کمپايني او ټاکنيز فعالیتونه یا خو هیڅ ترسره شوي نه دي او یا هم په ډېره کمرنګه بڼه ترسره شوي دي. ، له ټاکنيز بهير نه د دومره پراخې ساحې او دومره زیات نفوس د باندې پاتې کیدل په ښکاره ډول د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

لکه څرنګه چې پخوانی متنازعه جهادي مشر ښاغلی ګلبدين حکمتیارله افغان حکومت سره د یوې بې سابقه روغې جوړې په ترڅ کې کابل ته راغی او دا مهال د نورو اولسو کاندیدانو په منځ کې تر خپل ځانګړي ټکټ لاندې ټاکنيزه مبارزه کوي او دا ځل ټاکنو ته یې یو ځانګړی رنګ ور بښلی دی، امریکايي حکومت په دې باور وو چې که طالبان هم د سولې د روانې پروسې له مخې له حکومت سره پخلا شوي وای نو ټاکنيز بهير به له یوه پلوه نور هم پُر رنګه شوی وای او له بل پلوه به یې بشپړ مشروعیت ترلاسه کړی وای او که د دغو ټاکنو په پايله کې کوم حکومت منځته راتلای، نو هغه به په بشپړ ډول د ولس یو استازی حکومت وای.

د اوسنیو ټاکنو ارزښت:

تر کومه چې د اوسنيو ټاکنو د ارزښت خبره ده نو شک نشته چې دا له څو اړخونو خورا مهمې ټاکنې دي. لومړۍ خبره دا ده چې دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کيدلې چې افغانستان او سوله یواځې د یوه ګام پر واټن سره ولاړ وو. که چېرته ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره له خپلې هوکړې نه وای په شا شوی، نو کیدای شي چې همدا نن ورځ افغانستان د سترو مثبتو تحولاتو شاهد وای. په داسې حال کې د دغو ټاکنو ارزښت له دې امله هم زياتيده چې طالبان به د یوه نوي سياسي جهت په بڼه په لومړي ځل ډیموکراټیک چاپيریال ته داخليدل. د خپل پنځه کلن استبدادي او خپلسري امارت او بیا له امریکايي ځواکونو سره تر اتلس کاله جګړې وروسته به په لومړي ځل د ټاکنيز ټکټ جوړولو په موخه له نورو سیاسي جهتونو سره په راکړو ورکړو او معامله کې بوختيدل. په لومړي ځل به یې له ولس نه د خپلې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې برنامې پر مټ رايې غوښتلای او که چيرته طالبان بريالي شوي وای، په لومړي ځل به طالبان د ډيموکراټیکو انتخاباتو له لورې ارګ ته د ولس د استازو حاکمانو په بڼه تللای. اوس هم که چیرته د ولسمشر ترمپ او طالبانو ترمنخ اوسنی بُن بست پای ته ورسيږي او اړیکي یې معمول ته راشي، امکان شته چې د سولې پروسه له هماغه ځايه بيرته پيل شي چيرته چې دريدلي وه او له امریکا سره د هوکړه لیک له لاسلیکولو سملاسي وروسته طالبان له افغاني جهتونو سره مذاکراتو ته کیني. څرنګه چې جمهوريت او ټاکنې د افغانستان د حکومت او نژدې ټولو سیاسیونو لپاره سرې کرښي دي، نو طالبان به ارو مرو پر دغو دواړو مسئلو له ولس سره کمپرومايز کوي.

که کوم کمپرومايز کيږي، نو ښکاره ده چې افغانان به یو ځل بیا د همدغو ټاکنو له لارې خپل استازی د ولسمشر په بڼه ټاکي.

د اوسنيو ټاکنو بل اهمیت په دې کې هم دی چې دا ځل به د تېر په شان د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ټاکنيزه سيالۍ ډيره توده وي. تېر ځل که څه هم چې ټاکنيز بُن بست د امریکا د باندنیو چارو د وزير جان کیري له لوري د ملي یو والی د حکومت په رامنځته کیدا سره پای ته رسول شوی وو، خو ولسمشر غني له عبدالله عبدالله سره د کار خپلې تيرې پنځه کلنې ترخې تجربې ته په کتلو سره له ولس سره وعده کړي ده چې واک ته د رسيدو په صورت کې به دا ځل د اجرائیه ریاست پوسټ ته اجازه نه ورکوي، دې څه ته په کتلو سره به دا ځل ډاکټر عبدالله زیاته هڅه وکړي چې د غني د ماتولو لپاره پښتانه رایه ورکونکي له ځانه سره ملګري کړي. نوموړی دا مهال توانیدلی چې په کندهار کې د پخواني جهادي قومندان ارواښاد ملا نقيب د زوی حیات الله نقيبي پر مټ او همدا راز په جنوبي پښتون میشته ولایتونو کې د نورو قومي مشرانو پر مټ د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. پکتیا چې د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې د غني د ملاتړ قوي مرکز وو، دا مهال هلته د غني کمپاین ډير پیکه دی. ګردیز ته په ۲۰۱۴ کې د غني د ټاکنيز سفر پرمهال هلته ورته سلګونه زره ملاتړی راغونډ شوي وو، خو دا پلا ورته یواځې د سلګونو په شمير کې خلک راغلي وو. ورته حالت په خوست، پکتیکا او لوګر کې هم دی. د پکتیا او لوګر د کوچیانو او احمدزیو سترو قومي شوراګانو هم له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د سږ کال د ټاکنو ارزښت په دې کې هم دی چې غنی تیر ځل د خپل اکاډمیک او ټکنوکراټیک شاليد پر مټ خلکو ته د کار او خدمت وعدې ورکړي وې، خو ناکام په کې پاتې شو. نه یې سوله راوستله، نه یې امنیت تأمین کړای شو او نه یې هم خلکو ته په ټولنيز او اقتصادي ډګر کې د پام وړ کار وکړای شو. د ښاغلي غني پلویان دغه ناکامي د اجرائیه ریاست د خنډ جوړونکي نقش زیږنده بولي او په ډاګه کوي چې غني به د خپل ریاست په دوهمه دوره کې د تيرې دورې د ټولو ناکامیو تلافي وکړي.

نوماندان او شاليد یې:

دا مهال اولس کسان د ولسمشرۍ راتلونکي دورې ته نوماندان دي. دا کسان د ټولنې او ژوندانه له بيلابيلو برخو سره تړاو لري. د پوهنتون له ښوونکو نیولي د کمونستي رژيم تر پخوانیو چارواکو او د مجاهدینو د ډلو تر مشرانو پورې د بيلابيلو ټولنيزو، اکاډمیکو او سیاسي شاليدونو لرونکي کسان به په دغه منډه کې یو له بل سره مسابقه کوي. اوسنی ولسمشر ښاغلی اشرف غني تر ډيره بریده اکاډمیک شاليد لري. له هیڅ سیاسي ګوند سره د تړاو سابقه نه لري. سيال یې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله دی چې د مجاهدینو په پخوانۍ ټلواله پورې تړلی دی. همدا راز حنيف اتمر د کمونستۍ دورې امنیتي چارواکی پاتې شوی دی. عبداللطيف پدرام هم د پوهنتون ښوونکی او د پدراليزم پلوی دی. حکيم تورسن د نجیب د دورې د ملي امنیت چارواکی دی، فرامرز تمنا د پوهنتون ښوونکی او الکوزی یو عام سوداګر دی.

په لاندې کرښو کې موږ د هر یوه نوماند پروفايل لږ په تفصيل سره تر بحث لاندې نيسو:

محمد اشرف غني:

په ۱۹۴۹ز کې زيږيدلی محمد اشرف غني د غلجي پښتنو له احمدزي قبيلې سره تړاو لري. دا کوچیاني شاليد لرونکي دغه قبيله د پښتني او په تېره د غلجي ټبر له سترو قبيلو یاديږي چې د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او ننګرهار په پراخو ورشوکانو کې اباده ده. دا ستره قبيله د پښتنو د جرګو مرکو د دود اصلي وارثه ګڼل کيږي او نن هم چې چېرته د دوو متنازعه اړخونو تر منځ روغه جوړه کيږي، نو دواړه خواوي د احمدزیو په تيږه پريکړه سره کوي. ښاغلی غني د لوګر ولایت د محمد آغې په ولسوالۍ کې د شاه جهان احمدزي کره زیږيدلی دی. لومړنۍ زده کړي یې په کابل کې کړي او د منځنیو زده کړو لپاره د زده کونکو د تبادلې له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته تللی، هلته یې د اوریګان په ایالت کې لیسه لوستي ده. لوړې زده کړې یې په بیروت او امریکا کې کړي چې په کلتوري انتروپولوژي کې یې په ۱۹۸۱ کال کې د کولمبیا له پوهنتون څخه د دکتورا سند ترلاسه کړی دی. وروسته نوموړي تدريس ته مخه کړي او د خپل اکاډمیک ژوند زیاته برخه یې د جان هوپکنس په پوهنتون کې په تدريس تيره کړي ده. په نویمو کلونو کې یې له نړیوال بانک سره ماموریت پيل کړی او په لري ختیځ او جنوبي آسیا کې یې ګڼې پروژې سر ته رسولي دي.

