که څه هم د افغانستان ټول تاريخ له جګړو ډک دى، کله ګاونډيانو سره کله له ښکېلاکونو سره او کله د نړۍ له سترو قوتونو سره، انګرېز ښکېلاک ته تر درې ځلې ماتې وروسته د وخت شوروي اتحاد له انګرېز ماتې څخه عبرت نه و اخيستى او پر افغانستان يې يرغل وکړو ، خو د افغانانو له کلک مقاومت سره مخامخ او په ټيټو سترګو له هېواده ووتلو.
د شوروي اتحاد له يرغل او بيا تر هغې وروسته په هېواد کې د کورنيو جګړو پر مهال په تېرو شاوخوا خلورو لسيزو کې تر اوسه هېچا د اوربند تجربه نه وه کړې، که څه هم هڅې ډېرې شوې وې، خو په دې برخه کې رغنده اقدامات او له زړه څخه هلې ځلې نه وې شوې.
له تېرو څو کلونو راهيسې چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په افغانستان کې نوى حکومت جوړ شوى؛ نو په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هڅې هم ګړندۍ شوې دي او په تېر کوچني اختر کې د لومړي ځل لپاره افغانانو د اوربند مزه وڅښله او تجربه يې کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بې ساري اقدام کې یوه داسې سراسري اوربند ته زمینه برابره کړه چې ښايي د ډېرو په ګمان غیر عملي او ناشونۍ کار ښکارېده. که څه هم وسله والو طالبانو د دې اوربند له دوام څخه انکار وکړ او افغانان چې سولې ته د رسېدو لپاره جشنونه جوړ کړي وو، د تمې خلاف خواشیني کړل خو په حقیقت کې د سولې په برخه کې دا لنډ اوربند لوی پرمختګ دی. دا اروبند د سولې لپاره یو څرک و چې حد اقل د دواړو لورو ترمنځ د ژور باور لپاره زمینه برابره کړه او د نورو پرمختګونو لپاره مناسب بستر برابر کړ. په دې کار سره افغان حکومت وښوده چې په ټول هېواد کې مېشت نړیوال او کورني ځواکونه تر واحدې قوماندې لاندې دي او د ملي یووالي حکومت مشرتابه د سولې او ملي پخلاینې لپاره قوي اداره لري
ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې نېټې څخه ترپنځمې او بيا لس ورځې نور يې وغځولو، خو طالبانو يواځې د اختر درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى و.
د اوربند په اړه د ولسمشر غني او افغان حکومت دغه جرئت او اقدام په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه وستايل شول.
د تېر اختر تر اوربند وروسته کلى په کلى، ولسوالۍ په ولسوالۍ او ولايت په ولايت غونډې جوړې شوې ، د تېر اوربند ستاينه وشوه او اوږود مهاله اوربند غوښتنې وشوې.
له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې سلګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او ښځو د پراخو غونډو په ترڅ کې له حکومت او طالبانو څخه د اوږود مهاله اوربند غوښتنې وکړې، ددوى د غوښتنو په ځواب کې ولسمشر يو ځل بيا داوربند کولو اعلان وکړ او امنيتي مسوولينو ته يې د اوربند د ښه مديريت سپارښتنه وکړه.
اوس خبره ټوله طالبانو ته پاتې ده، چې هغوى د ولس دغه غوښتې ته ځواب ووايي او په راتلونکي لوى اختر کې يوځل بيا د حکومت داوربند يو اړخيزې پرېکړې ته مثبت ځواب ووايي او له خپل اړخه هم اوربند اعلان کړي .
په تېر اوربند کې وليدل شول، چې هېواد وال له يو بل سره څومره مينه لري، يو بل ته تېريږي، پر يو بل ترحم کوي، هغه طالب چې پر ملي ځواکونو يې بريدونه کوي او هغه سرتېرى چې له طالبانو سره يې جګړې کولې، د اوربند په ورځو کې يې له يو بل سره يې د ورورولۍ غېږې وکړې.
له اوربند څخه وړاندې د سیاسيونو او سیاسي مخالفینو دا باور درلود چې له یوه لوري له وسلهوالو طالبانو سره سوله ناشونې ده او له بل لوري حکومت د سولې اراده نهلري؛ خو د اوربند له اعلان او تامین سره جوخت ثابته شوه چې افغان حکومت د سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره بشپړه اراده لري. له بلې خوا د سیاسیونو دا فرضیه غلطه ثابته شوه چې ګواکې له وسلهوالو طالبانو سره سوله ناشونې ده. همداراز د سیاسیونو دا فرضیه هم غلطه ثابته شوه چې د طالبانو سیاسي قشر سوله غواړي او جنګي قوماندانان یې نه غواړي. د اوربند په ترڅ کې ولیدل شول چې د وسلهوالو طالبانو جنګیالي او قوماندانان هم ښارونو ته راغلل او له نورو افغانانو سره یې په ګډه اختر ولمانځه. همداراز واضح او ثابته شوه چې اوربند او سوله؛ دواړه عملي کېدونکي دي.
اوربند په اصل کې د ولس هيله ده، ځکه چې د افغانستان په شخړه کې تر ټولو زيات ولس ځپل شوى دى او همدا تر ټولو زيات ولس د اوربند او سولې غوښتنه کوي، که چېرې پر حکومت او طالبانو ولسي فشارونه زيات شي، نو عين ممکن ده، چې کيدونکى اوربند اوږود مهاله او په پايله کې بيا دايمې سولې ته لاره برابره کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن