ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
24 Aug 2015 - 19:16
author avatar
24 Aug 2015 - 19:16

په یوه بې‌ ساري ګام کې افغان حکومت ویلي، د پاکستان په اړه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي. په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان ورانکاره فعالیتونو، له وسله والو مخالفینو ملاتړ، چاودنو او ځانمرګو بریدونو ته په کتو سره ظاهرا ټول هغه شرایط برابر دي، چې افغان حکومت امنیت شورا ته شکایت وکړي. په دغې لیکنه کې هڅې شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د منشور په رڼا کې، امنیت شورا ته د افغان حکومت شکایت په اړه رڼا واچول شي.

مقدمه:

په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان په دې موخه جوړ شو، څو نړيوال امنیت تامین، نړيوالې همکارۍ پراختیا او د نړيوالې سولې ټینګښت په موخه ګام پورته کړي. له دې وړاندې د اتلانتیک منشور پر بنسټ د ملتونو ټولنه (League of Nations) موجوده وه؛ خو د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره جوخت؛ هڅه وشوه، څو په راتلونکي کې له داشان پېښو او جګړو څخه د مخنیوي په موخه داسې یو سازمان رامنځته شي، چې د نړيوال امنیت ټینګ کوونکی و اوسي. پر همدې اساس د ملتونو ټولنه پر ملګرو ملتونو واوښته. په لومړیو کې ملګرو ملتونو ۵۱ غړي هېوادونه درلودل، چې اوس مهال یې شمېر ۱۹۳ هېوادونو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو مرکزي هسته د امنیت شورا بلل کېږي، چې په مهمو پېښو کې رغنده رول لوبولای شي؛ خو له دې امله چې امنیت شورا ۵ دایمي غړي لري او هر غړی هېواد د وټو حق لري په ځینو مسایلو کې دغه شورا نه ده توانېدلې د قضایایو په اړه په یوه خوله و اوسي، چې تر ټولو ښه بېلګه یې د سړې جګړې پر مهال د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ خپلمنځي سیالۍ دي، چې هر یوه به پر مقابل لوري د فشار په موخه د یوه بل غوښتنې وټو کولې.

پاکستان د م.م منشور په تله کې:

پاکستان د ترهګرۍ مرکز او ملاتړي په توګه پېژندل شوی؛ خو تر دې دمه هېڅ یوه لوري په دې اړه امنیت شورا ته شکایت نه دی کړی، بلکې دغه ستونزه د دوه اړخیزه، درې اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو په پایله کې ظاهرا حل شوې ده. په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې هغه مهال چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې و وژل شو، دا هیله موجوده وه، چې امریکا به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي، خو د لنډې مودې لپاره د اړیکو له سوړوالي پرته یې بله پایله نه درلوده.

همداراز په کراچۍ کې د طالبانو د مخکیني مشر وژل کېدل هغه څه دي، چې د افغان حکومت له وسله‌والو مخالفینو د پاکستان له ښکاره ملاتړه یې پرده پورته کړه، خو بیا هم نړيواله ټولنه پرې چوپه خوله پاتې شوه. دغې مسلې تر هغو دوام وکړ، چې په کابل کې ځنځيري بریدونو زور واخیست او د افغان حکومت سربېره په عامو افغانانو کې د پاکستان ضد روحیه پیاوړې شوه. پر همدې اساس ده، چې د حکومت اجراییه ریاست د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د شکایت خبره کړې ده.

دې ته په کتو سره چې د امنیت شورا یوه اساسي دنده د نړيوالۍ سولې او امنیت ټينګښت دی، افغان حکومت د اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره، کولای شي دغې شورا ته مراجعه وکړي او پر پاکستان فشار راوړي. د سولې ټینګښت په اړه د ملګرو ملتونو د منشور په لومړي څپرکي کې، چې د دغه سازمان موخو او اصولو ته ځانګړی شوی، د لومړۍ مادې په لومړۍ فقره کې راغلي: «د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د ټولو ګډو اغېزناکو اقداماتو په کار اچول، ترڅو له دې لارې د ګواښونو، تېریو، یرغلونو او نورو سوله ماتوونکو کړنو مخه ونیول شي او همداراز د عدالت پر بنسټ له نړیوالو قوانینو سره سم، په سوله ییز ډول د خبرو اترو له لارې د هغو نړیوالو شخړو او پېښو مخه ونیول شي، چې ښايي نړیواله سوله زیانمنه کړي.».