نوموړي همدا راز د ملګرو ملتونو په سازمان کې هم ماموریت ترسره کړی دی. تر ټولو وروستنی ماموریت یې د بون کانفرنس د تدوير په برخه کې د ملګرو ملتونو د لوی سلاکار وه، په دې حساب سره نوموړي په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو د حکومت له سقوطه وروسته د بُن د کانفرانس په تدوير کې نقش لوبولی دی.

افغان حکومت ته راتګ:
د نوموړي اکاډمیک پس منظر او اداري وړتياؤ ته په کتلو سره ملګرو ملتونو له ده وغوښتل چې د ښاغلي کرزي تر مشرتابه لاندې په افغان حکومت کې دنده ومني. هماغه وو چې نوموړي په ۲۰۰۲ز کال کې د ولسمشر کرزي د لوی سلاکار دنده ترلاسه کړه. څه موده وروسته نوموړی د کابل پوهنتون رئيس وټاکل شو او له هغه وروسته د ماليې وزير وټاکل شو. د ماليې په وزرات کې نوموړي ته د بې ساري ریفورمونو د رامنځته کولو په موخه ستر فرصت په لاس ورغی. ښاغلي غني د دغو اصلاحاتو پيل د نویو بانکنوټونو له اجراء او د زړو هغو له لغوه کولو وکړ. د بانکدارۍ نظام یې ټول کمپيوټرايز کړ او د ماليې وزارت قوانین او مقررات یې له نویو نړیوالو میتودونو سره بيرته له سره ورغول. نوموړي د ټیکسونو راټولولو په برخه کې اصلاحات رامنځته کړل، د اردو د معاشاتو چاره یې داسې کنټرول کړه چې له مخې یې د اُردو د ۵۵۰۰۰ خيالي عسکرو معاش ودرول شو. د اشرف غني د دې بې سابقه اقدام له امله د ده او د هغه وخت د لوی درستيز مارشال فهيم ترمنځ شخړه رامنځته شوه. ښاغلي غني په ۲۰۱۴ کې د خپل ټاکنيز کمپاین پرمهال په یوه تلويزوني مباحثه کې څرګنده کړي وه چې ښاغلي فهيم د دې لپاره چې د خيالي عسکرو د معاشاتو د درولو له پريکړې مې منع کړي، د ماليې وزارت یې محاصره کړ، خو زه یې فشار ته تسليم نه شوم.

د نوموړي بله کارنامه د ولسي پيوستون په نامه د کلیو د پراختیا او بیا رغولو د پروژې رامنځته کول وو چې تر مخ يې په ټول هیواد کې نژدې د شل زره کليو ټولنيزه، کرهڼيزه او اقتصادي زيربناء بیرته ورغول شوه.

ښاغلی اشرف غني په ۲۰۰۹ز کې هم ولسمشرۍ ته کانديد وو خو تر ۳٪ یې زیاتې رايې وانخيستل شوای. په ۲۰۱۴ز کې یې د رایو سلنه زیاته وه خو د امریکا د باندنیو چارو وزير جانکيري د مداخلت په ترڅ کې د ملي یو والي د حکومت د مشر په بڼه وټاکل شو.

قومي او قبيلوي تړاو:

اشرف غني د غلجي پښتنو په احمدزي قبيله پورې تړاو لري. دا قبيله د خپل کوچیاني شاليد له مخې په جنوبي او ختيځو پښتون میشته ولایتونو کې په پراخو سیمو کې مېشته ده. په مرکزکابل او شمالي ولایتونو لکه فاریاب، کندوز، بلخ بغلان او همدا راز د هرات په جنوب لویدیځ ولایت کې هم په ګڼ شمير کې مېشت دي. د کوچیانو د لوی ریاست د پخواني رئيس او احمدزیو د یوه زده کړي مشر دلاور فيضان په وینا په دغه قبيله پورې د تړلو کوچیانو شميره تر یو نیم میلیونه تنو پورې رسيږي. احمدزی قبيله د جنوبي او ختيځو پښتون ميشته ولایتونو په سیاست او ټولنيز ژوند ژواک کې ژور نقش لري. د قومي منازعاتو د حل او فصل په برخه کې د احمدزیو مرکچیان او د دوي نرخ او ډبره په ټولو پښتنو کې خورا درنه او وزينه ګڼل کيږي. همدغه لامل دی چې د لر او بر په پښتنو کې زیاتره مصالحتي جرګې او مرکې د احمدزیو مشرانو له لوري د احمدزیو په تيږو ترسره کيږي چې په زیاتره حالاتو کې نه یواځې دا چې د ټولو خواؤ لپاره د منلو وړ وي بلکې د احمدزیو د جرګه ايزو تيږو له مخې د لر او بر پښتو په سلګونو اوږدې دښمنۍ په دوستۍ بدلي شوي دي. د افغانستان د خپلواکۍ د استرداد په جګړو کې هم د احمدزیو فداکاري تر هیچا کمه نه وه او د دغې قبيلې میړنیو غازیانو د وطن هره پرښه د غلیم لپاره سور تنور ګرځولی دی.
د ښاغلي اشرف غني کورنۍ له پخوانیو زمانو راهيسي د احمدزیو د قبيلې مشران ول چې په عین مهال کې یې له ولس او د وخت له حکومتونو سره ښې اړيکې درلودلې. کابل ته د نژدې اوسيدلو له امله یې زده کړي په دغه ښار کې وکړې، کورنۍ یې هم نیمه په کابل او نیمه په لوګر کې ميشته وه. دربار ته د نژدې کورنۍ په حیث یې نژدې ټول بچیان د تعليم په ګيڼه سمبال شول چې وروسته یې د افغانستان په ملکي او پوځي بیوروکراسۍ او آن د قیادت په حلقو کې خورا لوړ مقامونه ترلاسه کړل.

ښاغلی اشرف غني وتوانيد چې له احمدزي قبيلې سره د خپل تړاو پر مټ د جنوبي او ختيځو ولایتونو د پښتنو رايې ترلاسه کړي. څرنګه چې احمدزي قبيله د دغو ولایاتو د سیاست او ټولنيز ژوند مخکښه ګڼل کيږي، خکه یې نو په ۲۰۱۴ز کال کې د جنوبي نورو سترو پښتني ټبرونو لکه ځدراڼو، منګلو، ځاځیو، تڼیو، صبریو، یعقوبیو، وزیرو، مسیدو، په مشرقي کې مومندو، شینوارو، صافیانو او نورو له دوي نه تقلید وکړ او د اشرف غني ملاتړ یې وکړ.
د افغانستان دوديز سیاسي جوړښت ته په کتلو سره له اتلسمې پيړۍ را پديخوا واک له غلجیو نه درانیو ته انتقال شوی دی او یوه موده داسې هم راغلي ده چې د دغو دواړو خاښونو تر منځ پکې سخته تربګنۍ او سيالي ترسره شوي ده. خو کله چې حالات عادي شوي دي نو غلجیانو د درانیانو واک ته غاړه ايښي ده. د افغانستان د استقلال په جګړو کې غلجیو جنرالانو له دراني مشرانو نه بشپړ اطاعت کړی دی. خو په ولس کې په یوه نه یوه کچه دا خبرې اوس هم د واک پر سر د ناندریو پر مهال اوريدل کيږي. په ۲۰۰۱ کال کې د ښاغلي کرزي د ټاکل کیدا پرمهال دا خبره کیدله چې له داؤدخانه را وروسته واک بیرته د غلجیو لاس ته لویدلی وو، ځکه چې نورمحمد ترکی، حفيظ الله امین، نجیب الله او ملا محمد عُمر اخند غلجیان وو. ببرک کارمل کشميری او ښاغلی برهان الدین رباني بدخشی وو. په ۲۰۱۴ز کال کې د ټاکنيز کمپاین پرمهال د ښاغلي کرزي د ورور قیوم کرزي او همدا راز د ګُل آغا شيرزي له کانديداتورۍ نه دا انتباه اخيستل کيدله چې ګواکې د واک په لوبه کې دوي د دراني ښاخ استازي دي. خو د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي د دفتر پخواني رئيس ښاغلي کریم خرم د طلوع  تلويزون له کاکتوس خپرونې سره په خپله مرکه کې څرګنده کړه چې ښاغلي کرزي په دې شیانو باور نه درلود او د دې لپاره چې د ولس له ذهنه دا ډول خبرې وساتي خپل ورور او ګل آغا شيرزی یې د اشرف غني پر وړاندې له ټاکنيزې مبارزې لاس اخيستلو ته اړ ايستل. ښاغلی خرم زیاتوي چې آن کرزي هغه مهال بیلابیلو انتخاباتي ټکټونو سره د یو ځای کیدا لپاره د بیلابیلو قومونو او قابائلو د متنفذینو د تشويق له لارې هڅه وکړه چې یو کوټلی ملي ټاکنيز ترکيب رامنځته کړي. د نوموړي په وینا ښاغلي اشرف غني هغه مهال دومره څوک نه پيژندل چې په خپل ټاکنيز ټکټ کې يې د لومړي او دوهم مرستیال ځای ورکړی وای، دا ښاغلی کرزی وو چې ازبک جنرال عبدالرشید دوستم او اسماعيلي شيعه حقوقپوه سرور دانش یې وهڅول چې د اشرف غني له ټیم سره یو ځای شي تر څو د هغه د ټکټ انډول برابر شي.

