ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Dec 2015 - 13:47
author avatar
22 Dec 2015 - 13:47

که څه هم افغان ولسمشر اشرف غني هغه ژمنې چې له افغان وګړو سره د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې کړې وې، تر ډېره بریده نه پلې کېدونکې او تخیلي وې او دغه کار یې د سیاست لوبولو له اړخه ځان ته مشروع ګاڼه او په دې کار سره یې د خلکو پام ځان ته راګرځاوو او د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر ده بل ښه کاندید هم نه وو او په هېواد کې د شته بې ثباتي، نا انډولې او د ظلم د ټغر ټولو لپاره همداسې یوه کس ته اړتیا لیدل کېده .

له کله چې ډاکتر اشرف غني دا وپتېیله چې د هېواد د جمهوري ریاست ټاکنو ته به ځان کاندیدوي او په هغه روان بهیر کې چې دی په کې پر دنده بوخت وو هغه له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د واک د لېږد پروسه وه. ده په دې موده کې وکولای شول د خپلې اصلي دندې تر څنګ د هېواد د جاج اخیستو په برخه کې هم خورا کار وکړي او د ځان لپاره یوه موثره کړنلاره غوره کړي او کله چې دی ارګ ته رسېږي نو د هغه په پلي کېدو سره به له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه شي چې همدا لاسته راغلو معلوماتو او ستونزو د حل په موخه یې د خپل ټاکنیز کمپاین منشور چاپ کړ.

 

په هغه کې شته ستونزو ته لازمې او اړینې حل لارې په ګوته شوې وې خو باید یادونه وکړو چې په دې منشور کې ډېر څه داسې هم راغلي وو چې د هغه د پلي کېدو لپاره د امکاناتو او سرچینو په اړه یوازې سر سري فکر شوی وی او له کله نه چې په نظام کې مخالف کاندید ډاکتر عبدالله شریک شو او د ملي وحدت تر نامه لاندې حکومت جوړ شو هغه پلانونه چې د ولسمشر له لوري په پام کې نیول شوي وو، په عادي ډول پلي نه شول او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول.

د ۲۰۱۵ کال په راتلو سره او له هېواده د بهرنیانو په وتلو سره په هېواد کې د کار کولو زمینه له نشت سره برابر شوه او د دې پړه یوازې د اوسني ولسمشر پر غاړه واچول شوه، شته بېکارۍ ځوانان دې ته اړ کړل تر څو هېواد پرېږدي او نورو غربي او اروپایي نړۍ ته مخه کړي چې له افغان ځوانانو سره د شته حل په وړاندې بله موثره لاره نه وه موجوده.

حکومت چې په خپله له ډېرو داخلي او سیاسي فشارونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان و په دې اړه لازم ګامونه پورته نه شو کړای، هېره دې نه وي چې په دې برخه کې یوازې حکومت نه، بلکې نړیواله ټولنه هم ګرمه ده. افغان ولسمشر د ټاکنیزو کمپاینونو په وخت کې د خلکو هیلې دومره لوړې کړې وې چې په راتګ سره به یې هېواد ګل او ګلزار شي چې بدبختانه داسې ونه شول او د هېوادوالو هیلې مړ ژواندې پاتې شوې .

خو دا چې افغان ولسمشر په تېر یوه نیم کال کې د هېواد د راتلونکي لپاره څه کړي هغه د لمر په څېر روښانه د هېواد په ګټه کارونه دي. افغانستان سولې ته تر هر څه ډېره اړتیا لري چې افغان ولسمشر د سولې په را وستو کې ډېرې هلې ځلې کړې دا چې روښانه پایله نه لري هغه زموږ د ګاونډي هېواد پاکستان دوه مخی او کاذب سیاست د دې لامل شو چې د سولې د پروسې په وړاندې یو په بل پسې خنډونه جوړ کړي، د طالبانو د مشر ملا عمر مړینه یو له هغو خنډونو و چې د سولې د خبرو په پیلېدا سره دا هر څه ګډوډ شو.

افغان ولسمشر چې پخوا یې هم د پاکستان پر رښتینولي باور نه لاره، دا ګومان یې پر یقین بدل شو او په دې هڅه کې شو تر څو نړیوالو ته دا په ډاګه کړي چې د افغانستان د سولې پر وړاندې یوازېنی خنډ پاکستان دی او د پاکستان له همکاري پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده.

