ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
19 Jun 2018 - 15:14
author avatar
19 Jun 2018 - 15:14

جمهور رییس محمد اشرف غني په یوه بې ساري اقدام کې یوه داسې سراسري اوربند ته زمینه برابره کړه چې ښايي د ډېرو په ګمان غیر عملي او ناشونۍ کار ښکارېده. که څه هم وسله والو طالبانو د دې اوربند له دوام څخه انکار وکړ او افغانان چې سولې ته د رسېدو لپاره جشنونه جوړ کړي وو، د تمې خلاف خواشیني کړل خو په حقیقت کې د سولې په برخه کې دا لنډ اوربند لوی پرمختګ دی. دا اروبند د سولې لپاره یو څرک و چې حد اقل د دواړو لورو ترمنځ د ژور باور لپاره زمینه برابره کړه او د نورو پرمختګونو لپاره مناسب بستر برابر کړ. په دې کار سره افغان حکومت وښوده چې په ټول هېواد کې مېشت نړیوال او کورني ځواکونه تر واحدې قوماندې لاندې دي او د ملي یووالي حکومت مشرتابه د سولې او ملي پخلاینې لپاره قوي اداره لري.

د اوربند ګټې:

۱ـ د طالبانو رهبرۍ د تمې خلاف، طالب جنګیالیو پر اوربند خوښي څرګنده کړه او د سولې لپاره يي بې سارې لېوالتیا ښکاره کړه. د طالبانو رهبرۍ تمه نه درلوده چې په دې کچه وسله والو طالبان دې د سولې له پروسې سره د یوځای کېدو لېوالتیا ولري. په همدې دلیل طالب مشرتابه د اختر په دویمه ورځ خپلو جنګیالو ته لارښوونه وکړه چې د اختر په جشنونو کې له خلکو او امنیتي ځواکونو سره ګډون ونه کړي، خو د دوی د دې غوښتنې خلاف بیا هم زرګونو طالبانو د هېواد په ګوټ ګوت کې له وېرې پرته په اختریز جشنونه کې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترڅنګ پراخ ګډون وکړ. له اوربند وروسته د طالبانو رهبري سملاسي اعلان وکړ چې هغه طالبان به مجازات کړي چې دولتي تاسیسات ته ورغلي او له امینتي ځواکونو سره يي د اوربند خوښۍ نمانځلې او له هغوی سره يي انځورونه ایستلي دي.

۲ـ دا لومړۍ ځل و چې د طالبانو جنګیالیو له شاوخوا دوو لسیزو وروسته له ښارونو څخه لیدنه وکړه او د خلکو او امنیتي ځواکونو له تود هرکلي سره مخامخ شول. خلکو له طالبانو وغښتل چې نور جګړو ته د پای ټکی کېږدي او د سولې له کاروان سره یوځای شي. له بلې خوا د بې باورۍ هغه فضا چې د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ موجوده وه په مینه او د باور پر فضا بدله شوه. په دې کې هم شک نشته چې طالب مشران به پر خپلو جنګیالیو فشارونه ډېر کړي چې پر دولتي ځواکونو حملې پراخې کړي خو ښايي د دې حملو کچه د پخوا په پرتله کمه وي.

۳ـ هغو طالبانو چې له ښارونو څخه لیدنه کړې او له امنیتي ځواکونو سره لیدنه کړې عملاً د جګړې له دوام څخه سرغړاوی کوي چې په دې کې ځينو وار له مخې له افغان ځواکونو سره د دایمي اوربند اعلان کړی او ځیني يي د هېواد په لویو ښارونو کې پاتې شوي، ځکه دوی د نا سمو مالوماتو او تبلیغاتو پر اساس د جګړو لیکو ته جذب شوي وو.

۴ ـ  د اوربند پر مهال دواړو لورو ( دولت پلوه  او طالب پلوه ) کسانو له خپلو سیمو او کورنیو څخه لیدنه وکړه او خپلې مفکورې او غوښتنې يي له یوه بل سره شریکې کړې او حد اقل د یوه تفاهم لپاره زمینه برابره شوه چې دا تفاهم د جګړې له کمښت سره مرسته کولای شي. ځکه په دې جګړه کې په دواړو لورو کې افغانان زیانمن کېږي.

پایله

شرایط داسې برابر شوي چې افغانستان له تېرو څو لسییزو راهسې په بېلابېلو پلمو د اور په لمبو کې وسوځول شي او ولس يي هره ورځ په دې لار کې قرباني ورکړي. د دولتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لومړنی اوربند په داسې حال کې اعلان شو چې افغانانو له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په پرلپسې توګه د جګړې بیه پرې کړې او قرباني شوي. په هماغه کچه دواړو لورو طالبانو او دولتي ځواکونو ته بې شمېره د سر زیانونه اوښتي، ورستي اوربند وښوده چې دواړه لوري په کافي اندازه له جګړي ستري شوي او له جګړه څخه يي کرکه ده.  معلومه ده چې بهرنۍ اسخباراتي شبکې په خپل ګاونډ کې د یوه ځواکمن شتون نشي زغملای او د خپلو هېوادونو ثبات د افغانستان په بې ثباتۍ کې لټوي. په تېر یوه کال کې حکومت د سولې لپاره بې ساری انعطاف ښکاره کړی او له وسله والو طالبانو سره یي د روغې جوړې لپاره ټول شرایط برابر کړي. ورستي اوربند هم ښکاره کړه چې حکومت په بشپړه توګه د سولې لپاره ځواکمنه اراده لري.

اوس وسله والو طالبانو ته هم په کار ده چې د ملي یووالي حکومت په څېر په ملي ګټو کې خپل تصامیم په خپلواکه توګه ونیسي او د یوه خپلواک او سولییز هېواد لپاره د خبرو میز ته کښينې.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.