د اشرف غني اوسني ټاکنيز ټکټ ته یوه کتنه:

ښاغلی غني دا ځل د دولت جوړونکي تر سرلیک لاندې خپله ټاکنيزه مبارزه پر مخ وړي. نوموړي له ځان سره د لومړي مرستیال په بڼه د ملي امنیت پخوانی رئيس امرالله صالح او د دوهم مرستیال په بڼه ښاغلی سرور دانش نيولی دی. امرالله صالح چې په خټه تاجک پنجشيری دی، د شمالي ټلوالي د غښتلي قومندان احمدشاه مسعود د نفرخدمت حاجي صالح محمد زوی دی. نوموړی تر نائن الیون وړاندې له خپل پلار سره د مسعود د میلمستونونو لپاره د لوژستیک په چمتو کولو لګیا وو. په ۲۰۰۱ کال کې يې په پنجشیر کې د سي آي اې له مامورینو سره وکتل او د طالبانو پرخلاف یې له هغوي سره استخباراتي همکاري پيل کړه. د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته نوموړی د ټلوالي د نورو مشرانو سره یو ځای کابل ته راغی او څه موده وروسته د ولسمشر کرزي له لوري د ملي امنیت رئيس وټاکل شو. له پخوانۍ شمالي ټلوالي سره د خپل تړاو له کبله نوموړی د خپلې دندې پرمهال یو غښتلی، بې سیاله او بې پروا انسان وو. د بندیانو د ځورولو، د بې ګناه وګړو د وژلو او همدا راز له بشري حقونو نه د نورو تخلفاتو په برخه کې پر هغه زښت زیات تورونه ولګیدل. له دندې نه تر ګوښه کیدا وروسته ښاغلی صالح د غني پر یوه سخت دريځه مخالف واوښت او نژدې په خپله هره مرکه کې به یې پر ولسمشر غني د توکم پالني او تعصب تورونه پورې کول. ښاغلي صالح هڅه وکړه چې ځان له نورو هم توکمو او د ټلوالي له ملګرو سیاسیونو سره اډجسټ کړي خو د خپلې تُندۍ له امله یې له هغوي سره ګوزاره ونشوه او د زرغونه بهير په نامه یې خپل یو مدني بهير په لاره واچاوه. د دغه بهیر په چوکاټ کې یې سلګونه تاجک ځوانان راټول او هغوي یې د حکومت خلاف بسيج کړل. په ۲۰۱۶ کال کې یې د ولسمشر غني پرخلاف په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ او د احتجاج لړۍ یې ان د ارګ تر دروازې ورسيدله، خو هغه مهال د کابل د ګارنيزون د ځواکونو له لورې پسې واخيستل شول. په وروستنیو وختونو کې ښاغلی صالح د کورنیو چارو د سرپرست په حیث ونومول شو چې د کار پيل یې د پوليسو په لیکو کې له بې ساري اصلاحاتو وکړ. وروسته د ښاغلي غني سلاکار وټاکل شو. امرالله صالح له طالبانو سره د جوړجاړي سخت ترینه مخالف دی. د کرزي د واک په دواړو دورو کې یې له امریکایانو سره یې ښې اړيکې لرلې خو داسې ښکاري چې اوسمهال په دغو اړیکو کې پخوانۍ تودوخه نشته. د کورنیو چارو د وزير په بڼه تر ټاکل کیدا وړاندې ځینو لویدیځو خبري منابعو د ښاغلي صالح په ګټه ځینې مقالې خپرې کړې چې د نوموړي د اداري او قیادي وړتیاؤ په ستایلو سره یې له امریکایانو وغوښتل چې نوموړي ته د افغانستان د نظام جوړونې په برخه کې رول ورکړي. غالبا له هماغو لیکنو وروسته یې د ارګ دهلیزونو ته لاره وموندله. صالح دا مهال د ښاغلي غني د دکتورین ټینګ مدافع ګڼل کیږي او نژدې په هره مرکه کې د سيمې او افغانستان په اړه د غنی له دکتورین نه دفاع کوي. صالح د امریکایانو تر څنګ له اروپایانو او هند سره هم نژدې اړيکي لري. له پاکستان سره یې اړیکې د شمالي ټلوالي له وخته نورمال وې، که څه هم څو واره یې په خپلو مرکو او بیانونو کې پاکستان ته ګوته ونیوله، خو په مجموع کې داسې ښکاري چې له پاکستان سره کوم اساسي مشکل نه لري. د ښاغلي صالح پلار یو مسکین سړی وو او د مسعود په میلمستون کې به یې ده او د هغه خاصو میلمنو ته خواړه تیارول، خو ښاغلی صالح دا مهال یو پرمخ تللی او فيشني ژوند لري.

ښاغلی غني هڅه کوي چې د امرالله صالح له لارې تاجک رايه ورکونکي ځان ته راکاږي. خو دلته څو خبرې شته چې د صالح په اړه د غني د قضاوت نیمګړتیا په ګوته کوي. لومړۍ خبره دا ده چې صالح د پنجشير اوسيدونکی او د مسعود تر مشرتابه لاندې د نظار د شورا غړی پاتې شوی دی. لومړی خو خپله پنجشيریان د نورو ولایاتو له تاجکانو سره چندان دوستانه اړيکې نه لري، ځکه چې ښاغلي مسعود د خپل جهادي ژوند زیات وخت د دغو ولایاتو له سیالو قومندانانو سره په رقابت کې تېر کړی او آن ګڼ یې ترې وژلي هم دي چې د هاغه رقابت نښې نښانې اوس هم ليدل کيږي. په دې حساب سره ښاغلی غني په خپل دې قضاوت کې غلط شوی چې ګواکې صالح به وکولای شي د تاجک میشتو ولایتونو رایه به ورته را ټوله کړي. ښاغلی غني په خپل دې قضاوت کې هم غلط دی چې صالح دې د پنجشيریانو رایه د ده صندوقونو ته راوړي، ځکه چې یو خو پنجشيري سیاسيون په خپله د سیاسي تړاؤنو له کبله سره ويشل شوي دي، بله دا چې صالح ته اوس په پنجشير کې هم هاغومره محبوبیت نه دی ور پاتې چې پر مټ دې دی د هغوي رايې د غني لپاره ترلاسه کړي. په دې برخه کې تر ټولو مهمه دا چې د ښاغلي احمد شاه مسعود ورور احمد ولي مسعود خپله ولسمشرۍ ته نوماند دی، نو پنجشيریان د دې پر ځای چې د مسعود د محبت په پار صالح ته رایه ورکوي، ولې یې د مسعود ورور احمد ولي ته نه ورکوي؟ خو که فرضاً پنجشيریان د دې ټولو فرضيو پرخلاف د صالح ملاتړ وکړي نو پوښتنه دا ده چې صالح به څومره رايې غني ته راوړي؟ دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره باید دې ته پام وکړو چې د ۲۰۱۴ د ټاکنو پرمهال د ښاغلي مسعود بل ورور احمد ضياء مسعود له پنجشير نه د غني لپاره ايله شپاړس زره رایې ترلاسه کړي وې، نو په دې حساب سره امرالله صالح که بزرګ هم شي تر احمد ضیاء مسعود زیاتې رايې نشي ترلاسه کولای.
البته یو فاکتور شته چې کولای شي په ناڅاپي ډول له صالح سره د رایو په راټولولو کې مرسته وکړي او هغه د نوموړي د زرغونه بهير په نامه مدني حرکت دی. د دغه بهیر په ویب پاڼه کې لیکل شوي چې دا د ژمنو او زده کړو ځوانانو داسې یوه ټولګه ده چې سلګونه زره ثبت شوي غړي لري. که چيرته ريښتیا هم دغه شمير سلګنو او یا هم کم تر کمه لسګونه زره وي، نو کیدای شي په کابل ښار، پروان او پنجشير کې د غني په ګټه رايې اچونې ته خلک قائل کړای شي.