د لومړۍ مادې دغې فقرې په پام کې نیولو سره اړتیا دا وه، څو په هماغه لومړیو کې ملګرو ملتونو د پاکستان پر وړاندې جدي اقدامات کړي وای؛ خو نه یوازې چې تر دې دمه دغه کار نه دی شوی، بلکې صریحا د منشور دویمه ماده هم نقض شوې ده. د دویمې مادې په څلورمه فقره کې راغلي: «سازمان او غړي یې د پورتنیو موخو د لاسته راوړلو لپاره چې په لومړۍ ماده کې ترې یادونه شوې ده، په دې ډول عمل کوي: ټول غړي هېوادونه به په خپلو نړیوالو اړیکو کې د زور له کارونې، تهدید او همدارنګه د هېوادونو د سیاسي خپلواکۍ یا ځمکنۍ بشپړتیا ته له ګواښ پېښولو یا له هر ې هغې کړنې چې د ملګرو ملتونو له موخو سره په ټکر کې وي، ډډه کوي».

پورتنیو مواردو ته په کتو سره د پاکستان له خوا په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د منشور مواد نقض شوي، چې دغه هېواد د ملګرو ملتونو غړیتوب لري او څو ځله توانېدلی، چې د امنیت شورا نادایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

ولې امنیت شورا ته شکایت:

له حقوقي اړخه ټول هېوادونه خپلواک او په نړيوال ډګر کې له مساوي حقونو څخه برخمن دي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په منشور کې صریحا یادونه شوې، چې دغه سازمان حق نه لري د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، همداراز یو هېواد هم نه شي کولای د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي؛ خو د تېرو کلونو په اوږدو کې ثابته شوې ده، چې نه یوازې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ بلکې د سیمې هېوادونو او ان ټولې نړۍ ته د ترهګرۍ صادروونکي هېواد رول لوبوي، دا هغه څه دي چې صریحا د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي. له دې امله چې امنیت شورا د نړيوالې سولې او امنیت ساتنې مسوولیت امنیت شورا ته سپارلی، نو اړتیا دا ده، څو د پاکستان پر وړاندې اقدام وشي. په دې اړه د ملګرو ملتونو د منشور د څلورویشتمې مادې په لومړۍ فقرې کې راغلي: «د ملګرو ملتونو له خوا د چټک او اغېزناک اقدام د ترسره کولو په موخه د دغه سازمان غړي د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې لومړی درجه مسولیت امنیت شورا ته سپارلی او ټولو پرېکړه کړې چې امنیت شورا د دې مسولیت د ترسره کولو په برخه کې اقدام وکړي».

اما لږ تر لږه د پاکستان پر وړاندې دغه مسوولیت په سمه توګه نه دی ترسره شوی، کېدای شي لامل یې د دغه منشور شپږم څپرکي کې رانغښتی وي، چې د شخړو سوله ییز حل په اړه دی. د منشور په درې دېرشمه ماده کې ټينګار شوی: «۱. هغه شخړې چې ښايي نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کړي، د شخړي لوري (مدعي او مدعي علیه ) تر هرڅه لومړی باید دغه شخړې د خبرو، منځګړیتوب، جوړجاړي، داوري، قضايي څېړنې، سیمه ییز سازمانونو او د نورو سوله ییزو لارو چارو په مرسته حل کړي.۲. امنیت شورا د اړتیا پر مهال کولی شي چې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړي ترڅو خپل اختلافات له یادو لارو چارو سره سم حل کړي».

باور دا دی چې په تېر وخت په ځانګړي توګه په وروستیو لسو میاشتو کې افغان حکومت هڅه کړې ده، څو د یاد منشور د درې دېرشمې مادې په پام کې نیولو سره له پاکستان سره اړیکې ښې او شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي؛ خو نه یوازې دا چې پاکستان په دې برخه کې اقدام نه دی کړی؛ بلکې لا یې خپلو پخوانیو سیاستونو ته دوام ورکړی چې دغه سیاستونو په افغانستان کې د ناامنۍ، ستونزو او کړاوونو رامنځته کېدو لامل شوي دي.

امنیت شورا ته د شکایت څرنګوالی:

دا چې څنګه کېدای شي افغانستان امنیت شورا ته شکایت وکړي، تر ډېره بریده پورته یې یادونه شوې ده، د لا صراحت لپاره اړتیا دا ده، څو د ملګرو ملتونو د منشور څلور دېرشمه ماده رانقل کړی شي. په دغې مادې کې یادونه شوې: «امنیت شورا کولی شي هره هغه مسله تر غور او څېړنې لاندې ونیسي، چې ښايي د یوې نړیوالې شخړې او ترینګلتیا سبب شي او دوام یې نړیوالې سولې ته ګواښ پېښ کړي».

