ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دا چې اقتصاد د ژوند د ټولو چارو د پرمخ بیولو او پر پښو درولو اساس ګڼل کیږي، همدا راز سیاست هم پرته له اقتصاده ناشونی ده او د سیاست د پلی کیدو او د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره قوي اقتصاد ته اړتیاده ترڅو خپلې ټاکلې موخې په نښه، ترلاسه او باید چې د هغه لپاره مالي امکانات برابر کړو.

داچې افغانستان د نړۍ په کچه دوهم فاسد هېواد و پېژندل شو نو تر ډیره دا فساد هم په هغو برخو کې شتون لري چېرته چې پیسې ښکته پورته کیږي، د هغو څیړنو په هکله چې تر دې دمه د فساد د جرړو په اړه ترسره شوې داسې ښیي په هغو اداراتو کې چې مالي مسایل زیات وي هلته فساد هم په پراخه کچه لیدل کیږي د هغو اداراتو په پرتله چې پیسې په کې نه وي نو داسې برېښي چې فساد په مادیاتو پورې تړلې خبره ده.

فساد باید چې په عمل کې ورک شي او که نه وي کم شي خو داسې برېښي هغه کسان چې ولسمشر پرې باور لري اوس هم په ډیرو ناروا معاملو کې ښکيل دي او کوټلي ګامونه یې په اړه نه دي اخيستل شوي او دا سرطان لاهم د مظلوم ملت وینې زبیښي.

په دې لیکنه کې موږ هغه برخه باندې رڼا اچوو کوم چې اقتصادي چارې يې فساد کې ښکیل شوي او خورا خنډونه یې رامنځته کړي دي.

د افغانستان له سوداګریز قانون سره سم هرهغه شخص یا کمپنۍ چې غواړي په هیواد کې د ننه او یا له هیواد څخه بهر سوداګري(لیږد را لیږد) وکړي موکلف ده چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت، د اقتصاد وزارت او په افغانستان کې د پانګه اچونې څخه د ملاتړ ادارې د کار جواز ترلاسه کړي، د فساد جرړه هم په همدغو اداراتو کې نغښتې ده او له همدغه ځایه پانګوال او سوداګر دې ته اړیږي چې رشوت(بډې) ورکړي د جواز په اخیستو ورته خورا ستونزې پیداکیږي او په دې اړه اکثره وخت خلکو خپل غږ پورته کړی، خو دا ناروا لړۍ همداسې دوام لري او هیوادوال په یادو اداراتو کې ځورول کیږي، کارونه ځنډول کیږي او په بیلابیلو نومونو له هغوی څخه پیسې اخيستل کیدې او اوس هم اخېستل کیږي چې ددې ټولو زور بیا له مظلوم ملت څخه ویستل کیږي.

د هېواد په ګمرکونو کې روان فساد څنګه دهېواد اقتصاد په خپلو لومو کې راګیر کړی:

د اقتصادي پراختیا په موخه له ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو سره راکړه ورکړه د ټولې نړۍ معمول خبره ده خو بدبختانه په افغانستان کې سوداګري او د ګمرکونو شتون هغه څه دي چې هره ورځ د ملت وینې څښي او په غیر مستقیم ډول د هغه تاوان له ملت څخه اخيستل کیږي، له هر موټر څخه په ناقانونه توګه د هیواد په ټولو ګمرکونو کې پیسې اخيستل کیږي او که چیرې پیسې ورنه کړي په ډول ډول بهانو یې کار نه ترسره کیږي او ځنډیږي، له سوداګریزو کاروانونو څخه د هیواد په شمال، ختیځ، لوېدیځ او سوېل کې د لارې په اوږدو کې ناقانونه پیسې اخيستل کیږي.

موږ او تاسو کله چې په الله پاک ایمان راوړی او د هغه په رسول، نه مو خدای(ج) په خپلو سترګو لیدلی او نه مو د هغه رسول(ص) خو هغوی مو د هغو قدرتونو په اساس پیژندلي او منلي چې په ځمکه او اسمانونو کې لیدل کیږي نو داښکاره خبره ده کله چې تاسې د ګمرکونو مامورین، د سوداګرۍ وزارت مامورین او یاهم د اسیا ادارې کارکوونکي ګورئ نو موجود فساد د هغوی په جامه، کور او موټر کې له ورایه برېښي نو دولت بیا هم له هغه چانه چې رشوت ځینې اخيستل کیږي د کره ثبوت غوښتنه کوي څارنوالۍ او قضا د رشوت ثبوتولو شرایط دومره سخت کړي دي چې نا ممکنه خبره ده یو څوک دې دا شی ثبوت کړای شي، دولت دې په خپله په هغو اداراتو او وزارتونو کې پراخ او مخفي امنیتي استازي و ګوماري چې د دې ستونزې مخه ونیول شي، د استاد رباني حکومت اعلان کړی وو هغه څوک چې تاریخي آثار له ځان سره لري کولای شي دولت ته یې تسلیم کړي او په بدل کې یې نغدي جایزې ترلاسه کړي چې ددې کار له امله په زرګونو ورک شوي آثار بېرته د دولت لاسته ورغلل نن هم که دولت په امنیتي ارګانونو کې په ځانګړي ډول په ملي امنیت کې د هر مفسد د نیولو په بدل کې ستره مالي جایزه او یاهم د رتبو د ورکړې جایزه وټاکي لرې به نه وي چې د فساد مخه مو یوڅه ډب کړې و اوسي، دلته هسې هم د جنرال او ډګروال رتبې په سرای شهزاده او د چارو په اداره کې پلورل کیږي نو ښه به وي که په دې ډول وویشل شي، نو همدا ناروا پیسې او بډې دي چې خلک یې له کار او روزګار څخه بیزاره کړي دي او نه غواړي په دې مر دار ډنډ کې خان ښکیل کړي، د حلال او حرام موضوع یوازې تر دې بریده رسیدلې چې هیڅ باک نه لري.