راغله خبره د غني د دوهم مرستیال سرور دانش په برخه کې، نو نوموړی له دې امله چې اسماعيلي شيعه او اصلا د بغلان د دوشي ولسوالي اوسيدونکی دی، تير وار هم د غني په ټکټ کې دوهم مرستیال وو. البته تیر وار ښاغلی دانش توانیدلی وو چې د اسماعيلي هزاره ګانو د رايو زیاته برخه غني ته راوړي، خو دا څه خپله د دانش کمال نه وو بلکې هغه مهال د اسماعيليانو روحاني پيشوا سید منصور نادري په خپله د اشرف غني ملاتړ کړی وو چې له امله یې اسماعیلیانو په زیات شمیر کې رایې غني ته ورکړې. د دغه بيساري ملاتړ په بدل کې غني وروسته د منصور نادري لور زهراء نادري خپله سلاکاره وټاکله او زوی سعادت منصور نادری ته یې وزارت ورکړ. دا ځل ښاغلی نادري د غني په مخالف کمپ کې ولاړ دی خو د غني او دانش سره لا هم فرصت شته چې پر ښاغلي منصور نادري کار وکړي او بیرته یې خپل کمپ ته راولي. خو په مجموع کې ښايي د اسماعيلیانو رايې دومره نه وي چې د غني د ګټات په برخه کې دې ګيم چینجر ثابتې شي البته که اسماعیلیان غني ته رایه ورکړي، د دانش موقف به ورسره پیاوړی او آینده نقش به یې تثبیت شي.

د ښاغلي غني کورنی ملاتړ:

د ښاغلی اشرف غني د کورني ملاتړ په برخه کې یو څو مهم ټکي شته چې کولای شي د غني له بریاليتوب سره بې ساري مرسته وکړي:

لومړی: غني برحاله ولسمشر دی:
 چې د واک له ټولو سرچینو نه د کار اخيستلو بشپړ توان لري. غني د خپلو اکاډمیکو او اداري وړتياؤ پرمټ کولای شي چې د دولتي تبلیغاتي دستګاه او مالي سرچینو په کارولو سره خپل ټاکنيز کمپاین مديریت کړي. تر دې دمه غني د خپل کمپاین په برخه کې له دولتي امکاناتو معقوله ګټه اخيستي ده. د غني دا کار هغه څه دی چې له امله یې د ده مخالف کاندیدان تر نیوکه لاندې نيسي.
دوهم: غني پښتون دی:
لکه چې پورته مو یادونه وکړه د احمدزیو په ستر ټبر پورې تړاو غني ته دا فرصت ورکوي چې د جنوبي، جنوب ختیځو، ختیځو او مرکزي پښتون میشته ولایتونو په پراخه حوزه کې خلک د ځان په ګټه رايې کارونې ته تشويق کړي. خو د دې مانا دا نه ده چې ګواکې غني به په جنوب لويديځه پښتون میشته حوزه کې (چې عمدتاً درانیان پکې استوګن دي) ملاتړ ترلاسه نکړای شي، بلکه عین ممکنه ده چې دلته هم غني میدان ووهي او هغه له دې امله چې یو خو سږ کال دغه حوزه مطرحه څيره نه لري چې غني چلینج کړای شي. د ابراهيم الکوزي او شیدا ابدالي په نامه دوه ځوانان شته چې له خپلو ټکټونو نه کانديد دي، خو دوي دواړه یو خو ډير کشران دي بل دا چې ابراهیم الکوزی د زده کړو له پلوه هم نیمګړی دی، شیدا ابدالي که څه هم دکتورا لري خو د ولس په منځ کې یې ګوزاره نه ده کړي او ورته ګرانه به وي چې غني چلینج کړای شي، البته دلته دا حقیقت هم پر خپل ځای پاتې دی چې کیدای شي دوي دواړه په پای کې د غني پر وړاندې له خپلې کاندیداتورۍ تير شي. د کندهار په انتخاباتي حوزه کې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ( چې درانی پښتون دی) نقش خورا مهم دی. څنګه چې د کرزي د پخواني سلاکار ښاغلي خرم په وینا په تېرو ټاکنو کې نوموړي د اشرف غني ملاتړ کړی وو، دا پلا هم د ښاغلي غني سپین روبي عُمر، اکاډمیکي تجربې، اداري وړتیا او د ولسمشر په حیث تیرې کاري تجربې ته په کتلو سره ښاغلی کرزی کیدای شي د نوموړي ملاتړ وکړي. کرزی ښايي غوره وګڼي چې د حکومت دارۍ د نویو تجربو پر ځای همدا غني له هاغه ځایه کار پيل کړي چيرته چې یې په لومړۍ دوره کې پرې ايښی وو، که داسې وشول غني کیدای شي د یوه نه چلینج کیدونکي کانديد په بڼه را څرګند شي.
پاتې شوه د غير پښتني حوزې د ملاتړ خبره نو په دې برخه کې دا حقيقت په پام کې نیول په کار دي چې ښاغلي غني له کاسا ۱۰۰۰ پروژې نیولي تر ټاپي او ټوټاپ پورې، خورا سترې ودانيزې پروژې په ناپښتني سیمو کې تطبيق کړي دي. په هرات ولایت کې د کاسا زر پروژه، د افغان ریل پروژه او همدا راز د سلما بند چې د هند په مالي او تخنيکي مرسته جوړ او لسګونه زره هکتاره شاړه ځمکه یې خړوب کړه، هرات ته یې بريښنا ورکړه او همدا راز یې زرګونو خلکو ته د کار روزګار زمينه برابره کړه. همدا راز په شمالي ولایتونو کې د بريښنا، ګازو او سړکونو پروژې، په بامیان او دایکنډي کې د سړکونو او ودانیزو پروژو یو جال خپور شو، دا ټول هغه څه دي چې له ښاغلي غني سره د غير پښتني حوزې د رایو په را ټولولو کې ښه مرسته کولای شي.

علم، تجربه او عُمر هم مهم دی:
ښاغلی غني دا مهال د عُمر په لحاظ تر نورو ټولو نوماندانو مشر دی، د علم له پلوه تر ټولو ستر عالم دی چې نږدې څلويښت کاله تدريسي تجربه لري. د مديریتي تجربو له پلوه هم خورا وړ کس دی. په نړیوال بانک او ملګرو ملتونو کې يې په پرله پسې ډول د شړيدلو دولتونو د جوړولو چاره ترسره کړي ده. د افغانستان په څير له بحراني حالت سره مخ هیواد کې د اصلاحاتو د راوستلو او پرمختګونو د عملي کولو په برخه کې تر غني بل وړ کس نشي پيدا کيدلای. ځکه چې غني په خپله تيره پنځه کلنه دوره کې تر ډيره بريده د زورواکو او مافيايي کړیو په تار او مار کولو وتوانيد. که څه هم چې په ځینو برخو کې يې له هغو سره ائتلاف هم کړی خو په دې کې هم شک نشته چې د وار په برابریدا سره یې د هغوي په کمزوري کولو کې سستي نه ده ښودلي. د کمونستي رژيم د بدنامې ګلم جم نومي ملیشې قومندان عبدالرشيد دوستم، احمد ضياء مسعود، د بلخ ولایت عطاء محمد نور یې ښه مثالونه دي.

ښاغلی غني بديل نه لري:

د علم، عمر، اکاډمیکې تجربې، مدیریتي وړتیاګانو، نړیوالو اړیکو له پلوه ښاغلی غني په شته نوماندانو کې بديل نه لري. ښاغلي اتمر کولای شوای چې غني په ډیرو برخو کې چلنج کړي خو له ټاکنيزې منډې څخه د هغه له وتلو وروسته اوس په شته کاندیدانو کې د غني د پايې کس نشته.