ملګرو ملتونو په ځانګړي توګه امنیت شورا دا حق ځان ته خوندي کړی، چې د سولې ماتونې- ګواښنې او تجاوز کارانه کړنو پر وړاندې اقدامات وکړي. په دې لړ کې د منشور په نهه دېرشمه ماده کې ټینګار شوی چې: «امنیت شورا باید د سولې پر وړاندې هر ډول ګواښ او تېری تشخیص او له ۴۱- ۴۲ مادو سره سم د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په موخه باید تصمیم ونیسي».

یو څلوېښتمه او دوه څلوېښتمه مادې په لاندې توګه صراحت لري

یوڅلوېښتمه ماده:

امنیت شورا کولی شي چې د خپلو پرېکړو د اجرا په موخه د وسله وال ځواک له کارونې پرته داسې لارې چارې وکاروي چې دغه شورا یې لازمه وګڼي. شورا کولی شي د ملګرو ملتونو له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړي چې له سرغړوونکو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې، اقتصادي، ترانسپورټي، سمندري، هوايي، پوستي او مخابراتي اړیکې پرې کړي.

دوه څلوېښتمه ماده:

که امنیت شورا په ۴۱ ماده کې پېشبیني شوي اقدامات کافي او اغېزناک ونه ګڼل، د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې په موخه کولی شي چې له هوايي، سمندري او ځمکني ځواک څخه استفاده وکړي. په دغو اقداماتو کې لاریونونه، محاصره، ځمکني، هوايي او سمندري عملیات شامل دي.

دې ته په پام سره، چې پاکستان د سیمه ییزې او نړيوالې سولې پر وړاندې جدي خطر شمېرل کېږي، نو د پورتنیو مواردو په پام کې نیولو سره افغان حکومت کولای شي د دغه هېواد پر وړاند د اقداماتو غوښتنه وکړي؛ خو په دې لړ کې ځینې ستونزې هم شته دي.

د شکایت پر وړاندې ستونزې:

تر اوسه پورې افغان حکومت د شواهدو په راټولولو او وړاندې کولو کې ښه تجربه نه ده ترلاسه کړې. د مخکیني ولسمشر حامد کرزي واکمنۍ پر مهال یو ځل په افغانستان کې د ورانکاره فعالیتونو تر شا د پاکستان ملاتړ په اړه شواهد دغه هېواد ته وړاندې شوي ول، خو د پاکستاني چارواکو له تمسخر سره مخ شول او بېرته یې افغان حکومت ګرم وباله. اړتیا دا ده، څو د شواهدو او اسنادو په راټولو کې له پوره دقت څخه کار واخیستل شي. له دې پرته شکایت به یوازې د شکایت تر بریده پاتې شي او رسېدنه ورته ستونزمنه ده.

بل لور ته پاکستان توانېدلی چې تر دې دمه ۷ ځله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا موقت غړیتوب ترلاسه کړي، چې وروستی ځل یې په ۱۳۹۰ کال کې و. د امنیت شورا موقت غړيتوب ترلاسه کول د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان په ملګرو ملتونو کې ښه لابیان لري، د همدغو لابیانو د کار پایله دا ده، چې دغه هېواد دې په ملګرو ملتونو کې ان هند ته هم ماتې ورکړي او د امنیت شورا موقت غړیتوب ترلاسه کړي. دا یو ضرورت دی چې امنیت شورا ته د شکایت په صورت کې په لومړي ګام کې ملګرو ملتونو کې پراخ لابیینګ وشي او د امنیت شورا ۵ دایمي غړي پر دې توافق ته ورسول شي، چې پاکستان د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی او باید پر وړاندې یې اقدام وشي. دغه چاره ستونزمنه ښکاري؛ مګر دا چې پیاوړې اراده او هوډ موجود وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد عیسی مومند په ۱۳۶۶ لمريز کال کې په ننګرهار کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې د ننګرهار په عالي لېسه او ثانوني هغه یې په حبیبیه لېسه کې پای ته رسولې دي. نوموړى ۱۳۸۸ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له يوهنځي فارغ شوی دی. مومند په یوه خصوصي څېړنیز مرکز کې د تحلیلګر په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.