ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکل شوې ده چې داندونیزیا ولسمشر دا اوونۍ کابل ته په یو رسمي سفر راشي  او دلته به دافغانستان ولسمشر سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي ، اندونیزیا یو له هغو اسلامي هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات مسلمانان لري او داقتصاد له اړخه هم دنړۍ د ٢٠ هېوادونو په لیکه کې ځای لري، همدارنګه اندونیزیا په لږ وخت کې وکولى شول چې اقتصادي وده وکړي او ترڅنګ یې هلته شته کشمکشونه حل کړي داچې افغانستان ته داندونیزیا ملګرتیا څومره مهمه ده او افغانستان څنګه کولى شي چې داندونیزیا له تجربو څخه ګټه واخلي غواړم دلته پرې لږ بحث وکړم .

زغم او دیو بل منل

اندونیزیا یو داسلامي هېوادونو څخه هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات مسلمانان لري او ددي ترڅنګ په دې هېواد کې ٦ مذهبونه رسمي دي او په سلګونو ژبو باندې خلک یې خبرې کوي چې دې مسایلو دغه هېواد ته ځانګړى ارزښت ورکړی دی همدارنګه په دې هېواد کې دهر مذهب پیرویان ازادي لري ترڅو دخپل مذهب مسایل په ازاده توګه سره ولمانځي نو موږ ویلى شو چې اندونیزیا یو هغه هېواد دی چې ولس او ملت یې د یو بل دزغملو ښه بیلګه ده، ځکه ددومره مذهبونو او ژبو په شتون کې دا هېواد په دې توانیدلی دی چې دبرابرۍ او عدالت په پلي کولو سره اقتصادي رشد وکړي او ترڅنګ یې ټول ملت په یو سوله يیز ډول ژوند وکړي چې دا هغه تجربه ده چې کولى شي له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي ترڅو افغانان له دې څخه په زده کړې دیو بل دمنلو او اورېدلو قوه پیدا کړي او وکولى شي هغه شته ستونزې چې اوس افغانان ورسره مخ دي له منځه یوسي .

بله مهمه مسله داده چې په اندونیزیا کې داسلامې زده کړو تر ټولو زیاتې مدرسې دي او همدارنګه پراخ اسلامي مراکز هلته شتون لري چې خپلو ولسونو ته اسلامې زده کړې برابروي خو دا مرکزونه یو ځانګړنه لري،هغه داده چې دامرکزونه خپلو ولسونو ته داسلامې زده کړو د ورکړې ترڅنګ هغوى  ته دنورو ټولنیزو او اجتماعي کارونو او خدماتو دوړاندې کولو ویاړ هم لري او کوښښ کوي چې مختلف ټولنیز خدمات هم ټولنې ته وړاندې کړي چې دې مسلې یې په اسلامې مرکزونو او مدرسو د ولس باور لا زیات کړى دى او داسلامي مرکزونو او ولس ترمنځ داړیکو یوه وسیله هم ګرځېدلې ده .

  دا هغه مثبت ټکی دی چې افغانستان کولى شي له دې څخه په ګټه اخيستلو سره په کور دننه هغه ستونزې حل کړي کومې چې داسلامې افراطیت له مخې رامنځ ته شوې دي او په واقعي ډول هغه کسان چې افراطیت ته خلک هڅوي دهغوى له منګولو وژغوري او د واقعي اسلامي اساساتو پر بنا باندې نوي ځوانان وروزي .

اقتصادي پرمختګ

اندونیزیا اوس په نړیواله کچه په ٢٠ اقتصادي هېوادونو کې راځي دا په داسې حال کې ده چې ٤٠ کاله وړاندې اندونیزیا داسیا غریب ترین هېواد څخه ګڼل کېده خو په تېرو ٢٠ کلونو کې اندونیزیا وتوانیدله چې خپل اقتصاد په پښو ودروي او اندونیزیا دنړۍ په ٢٠ اقتصادي هېوادونو په لیکه کې ودروي داچې اندنیزیا څنګه توانیدلې ده چې خپل اقتصاد په خپلو پښو ودروي او داچې دې هېواد  په صنعتي او کرنیزه برخه کې څنګه پرمختګ وکړ یو ښه چانس دی دافغانستان لپاره چې ددوى له تجربو څخه په ګټه اخيستلو سره په افغانستان کې په صنعتي او کرنیزه برخه کې بدلون راولي او له دې لارې هغه تجربې او ماډل چې اندونیزیا پلى کړی دی له هغه څخه سمه ګټه واخلي ځکه له نورو ماډلونو هغه هېوادونه چې اسلامې نه دي موږ ته به دا ډېره اسانه وي چې داندونیزیا د تجروبو څخه په ګټه اخيستلو سره اقتصادي بدلون په افغانستان کې راولو .

دسولې پروسه کې مرسته  

اندونیزیا له خپل یو ایالات سره ٤٠ کاله په جګړه کې ښکیل وه خو اخر یې هم وکولى شو چې دا جګړه ختمه او یو بل دمنلو او زغم پالیسي رامنځ ته کړي او دسولې له لارې هغې شخړې ته دپای ټکی کېږدي او وکولى شي چې له هغه وروسته اندونیزیا په یو پرمختللي هېواد بدله کړي .

همدارنګه اندونیزیا د زیاتو مسلمانانو دنفوس درلودو او ترڅنګ یې هلته د پراخو اسلامي زده کړو دزمینې ترڅنګ په اسلامې نړۍ کې پراخ نفوذ لري او اندونیزیا یو هغه هېواد دی چې ويې کولى شول له دیکتاتورۍ څخه دېموکراسۍ ته لاړه او خپلې ټولې داخلې ستونزې یې د خبرو اترو له لارې حل کړي چې دا کولى شي له افغانانو سره ډېره مرسته وکړي او هغه تجربې چې اندونیزیا یې لري افغانان له دې څخه په ګټه اخيستلو سره دافغانستان په سوله او ثبات کې ګټورې ثابتې شي .

پایله !

داچې په وروستیو کې افغان حکومت اوس کوښښ کوي له مختلفو لارو څخه افغانستان سولې او ثبات ته ورسوي او په دې برخه کې یې دمختلفو هېوادونو سره اړیکې نیولي ترڅو دافغانستان ستونزه حل کړي خو بیا هم له دې هېوادونو سره دکار  ترڅنګ باید افغان حکومت دستونزې اساسي ټکي ته پاملرنه زیاته کړې چې هغه دتروریستانو ملاتړي هېوادونه او ګروپونه دي او په دې برخه کې باید په پاکستان لا زیات فشار راوړل شي ترڅو افغانستان دسولې او ثبات خواته لاړ شي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

سید غفوراحمد جاوېد ،دحقوقو او سیاسی علوموله پوهنځي څخه فارغ چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په عامه اړیکو او مطبوعاتو کې کار کوي او له تېرو ۶ کلونو راهیسې دافغانستان او سیمې په وضعیت دافغانستان په رسنیو کې د سیاسي شنونکي په توګه برخه اخلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.