په ټوله کې ويلای شو چې دا مهال د پورتنیو دلائلو او نورو ځمکنیو حقائقو پر بنسټ غني تر ټولو وړ کانديد دی چې کولای شي په سږنیو ولسمشریره ټاکنو کې برلاسی شي.

د ښاغلي غني باندنی ملاتړاو اړیکې یې:

ښاغلی غني له دې امله چې خپلې منځنۍ او وروسته لوړې زده کړي په امریکا کې کړي دي او د زده کړو د بهیر له پای ته رسولو وروسته همالته پاتې شوی او نژدې څلور لسيزې یې د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې تدريس کړی دی، د یوه وړ کدر په حيث یې له امریکايي چارواکو سره نژدې اړيکې درلودې. پر افغانستان باندېې له شوروي يرغل وروسته دغه اړيکي له عادي اړيکو نه پر کاري اړيکو بدلې شوې او اشرف غني د یوه آنتروپولوجست په حیث د امریکا حکومت ته د افغانستان د ولس د بیلابيلو ځانګړتیاؤ او له هغو سره د تعامل په برخه کې ګڼې مشورې ورکړي دي. په نړیوال بانک او ملګرو ملتونو کې د خپل ماموریت پرمهال نوموړي له اروپايي هیوادونو او همدا راز د چین په ګډون د لرې ختيځې آسیا د هیوادونو له چارواکو سره هم ښې اړیکې پاللي دي. د افغانستان د ولسمشر په بڼه له ټاکل کیدا وروسته ښاغلي غني یو ځل بیا هڅه وکړه چې له امریکا، اروپا، چین او آسیايي هیوادونو، عربي نړۍ او نورو سره ښې اړيکې ورغوي. نوموړي د افغانستان او دغو هیوادونو او سیمو تر منځ د خوږو رسمي اړيکو په پار له خپلو پخوانیو شخصي چینلونو کار واخيست او وتوانيد چې افغانستان سره له دې چې له یوې خوا د امریکا په لمن کې پروت وو، د چین، روسيې او ايران په څير له امریکا مخالفو هیوادونو سره هم ښې اړیکي جوړي کړي. که څه هم چې له روسيې سره اړیکې په وروستیو وختونو کې د روسيې او طالبانو تر منځ د تودې راشې درشې له امله یو څه زیانمنې شوي دي،  خو روسيه بیا هم په افغانستان کې له خپل منفي دخالته راګرځیدلي ده او تر ډيره د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کوي. همدا اوس چې ښاغلي ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې اترې په ټپه درولي دي، روسيه هڅه کوي چې دغه پروسه بیرته پيل کړي. په دې برخه کې په وروستیو وختونو کې د طالبانو یوه پلاوي له ماسکو نه لیدنه هم کړي ده.

واک ته له رسيدا سره سم ښاغلي غني سم له لاسه د اقتصادي فعالیتونو له لارې د افغانستان او سیمې د تړاو طرحه وړاندې کړه چې د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه. د دغې طرحې له مخې افغانستان باید د سيمې او نړۍ تر منځ په اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخه کې د وصل په یوه نقطه او په سوداګریزه برخه کې پر یوه ټرانزيټي سټيشن بدل شي. د ښاغلي غني د طرحې له مخې به ټول هیوادونه په مساوي ډول د افغانستان له ځمکې او شرائطو نه استفاده کوي چې په بدل کې به یې د ټرانزيټي محصولاتو له درکه هر کال میلیونونه ډالر د افغانستان خزانې ته لويږي.

غني او امریکا:

د قطر د سولې د پروسې له دریدلو وروسته اوس امریکا او اروپايي ټولنې په تمامه معنی له ښاغلي غني نه خپل ملاتړ پيل کړی دی. د پروسې پرمهال په ګڼو مواردو کې داسې ښکاریدله چې غني ته اهمیت نه ورکول کیږي، خو د پروسې له توقف وروسته د امریکا او غني ترمنځ د اړیکو نوی فصل پیل شو او دغه فصل کیدای شي په ټاکنو کې د غني له ټاکل کیدا وروسته نور هم غښتلی شي. په کابل کې د امریکا سفير ښاغلي جان بس په یوه ټویټ کې ولیکل چې امریکايي حکومت په افغانستان کې د ټاکنو له پروسې سره نهه ویشت میلیونه ډالره ورکړه، همدا راز امریکايي پوځ هم په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو په برخه کې له افغان پوځ سره خپله همکاري په بې ساري ډول زیاته کړي ده. امریکايي ولسمشر ښاغلي ټرمپ په یوه ټويټ کې وليکل چې دوي اوس طالبان دومره ځپلي دي چې تر دې وړاندې هیڅکله هم داسې نه وو ځپل شوي!
امریکا دا مهال په افغانستان کې تر غني غوره بدیل نه لري. غني له دې امله چې د امریکایانو په مزاج پوه دی او په خپله تیره پنځه کلنه دوره کې تر ډيره د افغانستان پر ستونزو او د دغه ځای په شرائطو هم پوه شوی دی، د خپل اکاډمیک او مدیریتي شالید او وړتیاؤ په پام کې نیولو سره د امریکا لپاره غوره انتخاب وي. ښاغلی عبدالله که څه هم هڅه کوي چې پښتانه رایه اچونکي هم پر ځای راټول کړي، خو دا چې یو خو یې په ټکټ کې پښتون کس نشته او بل د افغانیت د اصطلاح په تعبیر او تشریح کې له ټولنیز روایت سره اختلاف لري، دریمه دا چې له پنجشیري تاجکو پرته په نورو ولایتونو کې د تاجکو په منځ کې د پام وړ ملا تړ نه لري، کیدای شي د امریکا لپاره چندان ارزښت ونه لري.

غني او پاکستان:

ښاغلي غني همدا راز د خپل واک په وروستیو کې له پاکستان سره هم اړیکې دوستانه کړي دي. تر دې وړاندې ښاغلی غني له پاکستانه له دې امله سختې ګيلې کولې چې ګواکې پاکستان د افغان حکومت پرخلاف د هغوي په مبارزه کې د طالبانو مرسته کوله او دا چې هغوي یې له افغان حکومت سره د مذاکرې میز ته نه راوستل. خو په وروستیو کې غني او د هغه ویاندانو په تکرار سره په افغان سوله کې د پاکستان نقش مثبت بللی دی. پاکستان که څه هم له پخواني جهادي مشر ګلبدین حکمتیار او عبدالله عبدالله سره هم نورمال اړیکې لري، خو دا چې دا مهال یې له غني سره هم اړیکې نورمال شوي دي، له ټاکنو وروسته په متوقع ډول د غني د بیا واکمن کیدو په صورت کې کیدای شي غني او پاکستان نور هم سره نژدې شي.

د ښاغلي غني مالي وړتياګانې:

سره له دې چې تر اوسه پورې نه ښاغلي غني او نه هم کوم بل کاندید د خپلو مالي وړتیاؤ په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسون ته کوم معلومات ورکړي دي او نه هم په حقيقي ډول د کوم کاندید د ټاکنیز کمپاین د تمویل په موخه د هغه د مالي سرچینو معلومول اسان کار دی خو که په مجموع کې د کاندیدانو کورنیو او باندنیو اړیکو ته پام وکړای شي، نو دا احتمال لیدل کیږي چې هر کاندید دې له خپلو کورنیو او باندنیو ملاتړو څخه د کمپاین د تمویل په پار مالي مرسته ترلاسه کړي وي.

ښاغلی غني د انتخاباتي منډو ترړو په موخه څلورسوه پنځوس میلیونه افغانۍ بيلي کړي دي. که څه هم دغه تخصيص عمدتاً د انتخاباتي کمیسیون د اجرائيوي لګښتونو لپاره ورکړای شوی دی، خو د غني مخالفین تور لګوي چې غني غواړي له دغو پيسو نه یوه زیاته برخه یې په خپل شخصي کمپاین مصرف کړي. د غني مخالفینو همدا راز تور لګولی دی چې غني د خپل شخصي کمپاين لپاره په پراخ ډول له دولتي امکاناتو ګټه اخلي. ښاغلی غني تر دې دمه نه دی توانیدلی چې د ټلیفوني مکالماتو پر سر د راټوليدونکي متنازعه محصول حساب له ولس سره شریک کړي، ځینې مخالفین یې تور لګوي چې دغه پیسې چې په لسګونو میلیونه ډالره کيږي هم د غني جيب ته تللي دي. همدا راز د کابل ښار د زیربناء د ډیزاین قرارداد هم د تدارکاتو له پروسې پرته یوه لبناني شرکت ته ورکړل شو. ویل کيږي چې دا شرکت د لومړۍ ميرمن رولا غني د ورور دی او ښاغلی غني په دې ډول خپل اوښيان نازولي دي. وتلی سیاسي مبارز او لیکوال عصمت قانع ليکي چې اصل خبره دا ده چې ښاغلی غني د رولا غني له وروڼو سره شریک دی.