 دیني علماوو ته په کار ده چې په رښتینې ډول لکه څنګه چې اړینه ده باید د فساد مخه ونیسي او خپله ملي او وجداني دنده د منبر له لارې په امانت دارۍ سره ترسره کړي د حرامو د اخروي زیان تر څنګه خلکو ته د هغو ټولنیز زیانو په ګوته کړي چې موږ او تاسو یې همدا اوس په خپله ټولنه کې وینو، د انسان حلالول د بربریت اوج خو نن زموږ په ټولنه کې یو انسان چې دواړه ځان مسلمان بولي یو بل حلالوي داټول له همدې وړو نا رضایتیو پیلیږي او تر دې بریده رسیږي.

دا چې ډیر له موضوع څخه بهر نشو ښه به وي چې خپله اصلي موضوع چې هغه اقتصاد د فساد په لومو کې ده وڅېړو.

د روغتیا په برخه کې اقتصاد څنګه د فساد ښکار شوی:

که چیرې تاسو اراده لرئ چې یو خصوصي روغتون او یاهم درملتون پرانیزئ نو نا ممکنه نه ده خو ګرانه خبره دا ده تاسو مخکې تر دې چې باید د یو درملتون اجازه لیک ترلاسه کړئ نو باید چې د سل زره افغانیو په شاوخواکې بډې ورکړئ او یاهم د یاد وزارت له وزیر سره نږدې اړیکې ولرئ او که چیرې د یو خصوصي روغتون د پرانیستو تکل لرئ نو کیدای شي د هغه لپاره ډیرو بډو ته اړتیا وي چې تاسو وکولای شي اجازه لیک ترلاسه کړئ نو همدا چې درملتون او روغتون له پيله په فساد کې ښکیل شي نوبیا هغوی هم په هیڅ ډول په هیوادوالو زړه سوی نه کوي په دوا کې ناجایزه ګټه کوي.

په دولتي روغتونونو کې د دوا او تداوۍ نشتوالی داسې یوه موضوع ده چې په دې وروستیو کې له پامه غورځول شوې ده او همدارنګه دولتي روغتونونو کې ډاکټران ناروغان خپلو شخصي معاینه خانو ته غواړي چې دا بله ناوړه پديده ده .

د پوهنې په برخه کې اقتصاد د فساد په لومه کې:

هغه پانګوال چې غواړي په هیواد کې پانکونه وکړي خصوصي انستیتیوت، خصوصي ښوونځی او یا د زده کړې نور   مرکزونه پرانیزي ناشونې خبره ده چې په پوهنې وزارت کې دې د هغه مرکز رسمي چارې له بډې ورکولو پرته خلاصې کړي، په دولتي ښوونځیو کې له زده کوونکو نیولې تر ښوونکو پورې د فساد ريښې غځیدلې دي، د ښوونځي اداره او ښوونکي له زده کوونکو نه د کامیابیدو او یاهم د غیر حاضرۍ په بدل کې پیسې غواړي چې داخبره پخوا د هیواد په ځينو سیمو کې وه خو اوس دا ستونزه تر ډیره بریده سراسري شوې ده .

 په دولتي ښوونځیو کې چې لوړ ټولګی (دوولسم ټولګی) لري د شهادتنامو پلور هم څه لرې خبره نه ده هغه ځوانان چې دوولس کاله ښوونځي ته ځي او زده کړې کوي او هغه ځوان چې د پیسو په بدل کې شهادتنامي اخلي دا په خپله د یوې ټولنې له وګړو سره ستره جفا بلل کیږي، نوښکاره خبره ده کله چې زموږ ځوانان له هغه ځایه په بډو اخیستو او ورکړې روږدي شي نو له هغو څخه د فساد د مخنیوي تمه لیونتوب ده نو له دې ځایه ښکاري چې د پوهنې برخه مو څنګه د فساد په لومه کې ښکېل ده.