دا چې پاکستان تر دې وړاندې خپلې ګټې د افغانستان په جګړه کې نغښتې بللې د (ټاپي) یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د پایپ لاین د غځېدو د پروژې پیلېدل دا ښيي چې نور به پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې د هغو مجبوریتونو پر اساس چې د دې پروژې په پلي کېدو سره پیدا کوي رښتیني ګامونه پورته کړي؛ خکه چې پاکستان د ګازو دې پروژې ته خورا اړتیا لري او د دې پروژې په پلې کېدو سره به د څلورو هېوادونو ګټې شریکې شي، د یادې پروژې په دوو اساسي ګټو چې یوه یې اقتصاد او بله یې امنیت ده، دلته لنډ معلومات وړاندې کوو:

د دې پروژې ګټې به څه وي؟

د دغه پایپ لاین له ترانزیټ څخه به هر کال د ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په شاوخوا کې ټکس افغانستان ته ورکول کېږي، د افغانستان دننه به څه کم او زیاد ۱۲۰۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د ګازو له پایپ لاین سره به سړک هم غځېږي چې په اقتصادي لحاظ یې افغانستان ته ډېره ګټه رسېږي، دغه سړک به نه یوازې دا چې څو ولایتونه سره ونښلوي، بلکې د هغو سیمو سوداګرو ته به هم چې یاد سړک ځني تېریږي ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، د وخت په تېرېدو سره به افغانستان وکولای شي خپل ګاز د همدغه پایپ لاین له لارې وپلوري.

دا چې یاده پروژه به د امنیت په برخه کې څه مرسته وکړي؟ ویلای شو چې په ټوله کې د هېواد د امنیت لپاره ګټوره ده، بلکې د هغو سیمو پر امنیت مخامخ مثبت رول لرلای شي او په کومو سیمو کې چې پایپ لاین تېریږي د امنیت لپاره به یې ۷۰۰۰ امنیتي سرتېري وګومارل شي، دا سرتېري د لرو پرتو سیمو د امینت لپاره هم ګټور کېدای شي.

د افغانستان په تاریخ کې پاکستان له پیل څخه تر نن ورځې د افغانستان د بربادۍ هلې ځلې کړې، خو دا پروژه کولی شي د افغانستان او پاکستان اړيکې سره ښې کړي، پاکستان چې تل د افغانستان د ناامنۍ لپاره له وسله والو مخالفینو څخه کار اخیستی، خو له دې وروسته که پاکستان د افغانستان د ناامنۍ هڅه وکړي نو خپل هېواد ته به یې هم تاوان رسولی وي، دا هم لرې نه ده چې د (ټاپي) پروژې په پلې کېدو او پیلېدو سره به د وسله والو مخالفینو (طالبانو) پروژه په ټپه درولای شي چې دا د هېواد د ښېرازۍ لامل شي.

تر دې ها خوا افغان حکومت په دې وروستیو کې په دې وتوانېد چې د چین هېواد په مرسته په کابل کې د (۱۰۰۰۰) لس زره کورونو د جوړولو تړون له یاد هېواد سره لاسلیک کړي، تمه کېږي چې افغان حکومت خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوي، هغو ناخوالو ته چې د تېر حکومت څخه ملت او موجوده نظام ته پاتې دي، د پای ټکي کېږدي.

په ټوله کې د فساد په له منځه وړلو کې په اساساتو کار ترسره شوی، نه دا چې په ولایتونو کې په هغه چا پسې وګرځي چې په ډېره ټیټه کچه په فساد کې لاس لري، بلکې د هېواد په کچه یې د ټولو تدارکاتي موضوعاتو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ چې تر ډېره یې په ملي کچه تړونونه کنټرول کړي او په میلیاردونو افغانۍ یې سپمولې دي او د فساد مخنیوی یې کړی دی.

کله چې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د دوهم ځل لپاره د جمهور ريیس په توګه وټاکل شو، نړیوالې ټولنې د هغه له تېر حکومت څخه د فساد د شتون په اړه خپله کلکه ناخوښي څرګنده کړه او له ښاغلي حامد کرزي څخه یې وغوښتل تر څو د فساد په له منځه وړو کې اړین ګامونه پورته کړي چې هغه یوازې په نمایشي بڼه یو څه اقدامات ترسره کړل، د فساد پر وړاندې موجوده اداره پر دې اعتراف کوي چې دوی یوازې په نامه کار کوي او دوی نه شي کولای د هغه چا نوم واخلي چې په هېواد کې یې په میلیونونه افغانۍ رشوت اخیستی او دایې په ډاګه کړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ملاتړ نه کېده چې دا په خپله په فساد کې د لوړپوړو چارواکو لاس لرل په ډاګه کوي. د نوی ملي وحدت حکومت په راتلو سره په روښانه توګه ویلی شو چې په دولتي ادارو کې ورځنۍ چارې په خورا چټکتیا سره ترسره کېږي او په دولتي ادارو کې د هېوادوالو د کارونو پر وړاندې خڼد نه رامنځ ته کېږي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بریالی نایاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په صوبه سرحد د هنګو په حضرت بلال عالي لېسه او ثانوي زده کړې یې د لوګر د محمداغې په عالي لېسه کې پای ته رسولې دي، په مشعل خصوصي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی او اوسمهال له سنایي پراختیایي موسسې سره د اعمار صلح له مجلې سره د مسئوول مدیر په حیث کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.