کیدای شي په امریکا او اروپا کې د ډيموکراسي د تقویت په پار داسې بنسټونه وي چې ښاغلي غني ته دې د هغه د کمپاین لپاره پیسې ورکوي. خو تر کومه چې د ده د شخصي شتمنۍ خبره ده، نو نوموړی یو اکاډمیک شخص دی، کوم سوداګريز فعالیت نه لري، ځکه نو ګومان نه کيږي چې نوموړی به په ځآني ډول دومره پیسې ولري چې د ولسمشريزو ټآکنو کمپاین دې پرې مخ ته بوتللای شي.

حنيف اتمر، هغه کانديد چې د غني کار یې آسانه کړ:

د کمونيستي رژيم پرمهال یو تکړه مسلکي امنیتي افسر حنيف اتمر د خپل استعداد او وړتيا پر مټ په را وروسته کې د غيردولتي مؤسساتو د یوه مهم کنسورشيم مشر وو، د طالبانو د حکومت پرمهال یې د هغوي له مشرانو سره دوستانه اړيکې جوړې کړې تر دې چې د لغمان اوسيدونکی اتمر اوس په کندهارۍ لهجه خبري کوي. د کرزي په حکومت کې یې په بیلابيلو پوسټونو کار وکړ. د اشرف غني له ټاکل کیدا سره د ملي امنیت په برخه کې د هغه سلاکار وټاکل شو. له امریکا سره د افغانستان امنيتي تړون چې پخواني ولسمشر کرزي د ګڼو ملاحظاتو له امله پرې ايښی وو، د اشرف غني په استازیتوب د حنیف اتمر له لورې لاسلیک شو. اتمر د غني په ټوله دوره کې د هغه سلاکار پاتې شو. له پاکستان سره له خبرو اترو نیولي له طالبانو سره تر خبرو اترو پورې نیولي، ښاغلي اتمر په هره برخه کې ور سپارل شوي دندي په بشپړ جديّت سره پر مخ بوتللې. البته یو تور چې ښاغلی اتمر تل ورسره مخامخ وو، د داعش د ورانکاري ډلې سرپرستي وه. د هیواد په شمال او ختيځ کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په جګړو کې څو څو واره داسې شوي چې داعشیانو له طالبانو ماتې خوړلي او یا هم د هغوي تر سختې محاصرې لاندې راغلي دي، خو وروسته هغوي د دولتۍ امنيتي ځواکونو له لورې په پوځي څرخکو کې له ساحې نه پورته شوي او کابل ته انتقال شوي دي. وروستۍ دا ډول پيښه د جوزجان ولایت د قوش تيپې په ولسوالۍ کې په ۲۰۱۸ کال کې وشوه. دلته سلګونه داعشیان د طالبانو تر سختې قوماندې لاندې راغلل چې د دوي مهم قومندانان هم پکې شامل وو، خو د محاصرې په همدغه سخت حالت کې ورته حکومتي پوځي چورلکي را ورسيدلې او لسګونه داعشیان یې له کورنیو سره کابل ته انتقال کړل چې له هغه وروسته یې برخلیک معلوم نه شو. د غني او اتمر د مخالفینو د ادعا له مخې ښاغلی اتمر د داعش د خیالي تنظيم طراح دی چې له کمونیستي دورې نه یې د خپلې استخباراتي تجربې په کارولو سره د طالبانو د تضعیف په موخه دغه کار ته لاس واچاوه. خو د اتمر دغه کار د دې پر ځای چې دولت ته ګټه وکړي، معکوسه نتیجه یې ورکړه او هغه داسې چې داعشیانو په پلازمینه کابل او نورو ولایاتو کې داسې چاودنې او بریدونه وکړل چې سلګونه ملکي وګړو ته یې پکې زیان واړاوه. دغه ډول دوه مشهوري پيښې یوه د کابل په لویديځ کې د هزاره میشتو افغانانو د جنبش روشنايي د مدني خوځښت پر غړو برید وو چې نژدې دوه سوه کسان پکې ووژل شول. داعشیانو همدا تیره میاشت د کابل په لویدیځ کې د واده پر مراسمو په برید کې یوسل او شپېته تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. داعش ډله همدا راز د افغانستان په ختیځ او شمال کې د بشر پر ضد په پراخو جنایاتو کې ښکيله ګڼل کيږي.
ښاغلي اتمر د غني د کار په وروستۍ دوره کې له خپلې دندې استعفاء ورکړه او سم له لاسه یې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړ. نوموړي له ځان سره د شمالي ټلوالي پخوانی مشر او د احمدشاه مسعود یو نژدې ملګری یونس قانوني خپل لومړنی او هزاره محمد محقق دوهم مرستیال وټاکل. خو ښاغلي اتمر وروسته له هغه له نوماندۍ نه د تيریدا اعلان وکړ چې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې اترې وروستي پړاو ته ننوتلې. ښاغلي اتمر څرګنده کړه چې سوله ده ته لومړیتوب دی او په اوسمهال کې ورته سوله تر ټاکنو ډيره مهمه ده. د دې لپاره چې د سولې لپاره یې زمینه سازي کړي وي، خپل ټاکنیز فعالیتونه دروي. ښاغلی اتمر چې د خپلې کاري سابقې، مسلکي وړتیا، انرژۍ او پراخې حوصلې له امله د ولسمشر غني پر وړاندې یو چیلنجر سیال ګڼل کیده، په خپل دغه کار سره یې په حقیقت کې غني لویه ګټه ورسوله او هغه داسې چې د پراخو ولسي اړیکو لرونکی یو پښتون انرژیتیک سیال يې له مخه ليرې شو.
ښاغلی غني دا مهال له خپل قدرت شریک ملګري عبدالله عبدالله پرته بل داسې سیال نه لري چې نوموړی چلینج کړای شي، یواځې پخوانی جهادي مشر ښاغلی ګلبدین حکمتیار دی چې په ځینو سیمو کې ملاتړي لري، خو آیا نوموړی به تر پایه په انتخاباتي منډو کې د غني پر خلاف پاتې شي او که د هغه په ګټه به لاس واخلي؟ او یا هم دا چې انتخابات به تحریم کړي؟ په دې ټکو به موږ لږ وروسته بحث وکړو. اوس به ښاغلی عبدالله عبدالله یو څه تر بحث لاندې ونیسو.

دوهم کانديد، عبدالله عبدالله:

د غني پر وړاندې بالقوه اغيزمن سیال د هغه اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله کیدای شي. د نظار د شورا د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود ویاند عبدالله عبدالله د ښاغلي کرزي د واک په دوره کې د باندنیو چارو وزير وو. عبدالله په پنجشیر کې د خپل میشت پرمهال انګليسي ژبه زده کړي وه او د ښاغلي مسعود او باندنیو ژورنالیستانو ترمنځ به یې ژباړه کوله. په ۱۹۹۲ کې د نجیب د حکومت له ړنګیدا وروسته نوموړی له نورو مجاهدینو سره کابل ته راغی. دلته یې د سترګو د معالجې په برخه کې له کوم روغتیايي بنسټ نه سند ترلاسه کړه. داسې اسناد نشته چې وښيي نوموړي دې په منظم ډول طبي زده کړي ترلاسه کړي وي او یا دې یې هم په کوم روغتون کې د ستاژ دوره تيره کړي وي.

په ۲۰۱۴ کې یې د پخوانۍ شمالي ټلوالي د مشرتابه ترمنځ له شته اختلافاتو نه ګټه پورته کړه او ځان یې د غني په مقابل کې کانديد کړ او یواځنی کانديد وو چې غني یې چلینج کړ. که څه هم چې په لومړي سر کې ویل کیدل چې عبدالله تر دیرش سلنه پورې رايې اخيستي او غني تر پنځوس سلنه زیاتې رايې وړي دي، خو د ټاکنیز کمیسون په چارو له پراخو نیوکو وروسته کمیسون څو واره په ټاکنیزو پایلو کې رد او بدل وکړ او بالآخره یې غني او عبدالله په ډیر کم تفاوت سره یو تر بل وړاندې وروسته وګڼل. ښاغلي عبدالله د کمیسون دغې نیمګړتیا ته په کتلو سره ځان ګټونکی اعلان کړ تر دې چې د جان کیري په مداخلت دغه لوبه په واک کې د غني او عبدالله په نیمايي شراکت پای ته ورسيدله.