د لوړو زده کړو په برخه کې اقتصاد د فساد په لومه کې:

د لوړ زده کړو د تحصیلي بورسونو د ویش له موضوع نیولې بیا د استادانو ترګومارنې پورې، لوړو زده کړو وزارت لکه څنګه چې په هیواد کې د بهرنیو تحصیلي بورسونو د ویش صلاحیت لري نو د پلور لړۍ یې ښه په درز سره روانه ده، د هغو هیوادونو بورسونه چې لوړې زده کړې یې ډیر لوړ کیفیت او نوم لري د لوړ پوړو چارواکو د زامنو په برخه رسیږي ، د دویمه درجه هیوادونو بورسونه پلورل کیږي او پاتې شو هغه هیوادونه لکه هند، پاکستان، عربستان، تاجکستان او ځینې نور هیوادونه چې تحصیلي بورسونه یې چندان کش نه لري د ازادې سیالۍ له لارې په عادلانه ډول ویشل کیږي ترڅو د عام ولس په سترګو کې هم خاورې واچول شي او هم ملت ته پروسه یوڅه رڼه ښکاره شي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند په برخه کې اقتصاد دفساد په لومه کې:

د بار چلونې او هوایي شرکتونو له جواز څخه نیولې بیا تر نرخ ټاکنې پورې فساد شتون لري، هغه پانګه اچوونکي شرکتونه چې غواړې په دې برخو کې پانګونه وکړي، له  راز راز ستونزو سره لاس او ګریوان دي د شرکتونو د جواز اخیستنې په برخه کې ورڅخه په لویه پیمانه بډې اخيستل کیږي او هغوی دې ته اړ کیږي چې د خپل مشروع کار د ترسره کولو په موخه بډې ورکړي، چې په پایله کې دا ټول تاوان له ملت څخه د هغوی په ټکټونو او د بارچلونې په برخه کې د هغوی په کرایو کې ویستل کیږي، په ورځني ډول هغه ستونزې چې د دولتي چارواکو له لوري یادو شرکتونو ته جوړیږي په ډیرو میلستیاوو او نامشروع ډالیو سره حل کیږي، د لویو دولتي چارواکو په بهرنیو سفرونو کې مفت بیګار یې یوه ښه بیلګه ده او په پټه د ډیرو سترو بډو ښکته او پورته کیدل دي.

د مخابراتو په برخه کې اقتصاد د فساد په لومه کې:

دلته هم د نورو برخو په څیر فساد شتون لري او له هغو لویو مخابراتي کمپنیو نیولې بیا وړو شرکتونو چې مخابراتي کوچني سیستمونه د خلکو او شرکتونو په واک کې ورکوي په بیلا بیلو لارو چارو ځورول کیږي، په مخابراتي برخه کې هم لکه د نورو برخو په شان فساد شته، لویو مخابراتي شرکتونو ته د جواز په ورکړه کې بډې اخيستل شوې دي او اوس هم له هغوی څخه په معمول ډول بډې اخېستل کیږي، هغه واړه شرکتونه لکه موترولا او نور هغه شرکتونه چې د ځینو کمپینو لپاره مخابراتي سیستمونه په واک کې ورکوي ترڅو خپلې ستونزې پرې حل کړي بډې اخېستل کیږي، نو له همدې ځایه ده چې مخابراتي کمپنۍ په ورځني ډول له خلکو څخه په ښکاره ډول پیسې غلا کوي چې نه یې د شکایت مرجع شته او نه هم په دې اړه د چا غږ اوریدل کیږي خکه چې د کار په لومړیو کې او په عادي ډول له دوی څخه دولتي چارواکي پیسې اخلي او هغوی نشي کولای له دوی سره په ډاډه توګه موضوع وڅیړي او د غلاو مخه یې ونیسي.

داچې اقتصاد څنګه کولای شي وده وکړي او له موجوده ستونزو څخه رابهر شي ډیره اسانه خبره نه ده ځکه چې د هیواد  اقتصاد په بیلابیلو برخو کې د فساد په لومه کې نښتی ده، خو باید ووایو چې  د دې هرڅه سمول ګران کار هم نه ده هغه ژمنتیا چې له ټاکنو وړاندې د بدلون او دوام ټیم لرله که په رښتیا سره تعقیب شي او له فساد سره په غښتلو مټو او د ملت په پوره ملاتړ کار وشي لرې نه ده چې یوه ورځ زموږ اقتصاد هم په واقعي بڼه پراختیا موندلې وي او هیواد به مو له دې ستر ناورین څخه ژغورلې وي.

د ملت دنده داده چې صبر وکړي او هغه وخت چې په کار ده د یو کار لپاره ولګول شي په پام کې ونیسي او د هغه په وړاندې مقاومت وکړي، خپله حوصله له لاسه ورنه کړي او ډیر خپل کارونه چې په دولتي ادارو پورې اړه لري په خپل لاس ترسره کړي یعنې خپل کار کمیشن کارانو او دولتي کارکوونکو ته چې د بډو په مقابل کې يې ورته خلاصوي ډډه وکړي، دبډې له ورکړې دې لاس واخلي او د بډو په افشا کولو کې دې ځنډ نه کوي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 7

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.