غني د خپل واک په دوره کې  عطاء محمد نور، یونس قانوني، دوستم او د پخوانۍ ټلوالي نورې څټي له ځانه خوابدي کړي وې، ځکه نو دا مهال له هغوي نه ځینې د جمعیت اسلامي په تشکیل کې راغونډ شوي او ځینې نور تر ژبنیو عنوانونو لاندې له خپلو پلویانو سره په اړیکه کې دي، یونس قانوني که څه هم د حنیف اتمر په ټیم کې لومړنی ولسمشر وو، خو دا مهال د دغو ناراضو سیاسونو په ملګرتیا له کوم غښتلي کاندید سره د معاملې لپاره انتظار کوي. څنګه چې دغه خلک له غني سره په ائتلاف کې خپل راتلونکی نه ويني، داسې امکان شته چې عبدالله به له دوي سره پر معامله وتوانيږي. که داسې وشول د شمال په ګڼو ولایتونو په تيره د بلخ په پراخه ناپښتني حوزه کې به غني له سختو ستونزو سره مخ شي. د یادولو وړ ده چې اوزبیک جنرال دوستم دا مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همګرايي له ټیم سره ملګری او د دفتر پخوانی رييس عنایت الله بابر فرهمند د نوموړي په ټکټ کې لومړنی مرستیال دی. د عبدالله دوهم مرستیال اسدالله سعادتي د غزني هزاره او تر دې وړاندې د پارلمان غړی وو.
په پښتني حوزه کې سید اسحاق ګیلاني، د ماليې پخواني وزير عُمر زاخیلوال، د سولې د شورا پخواني رئيس او وتلي جهادي مشر حاجي دین محمد او د ختیځې حوزې ګڼو نورو وکیلانو او قومي مشرانو هم د عبدالله له ټیم نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ويل کيږي چې امریکايي او حکومتي ځواکونو له لوري د ولسي خلکو په کورونو د وروستنیو چاپو او بمبارونو او پراخو وژنو له امله پخوانی ولسمشر کرزی هم سخت خواشینی دی. په یوه بیان کې يې د یادو وژنو له امله ښاغلی غني سخت غندلی دی او ډاکټر عبدالله ته یوې نژدې سرچینې ماته وويل چې امکان شته ښاغلی کرزی هم له عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړي.

خو عبدالله عبدالله سره له دې چې دا مهال د ګڼو پښتنو ملاتړ له ځانه سره لري، خو ډاکټر عبدالله په خپل ټکټ کې کوم پښتون مرستیال له ځان سره نه لري چې دا څه کیدای شي د پښتنو رایه ورکونکو په منځ کې د ده د ملي توب داعیې ته زیان ورسوي. همدا راز نوموړی له غني سره د واک د شراکت پرمهال د ژبنیو اړیکو له اغيزو ونه وتلای شو. صلاح الدین رباني چې دري ژبی او د باندنیو چارو وزير دی، د خپلو مدیریتي نیمګړتیاؤ له امله یو ناکام وزیر ثابت شو. غني هڅه وکړه چې د وزارت کارونه یې و ارزوي خو تر پایه د عبدالله له لورې دې کار ته پرې نښودل شو تر دې چې په وروستیو وختونو کې یې د باندنیو چارو د وزارت د شفافیت د ارزولو په اړه د غني فرمان یې ویټو او پر ضد یې وزارت ته بل فرمان ولیږل او له وزیره یې وغوښتل چې د ولسمشر فرمان ته ځواب ونه وايي. دا ټکی هم کیدای شي د ولس په منځ کې د عبدالله محبوبیت ته تاوان ورسوي.

درېيم نوماند: ګلبدین حکمتیار

ښاغلی ګلبدین حکمتیار یوه وتلي جهادي څیره ده چې په شپیتمه میلادي لسیزه کې یې لومړی د شاهي او وروسته د داؤدخان د رژيم پرخلاف د اخوان المسلمون تر چتر لاندې مبارزه کړي ده. په ۱۹۷۳ کال کې یې د داؤدخان د حکومت پرخلاف په پنجشیر او کونړ کې په وسله وال بغاوت کې برخه اخيستي وه. دغه بغاوت د پاکستان په مرسته تر سره شوی وو او اخوانیانو ته د بوټو د حکومت له لوري د پښتونخوا د چراټ په کومانډويي فرقه کې پوځي زده کړي ورکول شوي وې. وروسته په سلګونو ټوپک او چاوديدونکي توکي پرې وويشل شول او افغانستان ته د بغاوت لپاره راولیږل شول.

د بغاوت له ناکامۍ وروسته ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود او ګڼ نور باغیان پاکستان ته وتښتیدل چې په ۱۹۷۸ کال کې د کمونستانو له کودتا وروسته د مقاومت په کرښو کې بيرته وځليدل.
ښاغلی حکمتیار د حزب اسلامي ګوند د مشر په توګه د اوه ګونو جهادي تنظیمونو د مشرانو په منځ کې یو غښتلی مشر پاتې شو چې د پاکستان د پوځي اسټبلشمنټ پراخ ملاتړ یې له ځان سره درلود. له امریکا، اروپا او نورو غربي هیوادونو نه د مجاهدینو لپاره ترلاسه کیدونکي پوځي او ملکي مرستې، اتیا سلنه د حکمتیار په واک کې ورکول کیدې او پاتې شل سلنه د نورو جهادي تنظیمونو په منځ کې ويشل کیدلې. ښاغلي حکمتیار د هجرت په دیار کې د خپل ګوند تشکیلات خورا غښتلي ساتلي ول. نوموړی یو سخت او دکتاتور مزاجه انسان وو چې د خپل پټ اطلاعاتي سرويس پر مټ یې خپل مخالفین له منځه وړل. ویل کیږي چې په پيښور کې میشت زیاتره ملتپاله شخصیتونه لکه سید بهاءالدین مجروح، عزیزالرحمن الفت، عبدالرحیم چینزی، عبدالحکیم کټوازی او نور د همدغه سرويس له لوري ترور کړای شول. نوموړی همدا راز د مخالفو جهادي تنظيمونو د جګپوړو غړو او پوځي قومندانانو په ترور کې هم پړ ګڼل کیږي.

نوموړي ټول ژوند د یوه مزعوم اسلامي نظام لپاره وسله واله مبارزه وکړه، یو داسې اسلامي نظام چې فورمیټ یې هیڅکله هم وړاندې نکړای شو، په پای کې چې په ۱۹۹۵ کې د طالبانو زور ورباندې راغی نو له خپل مرکز چهار آسیاب نه کابل ته وتښتیده، هلته یې د لومړي وزير په حیث دنده ترسره کوله، په ستمبر ۱۹۹۶ کې طالبانو کابل ونیو او حکمتیار له رباني سره یو ځای مخ پر شمال وتښتیده. له هغه ځایه پاکستان او بیا ایران ته لاړ چې تر پایه همالته پاتې شو او په ۲۰۱۶ کال کې د سولې د یوه تړون په پایله کې کابل ته راغی.

نوموړی دا مهال د اسلامي عدالت تر نامه لاندې ټاکنیز ټکټ لري چې وتلی اکاډمیک شخصیت او دیني عالم دکتور فضل الهادي وزين یې لومړی مرستیال دی. ښاغلي حکمتیار تر دې دمه د شته نوماندانو په مقابل کې داسې کاري منشور نه دی وړاندي کړی چې هغوي ورباندې چیلنج کړي. نوموړی ښايي غواړي د خپلې جهادي سابقې او څيرې پر مټ له خلکو رایه ترلاسه کړي، خو د نویمو کلونو جګړې او د کابل راکټ بارانونه چې ښاغلی حکمتیار یې مرکزي لوبغاړی وو، که د چا په یاد وي، ګرانه به وي چې ده ته رایه ورکړي. البته په تنظيمي تشکیل کې په ځینې ولایاتو کې دومره ملاتړ لري چې پر مټ یې خلک د رایو تر مرکزونو پورې راجلب کړي، خو دومره ملاتړ نه لري چې غني یا عبدالله ورباندې چلینج کړي. لومړي مرستیال ښاغلي وزین وکړای شول چې په ځینو شمالي ولایتونو کې د شخصي اړیکو په کارولو سره د حکمتیار په ملاتړ څو لويې غونډې جوړي کړي خو دا چې آیا د وزین دغه اړیکې به ښاغلي حکمتیار ته د ګیم چینجر حیثیت ور وبښي که څنګه، دا به وخت ثابته کړي.

ښاغلي حکمتیار له طلوع نیوز، بي بي سي او نورو تلويزونونو سره په خپلو وروستیو مرکو کې افغان ټاکنې یوه ډرامه وګڼله او هوډ یې څرګند کړ چې که بریالی شو انتخابات به له ډرامه يي حیثیته را وباسي.

د ښاغلي حکمتیار کورنۍ او باندنۍ اړيکي:

د کورنیو اړیکو په برخه کې دا خبره د یادولو وړ ده چې د افغانستان ځمکني حقائق او سیاسي شرائط د پخوا په پرتله ډير بدل شوي دي. په خپله د ښاغلي حکمتیار د حزب پخواني جګپوړي غړي دا مهال د ده په مخالف کمپ کې ولاړ دي. وحید الله سباؤن چې د حزب اسلامي په نامه د عدلیې په وزارت کې د راجستر ګوند مشر دی، له اشرف غني یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی. د پخوانیو حزبي مشرانو او قومندانانو ځوان نسل چې د شوروي پرخلاف د خپلو پلرونو د جهادي حماسو په افسانو را لوي شوي دي، له حکمتیار سره لا هم مینه لري خو په اوسمهال کې زیاتره دغه ډول ځوانان د حکمتیار له دکتاتورشپه سخت خواشيني او د حزب له رسمي کرښو یې ځانونه ګوښه کړي دي. دغه ځوانان تور لګوي چې ښاغلی حکمتیار د حزب د انتخابي منشور د عملي کولو پر ځای له غیر جمهوري لاري د خپل زوی حبیب الرحمان د مشرتابه لپاره لاره هواروي.

د نوموړي د باندنیو اړیکو په برخه کې باید وویل شي چې پاکستان او سعودي عربستان دوه داسې هیوادونه دي چې ښاغلی حکمتیار ورسره تودې اړیکي لري. کابل ته له راتګ سره سم ښاغلي حکمتیار په خپلو خبري ناستو کې په افغانستان او سیمه کې د ایران منفي نقش تر نیوکو لاندې ونیو او له سعودي یې وغوښتل چې د ایران مداخلاتو ته د پای ټکی کيږدي. همدا راز نوموړی څو واره سعودي عربستان ته هم لاړ او د هغه ځای له چارواکو سره یې وکتل.

نوموړي همدا راز څو میاشتې وړاندي پاکستان ته هم سفر وکړ او هلته یې د افغان سولې په اړه په یوه کانفرانس کې ګډون وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې ملاقاتونه وکړل.

داسې ګومان کیږي چې دغه دواړه هیوادونه د نوموړي له ټاکنيز ټکټ سره پراخې مالي مرستې کوي خو تر اوسه دا ډول رسمي سند چې دغه ادعاګانې ثابتې کړي، نه دی وړاندې شوی او په دې برخه کې ټولې ادعاګانې پر شواهدو او قرائنو ولاړي دي.

پاتې نوماندان او حیثیت یې:

په پاتې نوماندانو کې که څه هم د ډاکټر فرامرز تمنا په څير زده کړي اکاډمیک ځوانان شته چې د هیواد د پرمختګ لپاره ښې طرحې هم لري، خو دا چې هغوي لا هم دومره مطرح نه دي، له ولس سره د اړیکو په سمبالولو او د ځان په ګټه د رایې کارولو ته د هغوي په تشویقولو نه دي توانیدلي، ځکه یې هم دلته له یادونې ډډه کوو.

ټاکنو ته ننګونې او ګواښونه:

لومړی: د طالبانو له لورې ستونزي:

طالبانو په یوه خپره کړي اعلامیه کې په ډاګه کړي ده چې روانې ټاکنې د اشغال د تداوم په موخه یوه ډرامه ده او دوي به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې انتخابات ترسره شي. طالبان د یوې سروې له مخې د هیواد اویا سلنه ځمکه تر خپل بالفعل یا بالقوه نفوذ لاندې لري، د طالبانو تر کنټرول لاندې په ساحاتو کې د ټاکنو د ترسره کیدا پوښتنه لا نه پيدا کيږي. په ۲۰۱۴ کال کې یوناما د ځینو ځانګړو چینلونو له لارې د طالبانو له مشر ملا اخترمحمد منصور سره اړیکه نیولي وه او له هغه یې غوښتي وو چې انتخابات مختل نه کړي. د یوناما د پخواني سلاکار ښاغلي خليل صافي په وینا منصور ورسره موافقه کړي وه چې انتخابات به نه ګډوډوي، هماغه وو چې په لومړي ځل د طالبانو تر واک لاندې په ساحاتو کې هم خلک د رایې ورکولو مراکزو ته په ګڼ شمیر کې لاړل او خپلې رایې یې وکارولې. خوست چې د طالبانو د حقاني شبکې مرکز دی هم د سل سلنه رایې کارولو شاهد وو. خو دا ځل، په تيره بیا چې اشرف غني د قطر د سولې د پروسې مخالفت کړی او د همدغه مخالفت له امله ښاغلي ټرمپ هر څه په ټپه ودرول، طالبان سخت غوسه دي او ولس ته یې خبرداری ورکړی چې له ټاکنیزو غونډو لیرې پاتې شي.

په پروان کې د ښاغلي غني کمپاینې غونډې ته نژدې په یوه چاودنه کې تر ديرش زیات خلک ووژل شول، په ورته مهال کې په کابل کې په یوه چاودنه کې شل کسه نور ووژل شول. داسې ښکاري چې طالبان به هیڅکله اجازه ورنکړي چې ټاکنې دې په سوله ايزه ډول ترسره شي، خو تر کومه چې د حکومت خبره ده نو حکومت په هر حال کې غواړي انتخاباتي نمائشنامه تر سره کړي او له قرائنو داسې ښکاري چې ښاغلی غني که د رایې له لارې وو یا د تغلیب له لارې، ځان به ګټونکی اعلانوي.

دويم: د ټاکنو د مشروعیت ستونزه:

لکه چې پورته مو یادونه وکړه، له قرائنو داسې ښکاري چې ولسمشر غني که په زور وي یا رضاء، ځان به ګټونکی اعلانوي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره به د ولسمشر په حیث کار ته ادامه ورکوي.

لومړۍ خبره خو دا ده چې یادې ټاکنې څو څو واره د سولې د پروسې په پار وځنډول شوې. په پام کې وه چې د بین الافغاني تفاهم د پروسې په پایله کې د یوه پراخ ملي تصميم په نتیجه کې ټاکنې ترسره شوي وای او طالبانو هم د نورو سیاسي جهتونو په حیث پکې برخه اخيستي وای، خو داسې ونشول. ولسمشر ټرمپ د سولې پروسه په لغته ووهله او ښاغلي غني ته د خپلسرۍ زمینه برابره شوه. اوس چې له یوې خوا اویا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او هلته ټاکنې ناشوني دي او له بلې خوا د طالبانو په ګډون ګڼ مطرح ځواکونه له سیاسي صحنې دباندې دي، نو په داسې صورت کې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي.

دويمه خبره دا ده چې له ټولو قرائنو داسې ښکاري چې ښاغلي غني پتېيلي ده چې د ټاکنو نتائجو ته به د ځان په ګټه بدلون ورکوي، ښکاره ده چې درغلي به کوي، نو په داسې یوه حالت کې خو ټاکنو ته د مشروعیت په نامه هیڅ هم نه پاتې کيږي. که داسې کيږي د غني سیال عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او نور مطرح نوماندان به د ټاکنو پايلې نه مني چې له امله به یې هیواد په یوه بل بحران کې ښکيليږي. دا ځل نه د جان کيري لپاره د مداخلې چانس شته او نه د پومپیو لپاره بلکې د جګړې تر څنګ به د سیاسي کړیو تر منځ د واک تر منځ شخړې، هیواد نور هم کمزوری کړي.

د ښاغلي غني لپاره به تر ټولو غوره دا وي چې ولسمشر ټرمپ وهڅوي چې د سولې په ټپه ولاړه پروسه بیرته پيل کړي او په خپله دی د بین الافغاني تفاهم په ترڅ کې منل شویو پریکړو ته غاړه کيږدي.
 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 16

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ليکوال او ژورنالېست عنايت الله کاکړ د غزني ولايت اوسېدونکى دى، خو په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي، هغه تر دکتورا پورې زده کړې، د بي بي سي ترڅنګ يې له يو شمېر رسنيو سره دندې ترسره کړي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.